د داعش فتنه؛ هغه بهیر چې د خپل ظهور په لومړیو ورځو کې یې ډېری کسان هیلهمند کړي وو، تر څو ښايي د امت د ظلمت او تیارې شپې د روښانه سهار پر لور نږدې شي او د هغې له لاسه تللی برم او عظمت بېرته را وګرځي. خو د ټولو له تصور خلاف، هغه څه چې داعش له ځان سره راوړل، بل څه وو.
هو! داعش نه یوازې دا چې د امت درد یې راکم نه کړ، بلکې خپله په یوه ستر درد واوښت او د امت ټپي بدن یې لا ډېر ژوبل کړ. په رښتیا د دې ډلې انجام څه شو؟ آیا دوی وکولای شول خپل هدف ته ورسېږي؟ آیا اسلامي امت یې له هغو ناورینونو او مصیبتونو وژغوره چې ورسره لاس او ګریوان وه؟ که بالاخره د دوی له لومړنیو شعارونو پرته بل څه رامنځته شول؟
داعش په پیل کې د خلافت د ټینګښت او د اسلامي امت د ژغورنې په شعار سره خپل شتون اعلان کړ؛ خو په وروستيو کلونو کې د اسلامضد استخباراتي قدرتونو تر ټولو غوره وسیله وګرځېد او پر هغه لاره روان شو چې هغوی ورته ټاکلې وه.
که د داعش پایله د اسلام د دښمنانو د موخو د تحقق له پلوه وارزوو، نو باید وویل شي چې هغوی د دوی ټولې غوښتنې په تر ټولو ښه ډول عملي کړې دي؛ د بېګناه او عامو مسلمانانو له وژنو نیولې تر اسلامي هېوادونو ورانولو، د جهادي ډلو پر ضد جګړې، د ټول امت تکفیر، د رباني علماوو ترور، د اسلامي امت د ځوان نسل قرباني کول او لسګونه نور ناورینونه چې له ځان سره یې راوړل.
خو که د دوی د هغو شعارونو له مخې قضاوت وکړو چې د حرکت په لومړیو کلونو کې یې پورته کول، نو باید ووایو چې د ناکامۍ او نسکورېدو پرته بل څه د دې غورځنګ برخه نه شول؛ ډېر ژر یې ټول هیبت او ځواک صفر ته راښکته شو او ټولې هغه سیمې چې د دوی تر ولکې لاندې وې، یو په بل پسې له لاسه ورکړې.
اوس پوښتنه دا ده چې کوم لاملونه وو چې داعش، سره له دې چې د خلافت د ټینګښت ادعا یې کوله او د ځمکې پر واکمنۍ یې شعارونه ورکول، تر تمې ډېر ژر له پښو وغورځېد او ټول خوبونه یې پر اوبو لاهو شول؟!
په داسې حال کې چې داعش د مالي او بشري سرچینو له پلوه تر ډېره بریده سمبال و او توان یې د ډېرو نورو ډلو په پرتله زیات ښکارېده، بیا هم دا ځانګړتیاوې ونه شوای کولای چې هغه له چټک زواله وژغوري او د بقا تضمین یې وکړي.
په دې لړۍ کې هڅه کوو چې د حقیقت پر بنسټ، د داعش د ناکامۍ او د هغه د استخباراتي قدرتونو په وسیله د بدلېدو له مهمو لاملونو څخه ځینې یاد کړو او څو بنسټیز ټکي د لیکنې په بڼه وړاندې کړو.










































