له ۲۰۰۱م کال وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ امنیتي وضعیت د ژورو بدلونونو شاهد پاتې شوی دی. د سپټمبر له پېښو وروسته، کله چې متحده ایالاتو پر افغانستان پوځي یرغل وکړ او د نړیوال ائتلاف ځواکونه د ناټو تر چتر لاندې ځای پر ځای شول، پاکستان د هغه وخت ولسمشر پرویز مشرف په مشرۍ له امریکا سره ستراتیژیکه همکاري اعلان کړه. دغه پرېکړه یوازې یو دیپلوماتیک بدلون نه و، بلکې د سیمې د امنیتي معادلې ژور بدلون یې رامنځته کړ چې اغېزې یې تر نن ورځې پورې دوام لري.
پاکستان په رسمي ډول استدلال کاوه چې له نړیوالې ټولنې سره همکاري یې د ملي ګټو او نړیوال فشارونو له امله اړینه وه، خو داخلي وضعیت ژر بدل شو. په ځانګړې توګه پخوانۍ قبایلي سیمې پاټا د پوځي عملیاتو په ډګر واوښتې. د ۲۰۰۴ کال نه وروسته په شمالي او جنوبي وزیرستان، باجوړ، خیبر او نورو سیمو کې پراخ عملیات ترسره شول. د پاکستان پوځ د رسمي معلوماتو له مخې، په بېلابېلو عملیاتو کې زرګونه وسله وال وژل شوي او سلګونه سرتېري هم قرباني شوي دي. د ۲۰۱۴ کال د ضرب عزب عملیاتو پر مهال یوازې په شمالي وزیرستان کې تر یو میلیون ډېر خلک بې ځایه شول، او په ټوله کې د ۲۰۰۸–۲۰۱۶ ترمنځ بې ځایه شویو کسانو شمېر تر پنځو میلیونو پورې ورسېد.
له بلې خوا، د امریکا د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) بریدونو موضوع د پاکستان په قبایلي سیمو کې تر ټولو جنجالي اړخ وګرځېد. د پوریو د تحقیقاتي ژورنالیزم د معلوماتو له مخې، د ۲۰۰۴ او ۲۰۱۸ ترمنځ په پاکستان کې تر ۴۳۰ ډېر ډرون بریدونه ترسره شوي چې په پایله کې یې د ۲۵۰۰ نه تر ۴۰۰۰ پورې کسان وژل شوي دي. د ملکي تلفاتو شمېر د بېلابېلو سرچینو له مخې توپیر لري، خو اټکل کېږي چې څو سوه ملکي وګړي هم پکې شامل وو. نړیوالو بشري حقونو او سازمانونو په خپلو راپورونو کې د شفافیت نشتوالی، د حساب ورکونې کمښت او د ملکي وګړو د حقونو نقض جدي ستونزې بللې دي. د ډرون جګړې د سیمه ییزو خلکو پر ذهنیت ژوره اغېزه وکړه او د دولت او ټولنې ترمنځ بې باوري یې زیاته کړه.
په افغانستان کې هم د جګړې بشري لګښت خورا لوړ وو. د (UNAMA) کلنیو راپورونو ښودلې چې له ۲۰۰۹ نه تر ۲۰۲۱ پورې تر ۴۶ زرو ډېر ملکي وګړي وژل شوي او تر ۸۰ زرو زیات ټپیان شوي دي. دغه ارقام یوازې ثبت شوي پېښې رانغاړي او حقیقي شمېر ښايي تر دې هم لوړ وي. جګړې نه یوازې انساني زیانونه واړول، بلکې اقتصادي زیر بناوې یې هم زیانمنې کړې او د بې وزلۍ کچه یې لوړه وساتله. د امنیتي نظریاتو له مخې، د افغانستان او پاکستان اړیکې د “امنیتي دوه مخي” (Security Dilemma) کلاسیک مثال ګڼل کېږي.
هر لوری چې خپل دفاعي اقدامات زیات کړي، بل لوری یې د ګواښ په توګه تعبیر کوي. پاکستان تل اندېښنه ښودلې چې د افغانستان خاوره د پاکستاني وسله والو ډلو له خوا کارول کېږي، په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان (TTP) فعالیتونو ته اشاره کوي. بل لور ته، افغان چارواکو بیا دا تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارېږي. دا متقابل شکونه د باور فضا کمزورې کوي او سرحدي نښتې تکراروي.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، کله چې په کابل کې د افغانستان اسلامي امارت واک ټینګ شو، سیمه ییز امنیتي وضعیت بیا بدلون وموند. پاکستان تمه لرله چې نوی حکومت به د TTP پر وړاندې قاطع اقدامات وکړي، خو د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز (PICSS) د راپورونو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې په پاکستان کې له ۷۰۰ زیاتې امنیتي پېښې ثبت شوې او د تلفاتو شمېر د ۲۰۱۴ وروسته تر ټولو لوړې کچې ته ورسېد. دا زیاتوالی د پاکستان دننه سیاسي او امنیتي بحثونه نور هم تاوده کړل.
په همدې موده کې، پاکستان له ژور اقتصادي بحران سره مخ شو. انفلاسیون په ۲۰۲۳ کال کې تر ۳۰ سلنې واوښت، د بهرنيو اسعارو زېرمې کمې شوې. سیاسي بې ثباتي هم زیاته شوه، په ځانګړي ډول د پخواني لومړي وزیر عمران خان له واکه لرې کېدو وروسته د پوځ او ملکي حکومت ترمنځ اختلافاتو، لاریونونو او سیاسي نیونو امنیتي فضا نوره هم پېچلې کړه. ډېری شنونکي باور لري چې داخلي سیاسي او اقتصادي فشارونه د امنیتي بحران له شدت سره مستقیم تړاو لري.
د سرحدي مدیریت موضوع هم د اختلاف اساسي ټکی دی. پاکستان د اغزن تار لګولو پروسه د خپلې ملي امنیتي تګلارې برخه بولي، خو په افغانستان کې پر دې کار نیوکې کېږي. څو ځله سرحدي نښتې شوې، دروازې تړل شوې او سوداګري اغېزمنه شوې ده. د دواړو لورو ترمنځ د علماوو غونډې، پوځي او دیپلوماتیک مذاکرات او د ګډو کمېټو جوړول د تاوتریخوالي د کمولو هڅې بلل کېږي، خو تر اوسه یې پایدار میکانیزم نه دی رامنځته کړی. تحلیلي ارزونه ښيي چې دا کړکېچ څو اړخیز ماهیت لري. تاریخي بې باوري، جیوپولیټیک رقابت، نیابتي سیاستونه، داخلي سیاسي بحرانونه او اقتصادي فشارونه ټول یو بل پیاوړي کوي.
یوازې پوځي عملیات نه شي کولای چې د ناراضه شویو ډلو د بیا راټوکېدو مخه ونیسي، که ورسره سیاسي مشارکت، اقتصادي فرصتونه او سیمه ییزه همکاري مل نه وي. تجربه ښيي چې هر ځل د تاوتریخوالي زیاتوالی په لنډمهاله توګه د یو لوري لپاره تاکتیکي بری ښکاري، خو اوږدمهاله ثبات نه تضمینوي. څو میاشتې وړاندې د پاکستان له لوري د افغانستان د پلازمینې په ګډون په دې بهانه هوایي بریدونه وشول چې ګواکي ټي ټي پي یې په افغان خاوره کې په نښه کړې، چې په مقابل کې یې اسلامي امارت غچ اخیستونکي عملیات تر سره کړل او پاکستاني فوځیانو ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله.
کله چې پاکستان خپل ځان په خطر کې ولید نو د اوربند او سیاسي حل لارې غوښتنه یې وکړه. د دې موضوع د حل لپاره دریم ګړي هېوادونه د مذاکراتو لپاره وټاکل شول، چې د پاکستان د نامعقوله غوښتونو له امله دا مذاکرات بې پایلې پای ته ورسېدل او دا دویم ځل دی چې پاکستان د ورته عمل په تر سره کولو سره د افغانستان استقلال تر پښو لاندې کوي، چې دا کړنې هیڅ د زغملو نه دي.
د وروستیو پېښو په تړاو، د افغانستان اسلامي امارت وایي که د افغانستان پر خاورې بیا تکراري بریدونه وشي، نو ځواب به یې متناسب او جدي وي. تر دې وړاندې په څو مواردو کې د پراخ تقابل د مخنیوي لپاره له زغم او سیاسي تماسونو کار اخیستل شوی، خو که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو د ملي حاکمیت او امنیت د دفاع لپاره به لازم اقدامات ترسره شي.
د امارت دریځ دا دی چې د څو لسیزو جګړو وروسته افغانان نور د بې ثباتۍ طرفدار نه دي، خو په عین حال کې د هېواد د ارضي تمامیت او امنیت ساتنه خپله اساسي دنده ګڼي. د اسلامي امارت ټینګار دا دی چې لومړیتوب یې لا هم مذاکرات او دیپلوماتیک حل دی، خو که پر دوی تکراري فشار راوړل شي، نو ځواب به یې د پخوا په پرتله جدي وي.
د حل لپاره څو بنسټیز ګامونه اړین دي. لومړی، د ګډ استخباراتي همغږۍ شفاف میکانیزم باید جوړ شي څو د شکونو فضا کمه شي. دوهم، سرحدي مدیریت باید له پوځي تمرکز نه واوړي او د سوداګرۍ، تګ راتګ او انساني تعامل اسانتیاوې پکې شاملې شي. درېیم، سیمه ییز اقتصادي پروژې کولی شي ګډې اقتصادي ګټې رامنځته کړي او د امنیتي رقابت پر ځای اقتصادي انحصار زیات کړي. څلورم، د دیني عالمانو، قومي مشرانو او مدني ټولنو رول د ټولنیز باور په بیا رغونه کې مهم دی.
له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۵ پورې د افغانستان او پاکستان ترمنځ امنیتي وضعیت د څو سطحي عواملو محصول دی. د پوځي تګلارو، نړیوالو مداخلاتو، قبایلي عملیاتو، ډرون بریدونو، داخلي سیاسي شخړو او اقتصادي بحرانونو مجموعه نننی پیچلی وضعیت رامنځته کړی دی.










































