اسلام یو داسې دین دی چې پر اعتدال، عدالت او برابري ولاړ دی او د ژوند په ټولو برخو کې له افراط او تفریط څخه منع کوي. اسلام په عقیده، چلند او ټولنیزو اړیکو کې پر منځلارېتوب ټینګار کوي او انسان د دنیا او آخرت ترمنځ توازن ته رابولي. د اسلام له نظره، ټول مسلمانان د انساني کرامت له مخې برابر دي او د برترۍ معیار په نژاد او قومیت کې نه؛ بلکې په تقوا او پرهېزګاري ده.
په تیرو برخو کې، دا یادونه وشوه چې اسلام په هرڅه کې د اعتدال غوښتنه کوي. همدارنګه څرګنده شوه چې آن په عقیده او دین کې هم باید د اعتدال او منځلاریتوب لاره غوره شي. سپېڅلی اسلام خپلو پیروانو ته د ژوند په ټولو چارو کې د اعتدال او منځلارېتوب سپارښتنه کوي. په دې برخه او راتلونکو برخو کې به پر همدې اصل بحث وشي:
۲. په مصارفو کې اعتدال
په لګښتونو کې اعتدال هغه مهال شونی دی چې انسان له اسراف او همدارنګه له بخل څخه لرې وي. الله تعالی جلجلاله په دې اړه فرمایي:
﴿وَلا تَجْعَلْ يَدَكَ مَغْلُولَةً إِلَىٰ عُنُقِكَ وَلا تَبْسُطْهَا كُلَّ الْبَسْطِ فَتَقْعُدَ مَلُومًا مَّحْسُورًا﴾
ژباړه: «خپل لاس ته دې په غاړه کې زنځير مه اچوه، او مه یې بېحده خلاص پرېږده، هسې نه چې ملامت او پښېمانه پاتې شې.»
حتی سپېڅلی اسلام د مال په لګولو کې اعتدال د عبادالرحمن او نېککردارو له ځانګړنو څخه ګڼي. الله تعالی جلجلاله هغوی په قرآن عظیمالشان کې داسې ستايي:
﴿وَالَّذِينَ إِذَا أَنفَقُوا لَمْ يُسْرِفُوا وَلَمْ يَقْتُرُوا وَكَانَ بَيْنَ ذَٰلِكَ قَوَامًا﴾ [الفرقان: ۶۷]
ژباړه: «او هغه کسان چې کله لګښت کوي، نه اسراف کوي او نه بخل؛ بلکې د دواړو ترمنځ منځنۍ لاره غوره کوي.»
همدارنګه رسول اکرم صلیاللهعلیهوسلم د دخل او خرج په اړه پر منځلارېتوب ډېر ټینګار کړی او فرمایلي یې دي:
«الاقتصاد في النفقة نصف المعيشة»
ژباړه: «په لګښت کې سپما د ژوند نیمایي ده.»
نو په لنډ ډول ویلی شو چې اسلام د ژوند او عبادت په ټولو اړخونو کې د اعتدال لاره غوره کړې ده. آن په اقتصاد او لګښتونو کې سپما انسان د تنګلاسۍ او د نورو پر وړاندې د لاس اوږدولو څخه ژغوري. موخه دا ده چې که څوک په خپلو لګښتونو کې اعتدال مراعات کړي، د فقر او بېوزلۍ سره به مخ نشي؛ او برعکس، څوک چې د خپلې شتمنۍ په لګولو کې زیاتی وکړي، همدا افراط به یې په طبیعي ډول د فقر او د نورو د اړتیا لوري ته سوق کړي او د خلکو پر اوږو به بار وګرځي.
۳. په خوړو، څښاک او پوښاک کې اعتدال
همدارنګه اسلام مسلمان انسان ته په خوړو، څښاک او آن په پوښاک کې د منځلارېتوب امر کوي. د اسلام پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم له اسراف څخه په خوړو او څښاک کې منع فرمایلې ده او وایي: «هیڅ انسان د داسې لوښی نه ډکوي چې تر نس بدتر وي؛ انسان ته همدومره بس دي څو مړۍ چې خپل بدن ثابت وساتي، که تاسو یې خوښوئ یا نه، د هغې یوه درېیمه برخه باید د خوړو لپاره وي، یو درېیمه برخه د اوبو لپاره او یو درېیمه برخه د نفس اخیستلو لپاره وي.” [ترمذي او ابن ماجه]
همدارنګه مسلمان ته ښايي چې د جامو په اغوستلو کې هم اعتدال له پامه ونه غورځوي؛ رسول الله صلیاللهعلیهوسلم په دې اړه فرمایلي دي:
«څوک چې د شهرت جامه واغوندي، الله تعالی جلجلاله به د قیامت په ورځ هماغسې جامه ور واغوندي او بیا به ترې د اور لمبې راپورته شي.»
د دې وینا مانا دا نه ده چې مسلمان دې ناخوښه او پیوندلرونکې جامې واغوندي؛ بلکې پر هغه لازمه ده چې په خپل لباس او پوښاک کې هم د بیې، رنګ او اندازې له پلوه د اعتدال او سپما لار خپله کړي.












































