خوږ صورته، منور او د محمدي اخلاقو څښتن شهید سعید سمیع الله انس تقبله اللّٰه د محمد حنیف زوی د وردګو ولایت، سیدآباد ولسوالۍ د خواجه سندآور بابا په کلي کې په ۱۳۷۸/٥/١٥ه. ش کال په یوې دینداره او جهاد پاله کورنۍ کې دې فاني نړۍ ته سترګې پرانیستې.
شهید انس ابتدائي زده کړې د خپل کلي په حضرت عثمان منځني ښوونځي کې ترسره کړې، نوموړي د عصري زده کړو تر څنګ دیني زده کړې هم د خپل کلي په حضرت نعمان بن ثابت مدرسه کې له شهید مولوي حمدالله عثمان تقبله الله څخه تر پنځمې درجې پورې ولوستې.
د نوموړي شهید د ورور، حاجي محمد عثمان د وینا له مخې، د وردګو په ولایت کې د اشغالګرو او د هغوی د اجیرو ملېشو وحشتونه او ظلمونه په اوج کې وو، د مسلمه امت په دغه يوه ټوټه ځمکه اورونه بل وو، د غربیانو وحشي ملېشو هر څه له ستوني تېرول، چې د دغه وحوشو ښکار زموږ کورنۍ هم وګرځېده، د کاکا د زامنو په شمول یې، سرګروپ مولوي حمدالله عثمان له پنځو نورو ملګریو سره ټول شهیدان کړل، همدا لامل و؛ چې شهید انس نور خپل کتابونه بند کړل او د خپلې ایماني او جهادي مینې له مخې یې د خپل عمر په ۱۶م کال د جهاد په تودو سنګرونو ور ګډ شو او د خپل سپېڅلي ژوند په ۲۴ م پسرلي کې د خپل پاک رب له لورې په الهي ډالۍ ونازول شو او د شهادت جام یې نوش کړ، نحسبه کذالک والله حسیبه.
شهید سمیع الله انس خپل ژوند په جهاد او مبارزه کې تېر کړ، د مجاهدینو په مختلفو تشکیلاتو او معرکو کې یې برخه واخسته، په خپلې ولسوالۍ کې یې د داخلي او بهرني دښمن سره د سخت مقاومت تر څنګ د وخت د خوارجو پر وړاندې په جلال آباد ولایت کې په پوره مېړانه جهاد او مبارزه وکړه، تر دې چې د فتحې په لومړیو وختونو کې له نورو ملګرو سره د کابل په سردار محمد داود خان (څلورسوه بستریز روغتون) کې په نظامي خدمت بوخت شول او حفاظتي چارې یې په مخ وړلې.
کله چې د اسلام او هېواد دښمنانو داعشي فتنه ګرو، په یاد روغتون برید وکړ، شهید انس د خلکو د ساتنې لپاره له خوارجو سره کلکه مبارزه وکړه، تر آخرې سلګۍ ورسره وجنګېد، تر دې چې سپېڅلی روح یې خپل رب جل جلاله ته نذرانه کړ او شهید شو، روح یې ښاد یاد یې تل تر تله.
د شهید انس ورور حاجي رفیع الله عثمان د ده د ژوند یوه خاطره بیانوي، وایي: په سفر تللی وم؛ د شهید سمیع الله جان جلال آباد ولایت ته د داعشي فتنه ګرو پر وړاندې د دوهم تشکیل درې میاشتې وتلې وې، ناڅاپه زموږ د یو څو ملګرو او کلیوالو د شهادت خبر راغی، چې تر څنګ یې د ده د شهادت ګرمه اوازه هم ورسره وه او داسې ویل کېدل چې پر ده او څو نورو ملګرو یې تر چاپې وروسته مرکزونه هم ور چپه شوي او تر خاورو لاندې پراته دي.
کلیوالو مې راته زنګ وواهه، چې سمیع الله هم شهید شوی او له څو ورځو راهیسې هلته تر خاورو لاندې پروت دی، ما پرېکړه وکړه، چې باید کور ته ولاړ شم او د شهید د جسد د را انتقالولو لارې چارې ولټوم، کله چې کور ته راغلم تر پنځمې شپې پورې په همدې فکر کې وم، چې په څه طریقه یې راوړم؟!
خو ناڅاپه یوه شپه زموږ د کلا د یوې خونې دېوال ټک، ټک شو، دا زموږ د کورنۍ، شهید انس او نورو مجاهدینو ملګرو ترمنځ پټ شیفر و، یعنې که یاد دیوال به وټکول شو، نو مطمئن به وو، چې تر دېوال شاته کس مو خپل ملګری دی، نو زه د دروازې په لورې ورغلم او دروازې ته مې غوږ ونیوه، چې تر شا کس را غږ کړ: انس یم!!!
ما په ډېره بیړه دروازه خلاصه کړه، ده راغبرګه کړه: ویل یې حاجي ګله ته څنګه را پیدا شوې؟ دواړو یو بل په غېږ کې کلک سره ونیول، په سبا چې د کلي خلک او ملګري خبر شول هېچا نه منله چې انس ژوندی دی او ټولو ته د یوه معجزه په ډول ښکارېدله.
شهید انس چې د ملګرو تر منځ په اخلاص صداقت او راز ساتلو کې ځانګړی نوم او مقام درلود، د خپلې ډېرې زړورتیا له مخې تل د ملګرو سرلاری پاتې شو، تر دې چې شپه به یې د ماینونو په خښولو تېره کړه او بیا به یې د ورځې ښه په مېړانه کمینونه نیول، نوموړي د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره په مختلفو ځایونو کې خدمتونه وکړل او په آخري ځل د سردار محمد داود خان روغتون کې په نظامي خدمت بوخت و، چې د ۱۴۰۰ لمریز کال د ۸ مې میاشتې پر ۱۱ نېټه یې د شهادت جام وڅښه.