لیکوال: عبدالرحیم راشد
د مجاهدې او محاسبې د خاوندانو لپاره، ددې صفاتو په پیدا کېدلو انسان سترو منازلو ته رسېږي.
د ﷲ تعالیٰ په پاک نوم قسم مه کوئ، احتیاط کوئ، چي په سهوه هم د ﷲ تعالیٰ په نوم قسم ونه کړئ، له دې عادت سره ﷲ تعالیٰ د انسان پر زړه د أنوارو یوه دروازه خلاصوي، چي درجې یې لوړېږي او اراده يې کلکېږي.
درواغ مه وایاست، په ګپو او خندا کښې هم درواغو ته ځای مه ورکوئ، له دې امله به مو الله سینه خلاصه کړي او علم به مو زیات شي.
ژمني پوره کوئ، پایله به يې دا شي، چي د سخا او حیا مرتبو ته به په ورسېږئ.
د ﷲ تعالیٰ پر مخلوق لعنت مه وایاست، د نیکانو او صادقانو همدا أخلاق وو، پایله به يې دا شي، چې ﷲ تعالیٰ يې ساتنه کوي او له بدو اخلاقو يې ژغوري.
چا ته ښرا مه کوئ، د ظلم او زور زغمل په صبر کوئ، نتېجه به يې دا وي، چي په عامو خلکو کي به يې مینه او محبت زیات شي.
قبلې ته لمونځ کوونکي کافر، مشرک او منافق مه بولئ، په دې کي د نبوي سنتو پیروي ده او په همدې سره انسان په الهي علم کي له مداخلې ځان ساتي، په نتېجه کي به یې له الهي عامه رحمت څخه ده ته هم لویه برخه په نصیب شي.
ښکاره ګناه وي که پټه، ځان ترې ساتئ، پر خپلو اندامونو هم پام کوئ، په نتېجه کي به يې پر زړه او اندامونو ژر اغیز وشي.
د خپلۍ روزي پیټی پر نورو مه اړوئ، دا عادات تاسو ته د أمربالمعروف او نهي عن المنکر ښه زمینه برابروي، په دې کي پوره انساني عزت پټ دی او په دې سره پر الله د اعتماد او باور صفت نور هم پوره کیږي.
له انسانانو هیڅ ډول تمه مه کوئ، عزت، ښه باور، پوره توکل، تقوا او زهد په همدې کي نغښتي دي.
هر وخت خاکساري او تواضع کوئ، دا ټولو طاعاتو ته شامل دي، په دې سره مو منازل او مرتبې لوړېږي، دا پوره تقوا ده او د صالحینو مرتبو ته رسېدل یوازي په همدې سره شونې ده.
مأخذ : تاریخ المشاهیر ، ۱۲۱ او ۱۲۲ صفحه.