په اندلس کې د اسلامي غرناطې د پاچاهۍ دوه پېړۍ پاتې کېدل، د اسلام له معجزو څخه يوه معجزه وه. دا اسلامي ټاپو، چې د صليبي نړۍ د کرکې، دښمنۍ او تاريخي مکرونو په توپاني سمندر کې لامبو وهله، هیڅکله به یې دومره اوږد او مشهور مقاومت نه وای کړی، که د مقاومت روح یې د اسلامي عقيدې او اصولو څخه نه وای راټوکېدلی.
له اسلامي عقيدې پرته به دا ټاپو هېڅکله نه وای توانېدلی، چې په اندلس کې د دښمن په وړاندې په یوازې ځان ودريږي، په داسې حال کې چې تر دې وړاندې ټول اسلامي ښارونه او کلاوې آن دوه پېړۍ مخکې سقوط شوې وې. دې چيلنج ته قانوني ځواب هغه راز دی، چې غرناطه يې آن دوه پیړۍ د اسلامي فکر او عالي تمدن څخه ډکه وساتله. د غرناطې خلکو دا خبره احساسوله، چې داسې یو دښمن ورڅخه چاپېر دی، چې د هر ډول فرصت په تمه دی، څو دوی تېر باسي او دا چې د اسلامي نړۍ څخه د بريا راواردول ناشوني دي؛ نو بايده دي، چې پرخپلو مټو تکيه وکړي.
همدا احساس د دوی لپاره تر ټولو ستر محرک و، ترڅو د هر ډول حالاتو په وړاندې د تل لپاره چمتو واوسي، د جهاد بيرغ لوړ وساتي او خپل اسلام ته ټينګ پاتې شي. په همدې توګه غرناطه تر ۱۴۹۲م (۸۹۷هـ) پورې د اسلامي اندلس ملکه پاتې شوه، د علومو مناره او په اروپا کې د اسلامي تمدن وروستۍ ځلانده مشال و.
خو د غرناطې د سقوط نه مخکې کالونو کې د اندلس په ژوند کې بدلون راغی. د عيسويانو يو ستر اتحاد رامنځته شو، چې د اسلام پر ضد تر ټولو سترې دوې عيسوي پاچاهۍ، يعنې د ارغون او قشتالې سلطنتونه سره يو ځای شول.
دا اتحاد د قشتالې د ملکې «ايزابېلا» او د ارغون پاچا «فرناندو» د واده په وسيله بشپړ شو. د دې دواړو کاتوليک پاچاهانو د واده د شپې خوب دا و چې غرناطه ونيسي، شهر العسل په الحمرا ماڼۍ کې تېره کړي او د غرناطې د څارنې په تر ټولو لوړ برج صليب نصب کړي.
په اسلامي اړخ کې بيا د غرناطې په سلطنت کې سخت اختلافات راولاړ شوي وو، په ځانګړي ډول د واکمنې کورنۍ ترمنځ. دا کوچنۍ پاتې غرناطه په دوو برخو وېشل شوې وه، چې يوه برخه یې په پلازمېنه غرناطه کې ابو عبدالله محمد بن ابو الحسن النصري (د غرناطې وروستی پاچا) اداره کوله او بله برخه یې وادي آش او شاوخوا سيمې وې، چې د هغه تره ابو عبدالله محمد پرې واکمن و.
کاتوليک پاچاهانو په ۸۹۴هـ کې پر وادي آش او اړونده سیمو بريد پيل کړ او وتوانېدل وادي آش، المريه، بسطه او نورې سیمې ونيسي، تر دې چې د غرناطې تر دروازو ورسېدل. بيا يې ابو عبدالله النصري ته استازي ولېږل او ترې ويې غوښتل، چې د الحمرا ښکلې ماڼۍ دوی ته وسپاري، او هغه دې د دوي د ساتنې لاندې په غرناطه کې ژوندی پاتې شي.
د تاريخ د تکراري دورو د نورو کمزوريو واکمنانو په څیر دا پاچا هم کمزوری و؛ ځکه خو هغه د دې ورځې لپاره چمتووالی نه و نيولی؛ خو پوهېده، چې دا غوښتنه د اندلس د وروستي اسلامي سلطنت د تسليمۍ معنا لري، نو يې رد کړه. جګړه د مسلمانانو او عيسويانو ترمنځ پيل شوه او دوه کاله يې دوام وکړ.
په دې جګړه کې يو مسلمان اتل چې د مجاهدينو په زړونو کې یې د غيرت او استقامت اورونه بل ساتل؛ هغه «موسی بن أبي الغسان» و، داسې یو اتل چې د لمر د وروستۍ ځلا په څېر د لوېدو نه مخکې راښکاره شو. د همدې اتل او د هغه د ملګرو په برکت غرناطې دوه کاله د کاتوليک پاچاهانو پر وړاندې مقاومت وکړ او اووه مياشتې يې سخته کلابندي وزغمله.
البته بیا هم د جګړې پايله څرګنده وه؛ ځکه ابو عبدالله هغه څوک و، چې ورپاتې سلطنت يې د یو ريښتيني سړي په څېر ونه ساته؛ هلته کورني اختلافات، داخلي وېش د عيسوي جبهې د بشپړ اتحاد په مقابل کې خپله یو فرصت ورکول وو. همدا شان هغه د اوږدې مودې تاريخي انحرافونه، قومي تعصبونه، غیر شرعي او غیر اصولي لانجې او شخړې، چې د پخوانيو سقوط شويو اسلامي سلطنتونو څخه یې په ميراث اخيستې وې، دا ټول عوامل د دې سبب شول، چې په اندلس کې د اسلام وروستۍ شمعه هم مړه شي.
کله چې ابو عبدالله، د غرناطې وروستی پاچا، په بېړۍ کې سپور شو او له اسلامي غرناطې څخه روان شو او د داسې یوې خاورې نه یې وروستۍ رخصت اخیست، چې اته پېړۍ يې د اسلام تر سيوري لاندې په اروپا کې ساه اخيستې وه؛ په دې دردناک او تراژيدیک حالت کې ابو عبدالله پر خپل له لاسه وتلي سلطنت وژړل او د خپلې مور هغه تاريخي خبرې يې واورېدې: «اوس نو د ښځو په څېر پر هغه پاچاهۍ ژاړه، چې د سړيو په څېر دې ونه ساتله».
حقيقت دا دی چې د هغه مور په همدې يوه جمله نه يوازې خپل زوی رټلی و؛ بلکې د اسلامي نړۍ ډېر هغه واکمنان يې هم غندلي دي، چې د ښځو په څېر يې پر هغه سلطنت وژړل، چې د سړيو په څېر يې نه و ساتلي. د ښکلې اسلامي غرناطې د سقوط کیسه یوازې د تاریخ توره پاڼه نه ده؛ بلکې د اسلامي امت لپاره یو ژوندی درس، یو دردناک عبرت او د راتلونکو نسلونو لپاره د تنبیه زنګ دی. غرناطې هغه مهال سقوط ونه کړ، چې دښمن قوي شو؛ بلکې هغه وخت راولوېده، کله چې مسلمانان کمزوري شول، اختلافونو سره وویشل، شخصي ګټو د امت د مصلحتونو ځای ونیوی او هر لوری یوازې د خپل قدرت، خپل نفوذ او خپلې څوکۍ د ساتلو په فکر کې شو.
نن چې سړی غزې ته ګوري؛ محاصره، لوږه، بمبار، د ماشومانو چیغې، د میندو اوښکې او د امت چوپتیا ویني؛ نو د غرناطې هماغه وروستۍ ورځې ورپه یادېږي. هماغه حالت، هماغه درد او هماغه تکرار. هلته هم مسلمانان یوازې پرېښودل شوي وو او نن غزه هم د نړۍ د ظلم، د دښمن د اتحاد او د امت د بېوسۍ ترمنځ ولاړه ده.
د غرناطې خلک پوهېدل، چې تر شا یې بل قوي ځواک نشته؛ نو ځکه یې په خپل ایمان، جهاد، قربانۍ او استقامت تکیه کړې وه. غزه هم نن په همدې روحیه ولاړه ده. هغه ماشومان، چې د بمونو تر سیوري لاندې قرآن حفظ کوي، هغه میندې چې خپل شهید زامن په ډیر ویاړ بدرګه کوي او هغه مجاهدین، چې د نړۍ د پرمختللو وسلو پر وړاندې لا هم مقاومت کوي؛ دا ټول د همدې اسلامي عقیدې د ژوندي پاتې کېدو نښې دي.
خو تاریخ دا هم راښيي، چې یوازې د څو اتلانو قرباني امت نه ژغوري، ترڅو چې امت په ټولیز ډول راویښ نشي. غرناطې د داخلي اختلافونو، قومي تعصبونو، د واک پر سر شخړو او د کمزورو واکمنانو له امله سقوط وکړ. نن هم که امت د ژبې، قوم، سیاست او ډلې په نوم وېشل شوی پاتې شي؛ نو د غزې درد به یوازې د غزې تر دیوالونو محدود پاتې نشي؛ بلکې دا اور به د ټول امت تر دروازو ورسېږي.
غزه نن د امت لپاره یوه هنداره ده. هر څوک باید خپل حالت په کې وویني. څوک چې د مظلومانو ملاتړ نه کوي، څوک چې د امت درد یوازې د خبرونو تر سرلیکونو محدود ګڼي او څوک، چې د مسلمانانو له وینو سره عادي شوي؛ هغوی دې د غرناطې وروستۍ صحنه په یاد کړي. هغه ورځ چې وروستی پاچا د خپلې له لاسه وتلې پاچاهۍ پر سر ژړل، خو ژړا یې نور هېڅ ارزښت نه درلود.
امت باید پوه شي، چې تاریخ یوازې د لوستلو لپاره نه وي؛ بلکې د عبرت اخیستلو لپاره وي. که د غرناطې له سقوطه درس وانخلو، که د غزې له مقاومت څخه تنبیه نشو او که خپل اختلافونه د دښمن د اتحاد پر وړاندې ختم نکړو؛ نو راتلونکی نسل به زموږ په اړه هم هماغه جمله تکرار کړي:
«تاسو پر هغه امت وژاړئ، چې د ساتلو لپاره مو د سړیو په څېر دریځ ونه نیوه.»










































