د پاکستان پوځي رژیم د نورو وحشتونو، جنایاتو او بې دریغه ظلمونو سربېره یو بل لوی جرم او ستر ظلم د الله د شعائرو ماتول او سپکول دي. د الله تعالی د شعائرو تعظیم له هغو اړینو او مهمو امورو څخه دی چې کله یې سپکوالی وشو، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم قهر او غوسه به تر هغه نه ارامېدله تر څو یې بې حرمتي کوونکي ته سزا نه وه ورکړې.
د پاکستان د جالي پوځ د تېري شپې په برید کولو سره د الله لاندې شعائر مات او سپک کړل:
۱- د مسلمانانو په ځانګړي ډول ماشومانو وینې یې تویې کړې، له کفر وروسته لویه ګناه مسلمان وژنه ده.
۲- د رمضان المبارک په میاشت کې یې د اسرائیلو او امریکایانو په څېر په اسلامي ټاټوبي یرغل وکړ.
۳- دیني مرکز یې ونړاوه، د مخکنیو منافقینو او مشرکینو عادت هم دا و چې د دیني مراکزو نړول به یې ستره موخه وه.
۴- د الله کلام قرآن عظیم الشان یې ټوټه ټوټه کړ، هغه کار چې د نړۍ ستر مستکبرین له دې کار څخه په ویره کې وي.
۵- د احسان په بدله کې یې بدې وکړې، اسلامي امارت تر دې برید دوه ورځې مخکې څو تنه د پاکستان پوځي رژیم اړوند بندیان ازاد کړل، دوی د دغه احسان په مقابل او بدله کې پر افغانستان برید وکړ، د وحشي حيوان عادت هم دا دی چې څوک خوراک ورکړي هغه یې په لغته وهي. د دوی دا لومړی ځل نه دی چې د الله جل جلاله شعائر ماتوي، تر دې مخکې یې په ډېره ځله د الله شعائر مات کړي دي. د مسجد الاقصی تقدیس یې تر پښو لاندې کړی دی، د سولې د بورډ تر نوم لاندې له امریکایانو سره یو شوي دي او د حماس اسلامي غورځنګ د بې وسلې کولو هڅه یې کړې ده، د اسلام ناموس یې پلورلی دی، او داسې نور بې شمېره شعائر یې تر پښو لاندې کړي دي.
کلونه وړاندې علماؤو د دوی د دغه کړنو پر خلاف غږ پورته کړی دی او آن زیاتره پاکستاني، مکي، مدني، فلسطیني او عربي علماؤو د دوی پر خلاف وسلې پورته کړې دي.
مفتي نظام الدین شامزی شهـید رحمه الله به په کراچۍ کې پاکستاني ولس ته د الله د شعائرو د انتهاک په بدله کې د جګړې دعوت ورکولو. مشهور فلسطیني عالم او داعي عبدالله عزام شهـید رحمه الله به عرب د پاکستان د پوځ د سموالي په پار لومړی دوی ته نصیحت کولو او وروسته جګړې ته هڅول.
دوه لسیزې وړاندې د اسلام ستر سپه سالار او د امت اصیل فرزند اسامه بن لادن رحمه الله له الجزیره سره په مرکه کې وویل: پاکستان د صلیبي تحالف او اتحاد یو رکن او جز دی، په پاکستان کې زموږ د ورونو تحرکات او فعالیتونه دغه صلیبي اتحاد ته یوه ستره ضربه ده، هر هغه څوک چې له امریکا سره دریږي چې د هغوی اړتیاوې پوره کړي که هغه طبي وي یا غیر طبي دا هغه اکبر کفر دی چې د امت له دایرې پرې وزي، نو په پاکستان کې مو ورونه باید په جدي توګه په تحرک راشي د الله تعالی د دین د نصرت لپاره او د رسول صلی الله علیه وسلم د دین د نصرت لپاره.
همداسې نور په سلګونو علماؤو د دوی د دغه کړنو پر خلاف غږ پورته کړی و او دی. په پای کې موږ له قهار رب څخه د قرآن عظیم الشان، د ټوټه ټوټه کېدلو د مسجد الاقصی په قضیه کې له کفارو سره د همکار کېدو، د مدرسې د ړنګولو، د رمضان د تقدیس تر پښو لاندې کولو او د ماشومانو د معصومو وینو د تویولو په بدله کې هغه څه غواړو چې د هغه نبي صلی الله علیه وسلم له الله تعالی څخه په هغه وخت کې چې کیسری د الله تعالی د رسول خط ټوټه ټوټه کړ غوښتي وو، هغه غوښتنه دا وه چې اللهم مزق ملکه کل ممزق.
موږ هم له الله تعالی څخه غواړو چې ای قهار او منتقم ذاته!
هغه ډول یې ټوټه ټوټه کړه چې ستا کتاب یې په جرأت ټوټه ټوټه کړ، په عقبي کې یې له هغه چا سره ځای کړه چې په دنیا کې د مسجد الاقصی د نړونې په یهودي پلان کې همکار او برخوال و، مسکنونه او ودانۍ یې هغه ډول پرې را ړنګي کړې لکه ستا د دین مرکزونه چې یې وړنګول، او وینې یې داسې وبهوه لکه څنګه چې یې د ګلالیو ماشومانو وبهولې. اللهم آمین.










































