د بدر له غزاء د اخیستل شویو درسونو په تداوم نن څو نور درسونه او عبرتونه هم ستاسو مخته ږدو:
۱۶:- له کفارو څخه مرسته غوښتل:
کله چې د بدر د غزاء لپاره لیکې برابرېدې، نو یو مشرک هم په لیکو کې شامل شوی وو، دغه مشرک رسول الله صلی الله علیه وسلم له صف نه واېست، خو هغه ایمان راووړ او بیرته په صف کې شامل شو، د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه کړنلاره دا خبره جوتوي، چې مسلمان حاکم کولای شي کافر د مسلمانانو په عامه امورو کې وکاروي او کار ترې واخلي، خو چې دا لاندیني شرائط وجود ولري:
۱: د مسلمانانو مصلحت به پکښې وي
۲: د کافر مرسته به په دعوتي چارو کې نه وي
۳: کامل اعتماد به ترې اخلي او ځان به باوري کوي
۴: دغه کافر به د اسلامي قیادت تابع وي
۵: تر همدې اسلامي قیادت لاندي به وي، یعنې قائد به نه وي
۶: دا مرسته به د مسلمانانو په زړونو کې شبهات نه راپاروي
۷: د کافر مرستې ته به شدیده اړتیا وي.
ددغو شرائطو په اساس ویلای شو، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د مشرک تلل ځکه نه خوښول، چې هیڅ اړتیا ورته نه وه، یعنې اخېرنی شرط پکې مفقود و، خو د هجرت پر مهال چې دوی مشرک عبد الله بن اریقظ د مرستې لپاره اجاره کړی وو، هغه ددغه شرائطو واجد و او هغه مهال سخته اړتیا هم وه.
۱۷:- داچې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د جنګ د ډګر څنګ ته یو څپری جوړیږي، ځیني اړین درسونه ترې اخیستل شوي، چې د امت قائدینو او سالارانو ته مفید دي:
الف: د جنګ په ډګر کې سالار باید په یوه لوړه نقطه د لښکر په حرکاتو باندي مشرف وي، ترڅو د جنګ په جریان کې قومانده په اسانه او ښه توګه وکړلای شي، همدا د رسول الله صلی الله علیه وسلم او ملکرو کړنلاره یې ده.
ب: په سالار باید ډېر پام وشي، د سالار شهادت د تمام لښکر لپاره د مایوسۍ لامل ګرځېدلای شي، نو لښکر ته پکار ده، چې د ساتنې لپاره یې یو ګروپ او قطعه تشکیل کړي، تر څو یې ښه ساتنه وکړي، لکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره چې د سعد بن معاذ رضی الله عنه تر مشرۍ لاندي ساتونکې قطعه جوړه شوه.
د بدر په شپه د اسلام په لښکر یو عجیب خوب راغی، چې هیڅ د ویرې احساس یې نه کاوه، سیرت پوهان ددې خوب (نعاس) دوه وجهي یادوي:
لومړۍ دا چې دوی پرلپسې مزل کړی وو، نو طبعا ستړي وو، متعال رب خوب پرې راووست، ترڅو یې ستړیا ختمه شي او د سهار لپاره قوي شي.
دوهم دا چې ترڅنګ دي دښمن مېشت وي، نو سړی طبعاً د ویرې احساس کوي، خو په دوی چې خوب راغی، دغه احساس یې له زړونو څخه لري شو.
دوهم باب: له نښتې تر پایه:
۱:- درسول الله صلی الله علیه وسلم جنګي خط ډېر بریالی وو، چې حتی تر دې وړاندې د عربو په جنګونو کې هیڅ مروج نه وو، مسلمانانو د لمانځه د صفونو پڅېر صفونه جوړ کړل، لومړی صف د نېزه بازانو وو، دوی د دښمن د سپرو د هجوم مخنیوی کاوه، دویم صف د غشي ویشتونکو و، ددغه خطې ګټې دا وې، چې د کفارو په نظر کې مسلمانان په نظم او ډسپلین مراعاتونکي ښکاره شول او وېره یې د پخوا په پرتله نوره هم زیاته شوه، جالبه لا دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له ځان سره د لښکر کمه برخه ساتلې وه، که یو ځای کې تشه رامنځته کېده، نو ده به له همدغې برخې کمک ور لېږه، یا که به په کوم ځانګړي وخت کې یو کمین اړین ورته ښکاره شو، نو د کمین لپاره به یې لېږه، دا قوت دښمن نه وو فرض کړی، چې کله به یې سترګې پرې ولګېدې، نو مراندې به یې سستې، او عزمونه به یې وشلېدل.
دا طریقه تر نورو ځکه اغېزناکه وه، چې صفونه د مقابل لوري په وړاندي د محکم دېوال، او دنګې، محکمې ماڼۍ حیثیت لري، چې ړنګول یې ناممکن وي، همداراز رسول الله صلی الله علیه وسلم د جنګ د پیل نه وړاندې صحابه کرامو ته وویل، چې کله د کفر لښکر رانږدې شو، نو بیا وارونه پرې وکړئ او کله چې لښکر ستاسو په صف کې داخل شو، نو بیا د تورې وارونه پرې وکړئ، همداراز د غشي په ویشتلو کې پام کوئ، یعنې اسراف مه پکې کوئ.
دا لارښوونې د یو تکتیکي جنرال او جنګي افسر نه دي، بلکې د نبي دي، چې متعال رب له رسمي تعلیم، پخې تجربه پرته د هغه په عقل باندي اورولې دي او په خپل دښمن یې یوه بې سارې بریا ورپه برخه کړه.
۲:- موږ ولوستل چې سواد بن غزیه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په نېزه ولکېده، کله چې هغه صلی الله علیه وسلم صفوف برابرول، نو سواد ورته وویل چې زه بدله اخلم، رسول الله صلی الله علیه وسلم اجازه ورکړه، خو سواد ددې په ځای چې بدله واخلي، د هغه مبارک جسد یې ښکل کړ، له دې کیسې او د سواد له دې کړنې د امت لپاره موږ ځیني درسونه راخلاصه کړي دي:
الف: په اسلام کې نظم مراعاتول له اسلافو یو راپاته عمل دی، چې په هر ډګر کې سړی د بریا تر پولو رسوي.
ب: اسلام د عدل دین دی، د أشرافو او غیر أشرافو ترمنځ د تعالي او تدني نسبتونه نشته، اسلام ټولو ته یو ډول حقوق ورکړي.
ج: د لښکر سپاهی باید له خپل سالار سره یې په معنوي تار پېیلی وي، او د زړه له تله مینه ورسره ولري، همدا راز د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک جسد سپېڅلی دی، چاچې ښکل کړی، یا یې لاس ورسره لګولی، هغوی یو ویاړ ترلاسه کړی دی.
د: له نامه پورته د سړي بدن عورت نه دی، که عورت وای نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به سواد ته دا موقع په لاس نه وای ورکړې، چې نس یې ښکل کړي.