د ایران په وړاندې د امریکا او اسرائیل جګړه لا روانه ده، ورځ تر بلې حالات د ښه کېدو پر ځای د ناامنۍ او وژنو په لور روان دي، چې عموماً یې د سیمې تجارت، اقتصاد او اړیکې ټکنۍ کړې دي. په دې جګړه کې د منځني ختیځ او عربي هېوادونو خاوره، د تجارت تر څنګ، د یادو سیالیو او نندارو قرباني شوې ده، چې د تیلو زیرمې او سمندري تجارتونه یې له خطر سره مخ کړي دي.
عجیبه دا ده چې له پیل څخه تر ننه، منځنی ختیځ او عربي خاوره د یادو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سیاسي او پوځي ضربو وسیله ګرځېدلې ده. په عمومي توګه د دې جګړې زیان او تاوان عربي هېوادونه پرې کوي. له دې سلسلې ښکاري چې د اقتصادي جګړې محور همدلته دی. د جګړې بل مخ، چې پټ اهداف او موخې یې درلودې، اوس څرګند شوي دي: امریکا غوښتل چې اسرائیل په منځني ختیځ کې د ځواک او قدرت تر کچې ورسوي.
ایران دا خطر درک کړ، ځکه چې د دغه رژیم ځواک نه یوازې عربي جزیره له خطر سره مخ کوي، بلکې په دې سیمه کې د ایران ګټې او موجودیت هم ګواښي.
امریکا د جګړې له پیل سره دروند تاوان وزغمه، ځکه چې په منځني ختیځ کې یې د تیلو او ګازو زیرمو ته لاسرسی له خطر سره مخ شو. همدارنګه، په عربي نړۍ کې یې پوځي حضور او نفوذ هم له کمزورتیا سره مخ شوی دی. په لنډه توګه، داسې ښکاري چې امریکا په نړیواله کچه خپل یو شمېر ځواک له لاسه ورکړی، او اسرائیلي رژیم هم د کمزورۍ پر لور روان شوی دی.
د دې جګړې تر ټولو بوږنوونکې څپه دا ده چې حالات تر دې حده رسېدلي چې د یو بل د دفاع پر ځای، د ملتونو د تباهۍ او له منځه وړلو ګواښونه کېږي. زبرځواکونه ښکر په ښکر ولاړ دي او د ګټلو او بایللو په درشل کې دي. منځګړیتوب او سولهییز حل د نړیوالو سازمانونو له وسه پورته ښکاري.
دوی مجبور دي پرېکړه وکړي: که ایران د ځواک پر ځای د ضعف لاره خپله کړي، نو خپلې ګټې او داخلي سیاسي قدرت به له لاسه ورکړي. او که امریکا سخت دریځ او پوځي پرېکړې ونه کړي، نو دا جګړه به د هغې د زوال او د قدرت د کمېدو لامل وګرځي.












































