د ۲۰۲۶ کال د اپریل میاشتې په وروستیو ورځو کې پاکستاني ځواکونو له خپلې خاورې څخه پر کونړ ولایت، په ځانګړي ډول د ولایت مرکز اسعدآباد او ګاونډیو سیمو باندې مرګوني توغندي او هاوان ډزې ترسره کړې. د افغانستان اسلامي امارت چارواکو، په ځانګړي ډول د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت او د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رئیس نجیبالله حنفي له قوله، په دې بریدونو کې ۷ تنه شهيدان شوي او تر ۸۵ تنو زیات ټپیان شوي دي. ټپیانو کې ښځې، ماشومان او پوهنتوني زدهکړیالان شامل دي.
بریدونو په مستقیم ډول د سید جمالالدین افغاني پوهنتون په نښه کړی، چې له امله یې شاوخوا ۳۰ زدهکړیالان او استادان ټپیان شوي او پوهنتوني تاسیسات زیانمن شوي دي. سربېره پر دې، استوګنیز کورونه هم زیانمن شوي او د زدهکړو بهیر په جدي ډول ټکنی شوی. په کونړ کې لسګونه نور ښوونځي اغېزمن شوي او زرګونه ماشومان له زدهکړو محروم پاتې شوي دي. پاکستاني چارواکو دا راپورونه «بې بنسټه او جعلي» بللي او ویلي یې دي چې دوی یوازې «ترهګر هدفونه» په نښه کوي، خو د اسلامي امارت لوري دا بریدونه د ملکي وګړو پر ضد «ړنده » او «جنګي جنایت» ګڼي.
دا بریدونه د افغانستان او پاکستان تر منځ د تاوتریخوالي په لړۍ کې وروستي دي، چې له فبروري ۲۰۲۶ راهیسې په بېلابېلو پړاوونو کې دوام لري او په کې ملکي سیمې، کورونه او تعلیمي مرکزونه په نښه کیږي.
د ولسي وګړو او زدکړو مرکزونو په نښه کول د صهيونیزم د اعمالو سره تشبیهي عمل دی. دا چې پاکستاني ځواکونه په قصدي ډول د عامو افغانانو استوګنیز کورونه، ښوونځي او پوهنتونونه په نښه کوي، دا عمل د صهيونيست رژیم د وحشتونو سره په بشپړ ډول ورته والي لري. لکه څنګه چې صهيونيستان په غزه کې روغتونونه، ښوونځي، پوهنتونونه او ملکي استوګنې په بمونو ویشتي او بیا یې د «حماس هدفونه» بللي، همدارنګه پاکستان هم د «ترهګرو اړوند مرکزونو» په پلمه د افغانانو پر تعلیمي بنسټونو او کورونو بمبارۍ کوي چې په کې ماشومان، ښځې او زدهکړیالان قرباني کیږي.
صهيونيستان د فلسطیني ولس تعلیمي او کلتوري بنسټونه په نښه کوي ترڅو نسلونه له ريښو پرې کړي او مقاومت مات کړي. پاکستان هم په کونړ او نورو ختیځو ولایتونو کې د افغانانو پر زدکړيزو مرکزونو بریدونه کوي چې زرګونه زدهکړیالان له علم او رڼا څخه محروم شي. دا دواړه اعمال یو شان هدف لري: د مسلمانانو تعلیمي او ټولنیز پرمختګ له منځه وړل او د ملکي وګړو تر منځ ویره خپرول.
د صهيونیزم او د هغوی ملاتړو لپاره، تعلیمي مرکزونه «ترهګریزې ځالې» ګڼل کیږي، حال دا چې په حقیقت کې دا مرکزونه د راتلونکي نسل لپاره د علم او پوهاوي ځایونه دي. پاکستاني رژیم هم د همدې منطق په کارولو سره د سید جمالالدین افغاني پوهنتون په څېر بنسټونه په نښه کوي، چې نوم یې د یوه لوی مسلمان اصلاحګر په نوم دی. دا بریدونه نه یوازې جنګي جنایت دی، بلکې د افغانانو پر هویت او راتلونکي باندې سیستماتیک برید دی؛ دقیقاً لکه د صهيونيستي رژیم لخوا په غزه او فلسطین کې ترسره کېدونکي وحشتونه.
افغان ولس باید د دې دواړو ظالمو رژیمونو پر ضد د پوهاوي او مقاومت په لاره کې متحد پاتې شي، ځکه چې د دوی تاکتیکونه یو دي: د ملکي خلکو وژنه او د تعلیمي مرکزونو له منځه وړل.









































