له روسیې سره د اسلامي امارت لاسلیک شوی تړون به افغانستان ډېر ژر نور هم ځواکمن او په نظامي او تخنیکي برخه کې له پراخو ګټو برخمن کړي. اسلامي امارت په وار وار نړیوالو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي. له همدې امله، که پاکستانی رژیم د روسیې او افغانستان ترمنځ د شوي تړون له امله اندېښنه څرګندوي او د ځان لپاره خطر احساسوي، نو دا اندېښنه ښايي له دې امله وي چې د افغانستان پر خاوره یې تېری کړی دی، او په راتلونکي کې هم د نېکو او سولهییزو موخو اراده نه لري او دوی نه شي زغملای اسلامي امارت د روسیې په څېر له یو ستر او ځواکمن هیواد سره اړیکې ولري، ځکه دا اړیکې د دوی د دریځ پر وړاندې یو قوي ګوزار ګڼل کېږي.
افغان حکومت دا مشروع حق لري چې د خپل هېواد د امنیت، ثبات او دفاع لپاره خپل ظرفیتونه پیاوړي کړي او د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې ځان چمتو وساتي.
اسلامي امارت د شرعي اصولو، ملي ګټو او متوازن بهرني سیاست په رڼا کې له ټولو هېوادونو سره د مناسبو او متقابلو اړيکو غوښتونکی دی؛ که هغه له روسیې سره وي، که له چین سره وي او که له نورو هېوادونو سره.
له روسیې سره د اړيکو د پیاوړتیا یو مهم لامل دا دی چې روسیې د افغانستان په اوسني حکومت باور ترلاسه کړی دی. پخوا به روسیې د مخدره موادو د قاچاق، ناامنۍ او د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه اندېښنې لرلې، خو اسلامي امارت د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د دغو ستونزو د مخنیوي او له منځه وړلو لپاره عملي ګامونه پورته کړي، چې له امله یې د دواړو لورو ترمنځ باور زیات شوی او اړیکې یې د پخوا په پرتله لا پیاوړې شوې دي.
ځینې مخالفې کړۍ پر اسلامي امارت نیوکه کوي چې طالبانو په تېرو وختونو کې له روسیې سره د پخوانیو حکومتونو اړیکې غندلې او هغه یې د اسلام له نظره ناسمې بللې، خو اوس دوی خپله له روسیې سره اړیکې پالي؟
د دې اعتراض په ځواب کې بايد وویل شي چې د پخوانیو حکومتونو اړیکې د بهرنیو لاسوهنو د پیاوړتیا او د خپل مسلمان ملت په خلاف وې؛ خو د اسلامي امارت اوسنۍ اړیکې د هېواد د ملي ګټو، اقتصادي پرمختګ، امنیتي ثبات او د افغانستان د خاورې د دفاع لپاره ترسره کېږي.
له غير اسلامي هيواد سره اړيکې پالل د شریعت له پلوه
اسلامي امارت اوس دې ته جدي اړتیا لري چې خپل نظام لا ټینګ، پیاوړی او د احتمالي جګړو پر وړاندې چمتو وساتي.
له یوې خوا اړتیا او مصلحت موجود دی، او له بلې خوا پر روسیې تر ډېره حده باور او متقابل تفاهم هم موجود دی. دا دواړه هغه شرطونه دي چې ګڼو فقهاوو له غیرمسلمانو څخه د همکارۍ غوښتلو د جواز لپاره یاد کړي دي.
فقهاء کرام دا دلیل وړاندې کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د حنین په ورځ له صفوان بن امیه څخه مرسته واخیسته، حال دا چې هغه لا هم مشرک و. همدارنګه د فتحې په کال خزاعه قبیله له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د قریشو پر ضد ووتله، او هغوی هم مشرکان وو.
او د جواز له دلایلو څخه دا هم دي چې قُزْمَان د اُحد په ورځ له صحابهوو سره ووت، حال دا چې مشرک و، او د مشرکانو په صف کې یې د بیرغ درې وړونکي کسان ووژل، تر دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«بېشکه الله تعالی کله ناکله د دې دین مرسته د فاجر انسان په وسیله هم وکوي.»
لکه څنګه چې دا خبره د سیرت علماوو ثابته کړې ده.











































