د افغانستان په معاصر تاریخ کې د ثور اتمه هغه مهمه او تاریخي ورځ ده چې د افغان ولس د نه ستړې کېدونکي مقاومت، قربانیو او مېړانې نښان بلل کېږي. دا ورځ له افغانستان څخه د شوروي اتحاد د سرو لښکرو د وتلو سره برابره ده.
دا ورځ نه تنها د یوې پوځي جګړې پای ته رسېدل دي، بلکې د یوه ملت د ارادې، عقیدې او خپلواکۍ د ساتنې ستر سمبول هم ګڼل کېږي.
شوروي اتحاد په ۱۳۵۸ لمریز کال کې پر افغانستان یرغل وکړ او هڅه یې وکړه چې په دې هېواد کې خپل نفوذ ټینګ کړي او کمونیستي نظام ته دوام ورکړي. دا یرغل چې د نړیوالو سیاسي رقابتونو یوه برخه وه، د افغانستان لپاره ډېر دروند تمام سو. په دې لس کلن یرغل کې په لکونو افغانان شهیدان شول، میلیونونه نور کډوال شول، کلي او ښارونه ویجاړ شول او د هېواد بنسټیزې زیربناوې له منځه ولاړې.
شوروي ځواکونو نه یوازې پوځي عملیات ترسره کول، بلکې د افغانانو پر دیني، کلتوري او ملي ارزښتونو یې هم بریدونه وکړل. هغوی هڅه کوله چې د کمونیستي ایډیالوژۍ د خپرولو له لارې د افغان ټولنې فکري جوړښت بدل کړي، خو دا هڅې د افغان ولس د قوي ایمان او کلتوري هویت پر وړاندې ناکامې شوې.
د دې یرغل پر وړاندې افغان ولس په ډېرې مېړانې او قربانۍ سره ودرېد. د دوی مقاومت یوازې پوځي نه و، بلکې دا د عقیدې، ازادۍ او خپلواکۍ لپاره یوه مقدسه مبارزه وه. د افغانستان غرونه، درې او کلیوالي سیمې د مقاومت په مرکزونو بدلې سوې او د ولس هر قش له ځوانانو نیولې تر سپین ږیرو، په دې مبارزه کې برخه واخیسته.
په پای کې د افغان ولس بې ساري مقاومت دې ته لاره هواره کړه چې شوروي اتحاد له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي. د ۱۳۶۷ کال د ثور په اتمه نېټه، د شوروي پوځونو وروستۍ قطعه له افغانستان څخه ووتله، او دا ورځ د افغان ولس لپاره د بریا او ویاړ ورځ وګرځېده.
دا بریا یوازې د یوه ځواکمن نظام پر وړاندې د یوه کمزوري هېواد بریا نه وه، بلکې دا د حق پر باطل، د ایمان پر الحاد او د ازادۍ پر اشغال بریا وه. د شوروي اتحاد ماتې نه یوازې په افغانستان کې د هغوی حضور پای ته ورساوه، بلکې د دې ستر ځواک د کمزوري کېدو او وروسته د ړنګېدو پیل هم وګرځېد.
نن ورځ، د ثور اتمه موږ ته دا را یادوي چې که یو ملت متحد، باایمانه او پر خپل هدف کلک ولاړ وي، نو کولای سي د هر ډول یرغل او ظلم پر وړاندې ودرېږي او بریا ترلاسه کړي. دا ورځ موږ ته د خپلو شهیدانو د قربانیو یادونه کوي او موږ ته دا مسؤلیت راپه غاړه کوي چې د خپل هېواد ازادي، خپلواکي او ارزښتونه وساتو.
په پای کې، د ثور اتمه د افغان ولس د تاریخ یوه زرینه پاڼه ده، چې تل به د ازادۍ، مېړانې او قربانۍ په نوم ژوندۍ پاتې وي.










































