افغانان په دې بختور دي، چې الله تعالی په هره زمانه کې دوی د تيري کوونکو په خلاف په مختلفو اشکالو دمبارزې ډګر ته را ايستلي دي او هر متجاوز یې د دوی په مټ له شکست سره مخ کړی دی.
تر اوسه ددې لپاره چې د يرغل مخه ټوله او اسلامي نظام حاکم شي؛ افغانان په سنګرونو کې اوسيده، اوس بیا له پرديو يرغلونو څخه داسلامي خاوري، پولو او سرحداتو ساتنه کوي، چې دې عمل ته «رباط» ویل کېږي او د رباط په اسلام کې ځانګړی فضيلت بيان شوی ده: رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي: د الله تعالی په لاره کې د رباط يوه ورځ له دنيا او هغه څه چې په دنيا کې دي غوره ده. (البخاري)
او د صحيح مسلم په روايت کې داسې راغلي دي:
 «يوه ورځ او يوه شپه رباط د يوې مياشتې له روژې او قیام غوره دی، که مجاهد د رباط په حال کې مړ شي؛ د عمل ثواب يې بيا هم جاري وي او که ژوندی وي رزق به يې جاري وي او له «فتان» يعني د قبر عذاب يا له فتنو څخه به په امن کې وي».
امام نووي رحمه الله وايي: له مرګه وروسته بيا هم د عمل دوام يوازې د مرابط مجاهد ځانګړتیا ده، چې بل هيڅ څوک ورسره په دې کې شريک نه دی. له صحيح مسلم پرته په نورو کتابونو کې په واضحه توګه دا ليکل شوي دي: د هر انسان په عمل دده تر مرګ وروسته د اختتام (پای) مهر وهل کيږي، مګر يوازي مرابط مجاهد دی چې عمل به يې وروسته له مرګه هم جاري وي. (په صحيح مسلم د امام نووي رحمه الله حاشيه)
ابو عزام عراقي په يو وصيت کې مجاهدينو ته دا توري ليکلي وو: « دالله تعالی په لار کې (رباط) د کعبې او بیت المقدس تر مجاورت (ګاونډيتوب) غوره دی، ابو هريره رضي الله تعالي عنه وايي: د الله تعالی په لار کې د رباط يوه شپه ماته د حجر اسود په څنګ کې دشپې تر صلاة تهجد ډيره غوره ده. ګورئ! ابوهريرة رضی الله عنه په بهتره مکان کې تر بهتره عبادت د رباط يو شپه ښه وبلله.»
اوسمهال چې د اسلامي امارت سرتیري د سرحداتو او پولو ساتنه کوي؛ ددې ترڅنګ چې له پورتني فضيلت څخه برخمن دي، يو دروند مسؤلیت هم ور له غاړې دی؛ ځکه دوی د هيواد هغه مهمې نقطې کنټرولوي چې لومړی له يرغلونو سره مخ کيږي، دغه کسان خپل کار ته ځکه بايد د کار په سترګه وګوري؛ چې دوی په سرحداتو له بې ساري اسلامي نظام او غیور مسلمان ملت څخه دفاع کوي، دوی د نورو فوځي ځواکونو په شان نه دي چې له خپلو طاغوتي نظامونو څخه ددفاع په خاطر سرحدونه کنټرولوي.
دوی بايد په دې لاره کې پوره استقامت او نظارت ته پاملرنه وکړي او خپل کار بايد د تېر عملي جهاد په څېر د ځان لپاره مسؤلیت او ځانکړې فریضه وګني، ځکه د دوی په کمه اندازه غفلت سره کله هيواد له لوی خطر سره مخامخ شي او ددوی د پوره بيدارۍ او ښه استقامت په صورت کې به هم نظام ګټينګښت مومي او هم به هيواد له خطره په امن کې وي.
 
 



























 
 















