مجاهد په ننني کنفرانس کې وویل چې، د دقیقو اطلاعاتو له مخې، د داعش د خراسان څانګې مشر شهاب المهاجر او د ده نږدې همکاران (عبدالحکیم توحیدي، سلطان عزیز عزام او د داعش له مرکزي څانګې سره د اړیکو تنظیموونکی او په اصطلاح د مکتب صدیق مسؤل صلاح الدین رجب) د پاکستان په خاوره کې موجود او پټ دي.
ذبیح الله مجاهد د پاکستان له رژیم څخه غوښتنه وکړه چې د خوارجو مشران دې د افغانستان اسلامي امارت ته وسپاري او یا دې یې هم له خپلې خاورې وباسي او په دې ډول دې خپل مسؤلیت ادا کړي.