د انساني قاچاق نړیوال عاید (۲)
د نړیوالو مستندو راپورونو او څېړنو له مخې، داعش د انساني قاچاق له لارې سلګونه میلیونه ډالر عاید ترلاسه کړي، په ځانګړي ډول د هغوی د ځواک د اوج پر مهال (۲۰۱۴–۲۰۱۷)، دغه مالي عواید د دې ډلې لپاره نه یوازې د وسلو او تجهیزاتو د برابرولو اساسي سرچینه وه، بلکې د هغوی د تبلیغاتو، د خلافت د ادارې او بهرنیو عملیاتو د تمویل یوه حیاتي برخه یې هم جوړوله.
د داعش یو له مهمو او شومو عایداتي فعالیتونو څخه د ایزدي ښځو او نجونو قاچاق و. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ، یونېسف او د تروریزم د تمویل ضد څېړنیزو مرکزونو د راپورونو له مخې، داعش د ۲۰۱۴ نه تر ۲۰۱۶ پورې یوازې د ایزدي ښځو او نجونو د اختطاف، استثمار او خرڅلاو له لارې شاوخوا ۲۰ تر ۴۰ میلیون ډالر عاید ترلاسه کړي، دغه ښځې به د داعش وسلهوالو له خوا تښتول کېدې او د جنسي غلامۍ بازارونو ته به وړاندې کېدې.
برسېره پر دې، داعش د عمومي انساني قاچاق له طریقو هم پراخې ګټې ترلاسه کړې، د نړیوالو راپورونو له مخې، په دې فعالیتونو کې جنسي استثمار، جبري کار، د ماشومانو ګمارنه د جګړې لپاره او غیرقانوني مهاجرت شامل و، د Financial Action Task Force (FATF)، Counter Extremism Project، او Global Initiative Against Transnational Organized Crime راپورونه څرګندوي چې داعش له دغو فعالیتونو څخه هر کال له ۲۵ تر ۱۰۰ میلیونو ډالرو پورې عاید درلود. دغه رقم د داعش د کلنۍ بودیجې له ۱۰٪ تر ۳۰٪ پورې جوړول.
د TIP Report او UNODC د راپورونو پر بنسټ، داعش د انساني قاچاق له لارې نه یوازې عواید ترلاسه کول، بلکې د دې لارې یې له افراطي ملاتړو څخه هم مالي مرسته ترلاسه کوله، د جنسي استثمار ویډیوګانې، انلاین اعلانونه، او له Dark Web څخه استفادې، دې ډلې ته دا زمینه برابره کړې وه چې د خلکو له استثمار څخه د یوه سوداګریز بازار په توګه ګټه واخلي.
د داعش د قاچاقي عملیاتو یوه بله مهمه ځانګړنه دا وه چې هغوی به د جعلي اسنادو، جعلي مهاجرتي اسنادو، او پټو قاچاقي لارو له لارې قربانیان له منځني ختیځ څخه اروپا، افریقا او آسیا ته لېږدول، دې ډول اقداماتو نه یوازې د داعش مالي عواید زیاتول بلکې د سیمې د بې ثباتۍ او د مهاجرتي بحران د پراخېدو سبب هم کېدلو.
د انساني قاچاق د مدیریت لپاره داعش له پرمختللو انلاین وسایلو کار اخیست، له تلګرام، فېسبوک، واټساپ او Dark Web څخه استفاده کېده څو قربانیان اعلان، خرڅ او انتقال شي. دا شبکه دومره منظم او پټه وه چې د ترهګریزو مالي منابعو د تعقیب نړیوال سیستمونه یې له ستونزو سره مخ کړي وو.
په پای کې، د نړیوالو مؤثقو راپورونو له مخې، داعش د انساني قاچاق له لارې د خپلو کلني عوایدو یوه لویه برخه تأمینوله، چې په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو، ماشومانو او غیرقانوني مهاجرو له استثمار څخه لاسته راتله. دا عایدات د ۲۰ تر ۱۰۰میلیون ډالرو ترمنځ اټکل شوي، او دې مبلغ د داعش د جګړهيیزو او تبلیغاتي فعالیتونو د تمویل لپاره حیاتي رول درلود.