د سلطان محمد فاتح لیک ته د مکې مکرمې ځواب
ستاسې لیک مو په ادب سره خلاص کړ او د حجاز او عرب د خلکو په وړاندې مو د کعبې شریفي ترڅنګ ولوست، موږ ولیدل چې په دې لیک کې د قرآن کریم آیتونه شامل دي، چې د مؤمنانو لپاره شفا او رحمت دی. موږ د دې معنا کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د معجزې څرګندېدل وموندل، هغه دا چې د قسطنطنیې د ولکې لاندې سیمې تسخیر شوې، چې شهرت یې په وګړو کې خپور دی.
د احاطې قوت یې په عامو او خاصو کې پیژندل شوی دی، موږ د الله تعالی شکر په ځای کړ، چې دا ستونزمن کار یې درته اسان کړی او بریا یې در په برخه کړې ده. موږ ډېر خوښ یوو، او په دې هم خوښ یوو چې تاسې د خپلو نیکونو طریقه راژوندۍ کړې ده، الله تعالی دې د هغوی روحونه ارام کړي او جنت یې ځای کړي، هغه څوک چې د پاکې ځمکې له اوسېدونکو سره یې مینه څرګنده کړې وه، موږ له تاسې مننه کوو.
د قسطنطنیې د فتحې لاملونه
د مسلمانانو په لاس د قسطنطنیې بریا او نیول کومه ناڅاپي پېښه نه وه، بلکې له پېړیو راهیسې دا هڅه روانه وه. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زېري د بشپړولو لپاره ډېرو نسلونو کوښښ کړی و، خو د بني عثمان د حکومت په وخت کې دا هڅې زیاتې او چټکې شوې، عثماني پاچاهان د اسبابو د ګټې اخیستنې په طریقه کلک ولاړ وو، محمد فاتح د داسې فکر پیروي کوله، چې د ده جهادي ژوند ترې بشپړ څرګندېده. هغه په دې آیت ډېر حرصناک و چې پرې عمل وکړي:
وَأَعِدُّوا لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ (الأنفال: ۶۰)
ژباړه: «او تاسې تر خپلې وسې زیات ځواک او تیار زین کړي اسونه د هغوی د مقابلې لپاره برابر کړئ.»
محمد فاتح پوهېده چې د دین د غلبې په خاطر باید زور او قوت وکارول شي، او په جګړه ایز چمتووالي کې ناغېړي ونه شي، هغه په جهاد کې د دې آیت عملي تفسیر وړاندې کړ، د قسطنطنیې د کلابندۍ لپاره یې قوي لښکر چمتو کړی و، او د هغه وخت مطابق یې د هر ډول وسلې په راټولولو کې سستي نه وه کړې، د بېلګې په ډول: توپونه، غشي، ویشتونکی، اس سپاره او نور.
د محمد فاتح په مشرۍ چې کوم لښکر قسطنطنیه کلابنده کړه، په چمتووالي کې یې ديني اصولو او قوانینو ته ځانګړې پاملرنه شوې وه، د هغوی روزنه په پاک ایمان، تقوا، امانتدارۍ او اخلاقو شوې وه، او په روزنه کې یې د کلکې اسلامي عقیدې انډول ساتل شوی و، د دې روزنې مشري رباني علماؤ کوله.
د افرادو په روزنه کې یې د الله تعالی کتاب او د نبوي سنتو لارښوونې تګلاره ګرځولې وې، دغه روزنه په داسې اصولو شوې وه چې: الله تعالی یو دی، شریک نه لري، نه له چا پیدا شوی او نه له ده څوک پیدا کېږي، هغه له ټولو کمیو او نیمګړتیاوو پاک دی، د لوړو کمالونو خاوند دی او هیڅ حد نه لري.
الله تعالی د هر شي پیدا کوونکی او د هر کار تدبیر جوړوونکی دی: أَلَا لَهُ الْخَلْقُ وَالْأَمْرُ (الأعراف: ۵۴)
ژباړه: «خبردار، خاص د الله تعالی لپاره پیدایښت او واک دی.»
الله تعالی د کایناتو د هر نعمت منبع دی، که هغه کوچنی نعمت وي او که لوی، ښکاره وي یا پټ:
وَمَا بِكُم مِّن نِّعْمَةٍ فَمِنَ الله (النحل: ۵۳)
ژباړه: «په تاسې هېڅ نعمت نشته مګر د الله جل جلاله له لوري دی.»