په معاصره نړۍ کې د پاکستاني جنايتکار پوځ کړنې په ځانګړي ډول د سيمهايزو شخړو په تړاو، او په فلسطین کې د صهيونيستي رژيم پاليسۍ له يوې سرچينې څخه الهام اخلي، دواړه متجاوز پوځونه د يوې ادارې کارمندان دي او د دواړو مدير يو دی. که څه هم دا دواړه بنسټونه يو تر بله د دښمنۍ شعارونه زمزمه کوي، خو شعوري خلک پوهېږي چې دواړه پوځونه په ایډیالوژیکي او عملیاتي لحاظ کوم د پام وړ اختلاف او توپير نه لري.
د استبداد ژبه او اشغالګرانه چلند شباهت يې له هېڅ چا پټ نه دی، لکه څنګه چې په فلسطین کې د مسلمه امت يوه لويه برخه د صهيونيزم د کمپ تر محاصرې لاندې ده، همداراز د پاکستان متجاوز پوځ محکوم قومونه (پښتانه او بلوڅان) تر خپلې محاصرې لاندې نيولي دي. د دواړو جنايتکارانو شباهت او ورته والی په څو کليدي ټکو کې د پام وړ دی، چې په لاندې څو برخو کې يې راغونډوو:
۱. د خپلو ولسونو شتمنۍ غصب کول او د معاشي سرچینو کنټرول خپلول
لکه څنګه چې صهیونیستي رژیم په فلسطین کې د خپلو مرکزونو په پراخولو سره د فلسطینیانو شتمنۍ او ځمکې لاندې کړې دي، همداسې د پاکستان پوځ هم د “ڈیفنس ہاؤسنگ اتھارٹی” او نورو پوځي بنسټونو له لارې په لویه کچه د ولسي خلکو، په ځانګړې توګه په سیند، بلوچستان او خيبر پښتونخوا کې د خلکو شخصي شتمنۍ او ځمکې غصب کړې دي. دواړه پوځونه له غصب کړو ځمکو څخه د یوې اقتصادي او ستراتیژیکې وسلې په توګه کار اخلي.
۲. اجباري بې درکه کول، زنداني کول او اعدامول
د صهیونیستانو تر ټولو لویه نښه د فلسطینیانو بې موجبه نیول او په زندانونو کې ساتل او بيا اعدامول دي، لکه څنګه چې د اسرايیلو پارلمان یو قانون تصویب کړی، چې له مخې یې هغه فلسطینیانو ته چې اسرايیلیان ووژني، د اعدام سزا ورکول کېږي. په ورته ډول، په پاکستان کې د “ورکو شویو کسانو” مسئله یوه لویه تراژیدي ده.
په زرګونو بلوڅ او پښتانه ځوانان د پوځ لخوا پورته شوي او کلونه کلونه یې هیڅ درک نه لګیږي. همداراز د ټي ټي پي سره د خپلولۍ په اساس ډېری بې ګناه خلک نيول کېږي او وروسټه د جعلي مقابلو تر عنوان لاندې په مرموز ډول وژل کېږي. دا په دواړو ځایونو کې د ویرې خپرولو یو سیستماتیک میکانیزم دی.
۳. ډله ایزې سزاګانې
صهیونیستان د یو تن د عمل په بدل کې د ټول کلي کورونه نړوي. د پاکستان متجاوز پوځ هم په پښتونخوا (لکه وزیرستان او نورو سیمو) کې د “ټیمپل آف ډوم” تر عنوان لاندې د کورونو د نړولو او مارکېټونو د سوځولو عملیات ترسره کړي دي. د یوې پېښې په غبرګون کې د ټولې سیمې خلک په نښه کول او د هغوی معاشي سرچینې له منځه وړل د دواړو ګډ صفت دی.
۴. پوځي چيک پوسټونه او زورونې
لکه څنګه چې غزه او د لویدیځې غاړې سیمې د صهیونیستي رژيم لخوا په چيک پوسټونو او امنيتي کمربندونو کې محاصره شوې دي او مېشت خلک يې زورول کېږي، همداراز په قبایلي سیمو او بلوچستان کې هم پاکستاني جنايتکار پوځ په هر ګام کې چیک پوسټونه جوړ کړي دي. هلته د ولسي خلکو تګ راتګ محدود دی او له هغوی سره د خپلو سیمو دننه د پردیو یا مجرمینو په څېر چلند کیږي.
۵. ایډیالوژیکي پروپاګند او د دښمنانو ډېرول
په ورته ډول، دواړه پوځونه د خپلو اعمالو د توجیه لپاره له مذهبي او نشنلیستي شعارونو کار اخلي. صهیونیستان ځانونه د “يهودي قوم” مدافعین بولي او د پاکستان پوځ ځانونه د “اسلام او مسلمانانو” مدافعين او د هیواد یوازیني مالکان ګڼي. هر هغه څوک چې د دوی د ظلم او جنايت په وړاندې غږ پورته کوي، هغوی د «فتنة الخوارج» او «شري کړيو» په نامه يادوي.
۶. په سیاست او اقتصاد کې غیرقانوني مداخله
لکه څنګه چې په اسراییلو کې د صهيونيزم د پوځي نظام ګټې پر ولسي ژوند غالبه دي، همداسې په پاکستان کې هم متجاوز پوځ له کارخانو نیولې تر سیاسي ټاکنو پورې، په هره کوچنۍ او غټه قضيه کې خپل لاسونه دننه کړي، ترڅو د ولسي ملاتړ په مټ اسلامي نظام رامنځته نشي.
لنډه دا چې، که څه هم پاکستان د اسلام کلا بلل کېږي، خو د خپل ولس (پښتنو، بلوڅو او سندیانو) په وړاندې د متجاوز پوځ چلند د یو “اشغالګر قوت” څخه هیڅ کم نه دی. د ظلم، غصب او بې درکه کولو هغه طریقه چې صهیونیستان یې په فلسطین کې کاروي، د پاکستان مزدور پوځ یې په خپله خاوره کې د خپلو هغو ولسونو په وړاندې کاروي چې د خپلو حقونو غوښتنه کوي. دا ورته والی ښيي چې د استبداد ژبه او اشغالګرانه چلند په هر ځای کې یو شان وي.











































