د داعش خونړی اقتصاد: د یوې تکفیري ډلې د مالي نظام څېړنه
داعش د لوټ او چور پر بنسټ د یو اقتصادي نظام په جوړولو سره، د غیرانساني مالي نظام یوه روښانه بېلګه وړاندې کړه. دغه تکفیري ډله، چې ځان د اسلام مدافع ګڼي، په عمل کې د غیرقانوني فعالیتونو پراخه شبکه جوړه کړه او داسې مالي تشکیلات یې رامنځته کړل چې د هر ډول اسلامي او انساني اصل سره په ټکر کې وو.
د داعش د ځواک په اوج کې، دې ډلې په عراق او سوریه کې د تېلو ساحې ونیولې او د سیمې له سترو قاچاقچیانو څخه شوه، دوی هره ورځ لسګونه زره بیرله تېل استخراجول او په تور بازار کې یې پلورل. د پام وړ خبره دا وه چې د دغو قاچاق شویو تېلو یوه برخه پر هغو دولتونو پلورل کېده چې داعش ورسره ظاهراً په جګړه کې و، دا ښکاره تضاد دا ثابتوي چې د دې تکفیري خوارجو ډلې د مشرانو لپاره ایډیالوژي یوازې د مالي ګټو لپاره پوښښ وه.
له بلې خوا، د داعش د عوایدو یوه بله څرګنده لار، په نیول شویو ښارونو کې پر بانکونو او مالي ادارو بریدونه وو. د موصل په څېر لویو ښارونو د نیولو پر مهال، دې ډلې په چټکۍ سره د بانکونو شتمنۍ لوټ کړې، دغه غلا شوې پیسې سمدستي د وسلو او پوځي تجهیزاتو د پېرلو لپاره کارېدې، څو د تاوتریخوالي او ترور کړۍ پر مخ ولاړه شي. دا کړنې څرګندوي چې داعش د اسلامي دولت په څېر نه، بلکې یو منظم مالي-نظامي باند و.
یو بل اقدام چې د نړیوالو پراخ اعتراضونه یې راوپارول، د لرغونو او تاریخي اثارو ویجاړول او خرڅول وو، داعش په موزیمونو او تاریخي ځایونو بریدونه کول او ارزښتناکه آثار یې یا له منځه وړل او یا یې په لوړه بیه نړیوالو دلالانو ته پلورل. دا فرهنګي جنایت نه یوازې د بشریت میراث په نښه کړ، بلکې دا یې هم ښکاره کړه چې د داعش لپاره پرته له پیسو او ځواک بل هېڅ ارزښت نشته.
په هغو سیمو کې چې د داعش تر ولکې لاندې وې، دغه ډله د عوایدو د ترلاسه کولو له هېڅ لارې پر شاه نه شوه. له بېوزلو خلکو څخه د درنو مالیاتو اخیستل، د باج لپاره تښتونې او آن د ښځو او نجونو د جنسي غلامانو په توګه پلورل وو، دغه اعمال ښکاره کوي چې یوه ډله څنګه د اسلام تر نامه لاندې، په بشپړ ډول د اسلامي او انساني ارزښتونو پر خلاف عمل کولی شي.
خو اساسي پوښتنه دا ده چې دا ډول اقتصادي نظام څنګه وتوانېد څو کاله دوام وکړي؟ ځواب یې باید د نړیوالې ټولنې په پټو ملاتړونو او چوپتیا کې ولټول شي، د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي چې د سیمې ځینو هېوادونو په مستقیم او غیرمستقیم ډول له دې ډلې سره مرسته کوله، د بانکي شبکو له لارې داعش ته د پیسو لېږد او د قاچاق تېلو پېرودنه د سیمهیزو سوداګرو له لوري، د دې ډلې د فعالیتونو دوام یقیني کاوه، دا څرګندوي چې د ویجاړوونکو او تکفیري ډلو اقتصاد د سیمې د پیچلو سیاسي معادلو یوه برخه وه او ده.
د دې غیرانساني مالي نظام څېړنه څرګندوي چې داعش د اسلامي دولت په توګه نه، بلکې د جنایت او چور یو منظم باند و چې میاشتنی عاید یې د لسګونو میلیونو ډالرو په کچه و. دوی له هر فرصت څخه د پیسو د لاسته راوړلو لپاره استفاده کوله، د محاصره شویو خلکو لپاره د اوبو او برېښنا پلورلو څخه نیولې، تر د بدن د غړو تجارت پورې. د داسې پدیدې پر وړاندې مبارزه نړیوال هوډ غواړي، چې هم یې مالي سرچینې پرې کړي او هم د جوړېدو فکري او سیاسي بنسټونه له منځه یوسي.
دغه ترخه تجربه موږ ته دا درس راکوي چې څنګه یوه ډله د دین تر پوښښ لاندې، تر ټولو بېرحمانه مالي او انساني جنایتونه ترسره کوي او د بېګناه خلکو شتمنۍ لوټوي.