لیکوال: سمسور
د ۱۳۵۸ هـ ش کال د حوت دېیمه پیښه، چې ځینې یې د الله اکبر په نوم یادوي، د کمونیست رژیم پر ضد کابل ښار کې د ګڼو خلکو پاڅون را یادوي.
دغه پاڅون چې افغانستان ته د شوروي اتحاد له ننوتلو شاوخوا دوه میاشتې وروسته د اختر په دویمه ورځ ماښام مهال ترسره شوه، په لویه کې یې هدف له شورویانو د خپلواکۍ غوښتنه او له استعماره د خلکو وتل و. پاڅون په بامونو کې د خلکو له خوا د الله اکبر په شعارونو سره پیل شو. ګڼو ښاریانو یې ملاتړ وکړ او ان د کابل تر زړه پورې را ورسېده. په دغه مشهور پاڅون کې د محصلینو، زده کوونکو او ښوونکو په ګډون زرګونو خلکو برخه واخیسته او که کوم ملاتړی هېواد یا سیاسي ګوند یې کریډیټ اخلي نو بالکل باطله ادعا کوي.
د حوت د ۳ یمې پاڅون په دې هم مشهور او د تاریخ زرین باب وګرځېده، چې په اول ځل د افغانستان د هرو توکمونو، قومونو او مذهبونو خلکو پکې برخه واخیسته. خلک د الله اکبر له نارو سره خپلو کورونو څخه را ووتل، د مزدور نظام او یرغلګرو (شورویانو) پر خلاف یې شعارونه ورکړل. په دوی کې هغه ماشومان او سپین ږیري هم وو، چې اوس یې وجودونو د ګرځېدلو توان نه درلود؛ خو ښايي د باطل خلاف معرکه به همدومره زړه راښکوونکې او جذبه غوښتونکې وي، چې دوی یې هم بهر را ووېستل. پاڅون بلې ورځې ته هم وغځېد او د ټول ښار لوی واټونه په پاڅونوالو ډک شول.
د لاریون په لومړیو دولتي چارواکي وارخطاء شول او عسکرو ته یې امر وکړ چې پاڅون کوونکي وځپي. هماغه و چې دوی هم پرې ډزې وکړې، ګڼ شمېر هېوادوال یې شهیدان کړل او وروسته یې ان د هغوی کورونه هم په ډیرې بې رحمۍ هدف وګرځول. ښار ته یې ټانکونه را ووېستل او هوا ته یې الوتکې پورته کړې، خو د دې باوجود، نو په ټوله کې ویلی شو چې، د حوت د دریمې پاڅون په ټولیزه توګه د هېواد په معاصر تاریخ کې د بدلون ستر ټکی دی، چې د وطن دوستۍ او ازادۍ الهام ترې واخیستل شو، دادی اوس له همدې پاڅونه ۴۳ کلونه تېر شوي، ولس او حکومت ته پکار ده، چې د یاد پاڅون شهیدانو ته د عقیدت ګلونه وړاندې کړي، هغوی په ښو الفاظو یاد کړي او هغه تاریخي درس یاد کړي، چې د همدې پاڅون ګډونوالو ورته پریښی و، هغه درس د ملي یووالي او د اشغال نه منل و.