په کلي کې یو داسې پست او کم عقله ګاونډی خامخا وي، خوار، او د بې وزلۍ پر تمامه وي، خو بیا هم بېځایه پړسېدلی ګرځي، پور هم اخلي او چا چې ښه ورسره کړي هغوی ته برګ برګ هم ګوري، چې ویني یې نو دده به له چا سره جګړه وي، خو خپله خطا هېڅکله نه مني، که چیرې د کلي کوم مشر ورشي، په مینه یې پر اوږه لاس کېږدي، خطاګانې ور په ګوته کړي، د سولې او جوړجاړي خبره ورسره وکړي، نو دی د خپل ځان د ښه ښودلو لپاره د ابن ابی د لارویانو هغه تاریخي جمله تکراروي چې، موږ خو د اصلاح غوښتنې خلک یو!
حال دا چې د دیوال شریک ګاونډي ژوند دومره ور تریخ کړي، چې هغه پر بائیکاټ مجبور کړي، خو کله چې دده خپل اولاد د هغه ګاونډي کور ته د تګ ټینګار وکړي، نو دا لیونتوره په جومات کې ودریږي او اعلان وکړي چې:
موږ ډېر انسان دوست خلک یو؛ ګاونډي سره مو اړیکې پرې کړې وې، خو د هغوی د ماشومانو په خاطر یې بیا رغوو!
یعني محتاج بیا هم دی نه، ګاونډی دی، خو په اصل کې دا بې عقله د نا اشنا چلونو او نخرو په ښودلو سره یې، خپل اصلي هدف خیرات ټولو ته مټې را نغاښتلي وي.
په اوسني وخت کې وکتل شي، په کفري هیوادنو کې اسرائیل او په اسلامي هیوادنو کې پاکستان د کم عقله ګاونډي هم کردار ښکاري، پاکستان څلور ګاونډيان لري، چې په هغوی کې یې له هند سره له پیله د جنجال اور بل دی، د خپلې ناکامې پالیسۍ له کبله یې د خپل وجود تر ټولو لویه برخه ـ بنګله دېش ـ د هند په غېږ کې وغورځوله او یو لک پوځیان یې هم ورته ژوندي تسلیم کړل.
دوم ګاونډی یې ایران دی، د اویا کالو په اوږدو کې یې د خپل ځان لپاره څه، چې د خپل اولس لپاره نه کومه ګټه اخیستې او نه یې کومه ګټه ور رسولې، شر یې ور رسولی او ترې اخیستې یې هم دی. دریم ګاونډی یې چین دی، د چین د دې کمزورۍ له امله چې لوېدیځ ته مستقیمه لار نه لري، یارانو ښه ډير لوټ کړ، د هغه د مجبورۍ څخه په استفاده یې شل کاله د چین څخه هر څه تر لاسه کړه، خو چین ته یې هېڅ کار نه دی کړی، همدا لامل دی، چې چین هڅه کوي چې د ده د شر او دوکې څخه د ځان خلاصولو لپاره نوې لارې، لکه افغانستان، ایران یا بله کومه لاره انتخاب کړي.
څلورم ګاونډی یې افغانستان دی، دا خبره حقیقت ده چې د افغانستان د مهاجرینو پر سر یې له دنیا څخه په لوړه پیمانه روپۍ تر لاسه کړې او هغوی یې هلته میشت کړل، خو دا خبره هم حقیقت ده، چې همدغه مهاجرین یې له داسو ناخوالو سره مخ کړه، چې په قبر کې به یې هم هیر نه شي، په کومو کیمپونو کې چې مهاجرین اوسېدل، له ټولو انساني حقوقو څخه بې برخې وه، د برق او ګاز سهولت خو لرې، د اوبو او صحي غوندې اساسي خدمتونه هم نه وه، مهاجرین خو پریږده، د افغانستان په داخلي چارو کې یې چې څومره وس و، لاسوهنه کړې، مهاجرین یې د ابزار په توګه استفاده کړه او د ګاوند د نفس د عزت څخه په استفاده یې هر رنګه غوښتنې په منلې.
کله چې الله تعالی له شلو کلونو قربانیو وروسته افغانستان ته، د هغه حقیقي بچیان ور په برخه کړه، او هغوی د مور غوندې وطن په اسلامي روحیې سنبال ازاد کړ، پر شرعي اصولو او دیني عقائدو باندې برابر اسلامي امارت یې قائم کړ، نو د د بدبخت په کلمو کې درد پیدا شو، حیران و، چې څنګه یې ورسره خرابه کړم، بالآخره په دې فکر چې زه دا خو تازه دم او کمزور دی، د موکې څخه په استفاده یې حمله وکړه او جنګ یې جوړ کړ، په جګړه کې د ده تمې څخه په خلاف شریف ګاونډي ډيره مدبرانه فیصله وکړه، چې له دې وار به ددې حماقت ځواب ورکوو، نو جګړه یې هم ورسره وکړه، او ښه درس یې هم ورکړ، چې په ترڅ کې یې دې بې عقله د سیمې په کچه د څو لویو او طاقتورو ته زارۍ وکړې، هغوی دې سختو حالاتو ته په کتو شریف ګاونډي ته وویل چې خیر دا مسئله به موږ حل کو، خو بیا هم کم عقله هغه کم عقله وختی، خبره دباندې راووته، ده بیا چلونه شروع کړه، چې موږ خو د راګرځېدلو نه و، خو فلاني دا ویل، فلاني ها ویل نو د دوی په خوله موږ را وګرځېدو.
د قطر او ترکي مذاکراتو د هڅو په پایله کې دونه خبره وشوه، چې د افغانستان درنو او پیاوړو حاکمانو له جنګ څخه لاس واخیست، د انسانیت تقاضا خو دا وه، چې افغانستان حاکمانو د حریم د نقض سره سره د دوی هره کم عقلي وزغمله، نو باید د اعتماد د جوړولو په پار دوی هم څه نا څه د خیر اقدام کړی وای، خو د خپل اصلي فطرت سره سم یې دا شرارت وکړ، چې اوس خو د افغانستان د میوو، انار او انګور وخت دی، تازه میوه ده، ژر خرابیږي، له همدې امله د دروازې او تجارت بندولو او د ګاونډي د اړتیا څخه په استفادې باید سیاست ته ښایست وروبښل شي، دروازه یې همداسې بنده وساتله، نه یې د خدای څخه شرم وکړ، نه یې د تاجرانو او زمیندارانو د بسته کال خواري مخ ته ودرېده، خو له دې وار د افغانستان باشرفه او باعزته حاکمانو په دې عقیده چې روزي ورکونکی ذات د خدای دی، او دوی په دې بې عقلي باندې موږ تر فشار لاندې راولي، نو یې اعلان وکړ چې دروازه بنده ده، زموږ له خوا څخه دې هم بنده ده، ددې وار که دروازه خلاصیږي، نو شرطونه به زموږ وي، دا اعلان نه و، سم دم ایټم بم و چې د اړتیا څخه د استفادې کوونکو په قلمرو کې وچاودل شو، افغانستان په صبر او حوصله باندې د متبادلو لارو په لټه کې شو، په ښکاره خو تاوانونه ډير وه، خو د انحصار فکر یې په پوره مانا له منځه یووړ، خو مقابل جانب عام اولس ته، د دوی د یوه والي په وینا چې د سپیانو په سترګه ورته کتل ګوري، نو د اولس د تاوان سره یې د دوی څه؟ له همدې امله یې نه متبادله لاره ولټول او نه یې کم از کم قناعت بخښه ځواب ورکړ، اولسونو یې ورځ تر بلې تاوانونه ولیدل چې پر ترڅ کې راوپاریدل، فیصله کوونکو قوتونو چې دې ته فکر وکړ که اولسنو راپسې را واخیسته نو خبره به تر دې حده خرابه شي، چې بیا به یې کنټرول د چا په وس کې نه وي، نو یې بیا د دنیا مخته بې وزلي وښودله، کور پر کور وګرځيد او د هر یوه په پښو کې پرېوت، کله روس کله ایران، کله سعودي کله قطر او کله بیا ترکي، تر دې چې بین الملل ته یې هم خوله کږه کړه، خو د فولادي عزم خاوند اسلامي امارت د یوه د خبرې ځواب هم ور نه کړ، نو یارانو د خپل کور یوه معزز کس اسحاق ډار ته یوه کاغذ ورکړ او د هغه د ویلو امر یې ورته وکړ، اسحاق ډار یو درند کس دی، خو د فوځ تر اشغال لاندې دی، نو ډار صاحب دا خبره وکړه، چې بین الملل موږ څخه غوښتنه وکړه، تر څو موږ د انساني همدردۍ له امله دروازه خلاصه کړو، دا خو ښکاره ده، چې دا کاغذ هغه ته د ویلو لپاره ورکړل شوی و، دده له معزز کېدو له امله کله چې ده یاده خبره کوله نو زما د اندازې سره سم خوارکی له شرمه مړ شو، او د خپلو زورواکانو په اړه به یې دا فکر کاوه، لکه هغه مشهور سیاستدان وایي: چې خیرات هم غواړي او په بدمعاشي یې غواړي، یا په بله اصطلاح خیرات هم غواړي او په تروریستي یې غواړي، ملامت هم دوی دي، او د انساني همدردۍ ټيکه یې هم اخیستې، انسانیت یې وژلی، خو د انسانیت د علمبردار دعوی هم کوي، ده به دا فکر کاوه چې په نا اشنا زمانه کې ژوند کوو، د خیرات څه نا اشنا لارې چارې راوتلي، زه دا اندازه ولې کوم؟
ځکه که چیرې زورواکانو تجارت له سیاست څخه لرې کړی وای او د معمول مطابق یې اجازه ورکړې وای، نو دا انساني حقوق وه، خو تازه میوه د دوی مخ ته خرابیده، خو دوی هیڅ هم ونه کړه، خو کله چې دوی له خپلو اولسونو له لورې تر فشار لاندې راغله، او د مالټو وخت راورسېد، د کچالو ګونیاني په کوڅو کې کوټه پرتې وي، نو انسانیت په یاد ورغی، اهها څه نا اشنا جذبه ده؟ د نورو ژوند ور حرام کړه، چې خپل وخت دې راشي، نو په سینه پسې یې ونیسه، او خپل درمان ورڅخه اخله، بیا د بین الملل په حواله باندې احسان هم پر نورو اچوي، په دې سره خو ماته هغه بې عقله ګاونډ په یاد راځي، خو د دوی دې خبرې ته فکر نه و، چې د دوی بې عقلي خو له اسمان سره خبرې کوي، خو کله چې درانه خلک له خپل شریف موقف څخه ووځي، نو د بې عقلانو د بې عقلي د ختمولو پورې هغه نه پریږدي، همدا وه چې نړۍ ددې نا اشنا فقر او نخرو تماشه کوله، درند ګاونډي داسې کارنامه ورباندې کړې، چې د دوی په وس کې هیڅ هم نشته.









































