د ظهور ټولنیز او سیاسي شرایط
د داعش راڅرګندېدل د یوې معاصرې ویجاړوونکې پدیدې په توګه، د هغو سیاسي او ټولنیزو شرایطو له درک پرته نه شي تشرېح کېدای چې د دې ډلې د ودې او پراختیا زمینه یې برابره کړه. دغه ډله د بحرانونو او ناامنۍ په هغه چاپېریال کې راپیدا شوه چې د یوویشتمې پېړۍ په لومړیو لسیزو کې منځنی ختیځ ورسره لاس او ګرېوان وو. د دې پدیدې د کره تحلیل لپاره اړینه ده چې د هغو عواملو پېچلې او یو له بل سره تړلې کړۍ وڅېړل شي چې د یوه زنځیر په څېر یې د داسې یوې ډلې د راټوکېدو شرایط برابر کړل.
له مهمو عواملو څخه یو هم په ۲۰۰۳م کال کې د امریکایي ځواکونو له لوري د عراق اشغال و، چې د دغه هېواد سیاسي جوړښت یې په بنسټیز ډول بدل کړ. د اشغالګرو هغه تګلارې چې د پوځ د منحلولو او د بعث ګوند د غړو د سیاسي ډګر له منځه وړلو پر بنسټ ولاړې وې، د دې لامل شوې چې زرګونه پوځي افسران او دولتي کارکوونکي، چې ډېری یې د سني ټولنې غړي وو، له سیاسي او ټولنیزې صحنې ګوښه شي.
دې اقدام نه یوازې په عراقي ټولنه کې د نارضایتۍ پراخه څپه رامنځته کړه، بلکې ګڼ شمېر روزل شوي پوځي کسان یې هم د وسلهوالو مخالفو ډلو لیکو ته ورګډ کړل. د بېباورۍ فضا او د تبعیض هغه احساس چې د عراق د خلکو په منځ کې پیدا شوی و، د یاغي ډلو لپاره یې د جلب او جذب مناسبه زمینه برابره کړه.
هممهاله، د سوریې کړکېچ چې په ۲۰۱۱م کال کې پیل شو، د داعش د راټوکېدو او پراختیا لپاره د بل چټکوونکي عامل په توګه عمل وکړ. د سوریې په پراخو سیمو کې د دولتي بنسټونو ړنګېدو د واک داسې تشه رامنځته کړه چې داعش په ډېرې چټکۍ سره ډکه کړه. فرقهییزو شخړو او د اسد د حکومت له لوري د معترضانو سخت ځپلو د کرکې او غچ اخیستنې داسې فضا رامنځته کړې وه چې افراطي ډلې په اسانۍ سره ترې ګټه اخیسته. د سوریې ختیځې سیمې، په ځانګړي ډول د رقې ولایت، د داعش لپاره په خوندي پناهځای بدلې شوې او دې ډلې ته یې د فعالیتونو د پراختیا زمینه برابره کړه.
درېیم عامل د منځني ختیځ د ملي حکومتونو په ناکامۍ کې نغښتی و. پراخ فساد، د عامه خدمتونو په وړاندې کولو کې ناتواني او د مخالفینو ځپل، د خلکو باور پر مرکزي حکومتونو سخت کمزوری کړی و. په دغسې شرایطو کې داعش د لومړنیو خدمتونو په وړاندې کولو او د شریعت پر بنسټ د یوه حکومت د جوړولو په ادعا سره وتوانېد چې د ځايي خلکو د یوې برخې ملاتړ ترلاسه کړي. دې ډلې په هغو سیمو کې چې تر واک لاندې یې وې، اداري او خدماتي جوړښتونه رامنځته کړل او ځان یې د فاسدو حکومتونو د بدیل په توګه معرفي کاوه.
د عربي ځوانانو ترمنځ د هویت بحران او د پردیتوب احساس هم له هغو مهمو ټولنیزو عواملو څخه و چې د داعش د ودې لامل شول. نړۍوالتوب او له مدرنیته سره د دودیزو ارزښتونو ټکر د ځوان نسل په منځ کې د فکري سرګردانۍ او د ژوند د مانا بحران رامنځته کړی و. داعش د دین یو ساده او قاطع تعبیر وړاندې کاوه او د موخې او مانا ډک ژوند ژمنه یې ورکوله؛ هغه څه چې د ډېرو ځوانانو لپاره یې ځانګړی جذابیت درلود. دې ډلې د مذهبي احساساتو له پارولو او د څرګندو بهرنیو دښمنانو په انځورولو سره خپلو پلویانو ته یو درواغجن، خو ځواکمن هویت ورکاوه.
پر دې سربېره، د سیمهییزو او نړیوالو قدرتونو رول هم د یادونې وړ دی. په سیمه کې د نفوذ د پراختیا په پار د يو شمير هيوادونو سیالیو فرقهییز تاوتریخوالی لا پسې زیات کړی و. د دغو هېوادونو ځینو د بېلابېلو وسلهوالو ډلو له مالي او پوځي ملاتړ سره، په ناڅاپي ډول د افراطي جریانونو د پیاوړتیا زمینه هم برابره کړه. له بلې خوا، د منځني ختیځ په اړه د لوېدیځو هېوادونو هغه تګلارې چې تر ډېره د اقتصادي او امنیتي ګټو پر محور راڅرخېدې، د سیمې په بېثباتۍ کې یې ونډه لرله.
په پای کې، د معاصرو مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژیو رول هم له پامه نه شي غورځېدای. داعش د ټولنیزو شبکو او پرمختللو تبلیغاتي وسایلو په هوښیارانه کارونې سره وتوانېد چې خپل پیغام د نړۍ هر ګوټ ته ورسوي. دې ډلې له دغو وسایلو نه یوازې د ځواکونو د جلب او جذب لپاره، بلکې د خپلو مخالفانو په زړونو کې د وېرې او وحشت د خپرولو لپاره هم ګټه اخیسته.










































