که د بشري تاریخ ژوره مطالعه وشي، نو څرګندیږي چې د قربانۍ تصور په هره زمانه، هر تمدن او هر مذهب کې په یوه یا بله بڼه موجود پاتې شوی دی. انسان تل هڅه کړې چې له ځان څخه د لوړې او برترې هستۍ رضا ترلاسه کړي او د همدې لپاره یې خپلې تر ټولو ګرانې شتمنۍ نذرانه کړې دي. خو اسلام د قربانۍ دغه نړیوال تصور یوازې په یوه تش رسم او بېروحه دود بدل کېدو ته نه دی پرې ایښی.
په اسلام کې قرباني یوازې د یوه ځانګړي حیوان د حلالولو نوم نه دی، بلکې دا د روح د پاکوالي، د الله تعالی د مطلق حاکمیت د منلو او د انسان په دننه کې د پټې «انا» او ځانغوښتنې د ذبح کولو یو لوړ او سپېڅلی عمل دی. دا یو کلنی عهد او ژمنه ده چې له لارې یې یو مؤمن خپل ټول وجود د الهي رضا په قالب کې اچولو عزم تازه کوي.
کله چې موږ د اسلامي قربانۍ ریښو ته ځیر شو، ذهن مو د تاریخ هغه ستر پړاو ته ځي؛ هلته چې حضرت ابراهیم علیه السلام د اطاعت او بندګۍ په داسې لوړ مقام ولاړ ښکاري چې د ټول کاینات په تاریخ کې یې بېلګه نه موندل کېږي. د حضرت ابراهیم علیه السلام ټول ژوند له امتحانونو او ازمېښتونو ډک و. هغه د حق لپاره د خپل وخت د ظالم نمرود پر وړاندې د حق کلمه وویله او د بلېدونکې اور لمبو ته له وردانګلو څخه هم ډډه ونه کړه. د الله تعالی د حکم له مخې یې خپله مېرمن حضرت هاجره رضی الله عنها او خپل شیرخوار زوی حضرت اسماعیل علیه السلام د مکې په شاړو او بېاوبو غرونو کې یوازې پرېښودل.
دا ټول امتحانونه په حقیقت کې د هغه وروستي او ستر ازمېښت مقدمې وې چې د بشر تاریخ یې د «ذبحِ اسماعیل» په نوم پېژني. کله چې حضرت ابراهیم علیه السلام ته په خوب کې د خپل یوازیني او ګران زوی د قربانۍ حکم وشو، هلته د عقل او عشق یوه بېسارې مقابله روانه وه. انساني عقل به ښايي هلته د مصلحتونو او پوښتنو جال اوبدلای، خو ابراهیمي عشق بې له ځنډه سر تسلیم کړ.
دغه پېښه دا حقیقت ثابتوي چې د ایمان حقیقي کمال دا دی چې انسان د عقل له دودیزو پیمانو پورته د خپل حقیقي محبوب د حکم پر وړاندې ځان فنا کړي. د دې سترې پېښې بل اړخ د حضرت اسماعیل علیه السلام شخصیت دی؛ داسې شخصیت چې د رضا او تسلیمۍ یو بېساری شاهکار ګڼل کېږي او د تاریخ مسیر یې بدل کړی دی، معمولاً د دې واقعې پر مهال ټول تمرکز د پلار پر قربانۍ وي، خو که ژوره کتنه وشي، نو دا د ځوان نسل لپاره د اطاعت، اخلاقو او ایمان تر ټولو ستر عملي درس دی.
کله چې یو پلار خپل ځوان زوی ته خپل خوب بیانوي او مشوره ترې غواړي، نو هغه زوی ـ چې لا یې د ژوند د پسرلیو ننداره نه وه کړې ـ په پوره سکون او ډاډ ځواب ورکوي:
«اې پلاره! کوم حکم چې درته شوی، هغه ترسره کړه؛ ان شاءالله ته به ما له صبرکوونکو څخه ومومې.»
دا جمله یوازې د یوه زوی د خپل پلار پر باور دلالت نه کاوه، بلکې دا د داسې کاملې روزنې او الهي رضا د ژور فهم څرګندونه وه چې دوی ته په میراث پاتې شوې وه.
حضرت اسماعیل علیه السلام ثابته کړه چې د الله بندګي او د هغه په لاره کې د ځان قرباني کول یوازې د سپینږیرو او عمر خوړلو خلکو کار نه دی، بلکې دا په اصل کې د ځوانانو میدان دی. که ځوان نسل په خپلو زړونو کې د ایمان شمع روښانه کړي، نو هغوی کولای شي د ایثار او قربانۍ تر ټولو لوی سمبول وګرځي.
غریب و سادہ و رنگین ہے داستانِ حرم
نہایت اس کی حُسَین، ابتدا ہے اسماعیل
لکه څنګه چې دا پېښه د ایمان او یقین یوه نه هېرېدونکې کیسه ده، همداسې د قربانۍ په دې عبادت کې بېشمېره اقتصادي او ټولنیز حکمتونه هم پټ دي. که د نننۍ نړۍ د ټولنیز او اقتصادي لید له مخې ورته وګورو، نو د لوی اختر په ورځو کې د اسلامي ټولنې دننه د پانګې یو حیرانوونکی جریان لیدل کېږي. هغه شتمني چې ټول کال په بانکونو او د څو کسانو په لاسونو کې کنګل پاتې وي، د قربانۍ د حیواناتو د پېر او پلور له لارې کلیوالو بزګرانو، شپنو او مزدورانو ته رسېږي.
د اقتصاد دغه څرخ میلیونونو کورنیو ته د کال مهم عاید او روزګار برابروي. سربېره پر دې، د غوښې د وېش هغه طریقه چې اسلام ټاکلې ـ یعنې یوه برخه د ځان لپاره، یوه د خپلوانو لپاره او یوه د مسکینانو لپاره ـ په ټولنه کې د برابرۍ او خواخوږۍ فضا رامنځته کوي. دغه نظام دا یقیني کوي چې هغه سپینږیري، عزتمن او بېوسه خلک چې ټول کال له دې غذایي نعمت څخه محروم وي، هغوی هم د اختر په خوښیو کې برابر شریک شي.
د قربانۍ د دې ټول عمل یو ژور سمبولیک اړخ هم شته چې درک کول یې د هر مسلمان لپاره ضروري دي. په ظاهره موږ یو حیوان قرباني کوو، خو په حقیقت کې انسان د حیوان د غاړې پر پرې کولو سره د خپل نفس هغه حیواني صفات لکه حرص، حسد، تکبر، کینه او ځانغوښتنه ذبح کوي. قرباني انسان ته دا درس ورکوي چې لکه څنګه چې دا حیوان د الله د حکم پر وړاندې بېوسه او تابع دی، همداسې انسان هم باید خپل ټول وجود د خپل رب د احکامو تابع کړي.
له همدې امله قرآن مجید په ښکاره ټکو کې فرمایلي دي چې: «الله تعالی ته نه ستاسو د قربانیو غوښه رسېږي او نه یې وینه؛ بلکې هغه څه چې د هغه په دربار کې قبولېږي، ستاسو تقوا او د نیت پاکوالی دی.»
نو که په زړونو کې تقوا نه وي، دا عمل یوازې په یوه بېروحه مېله او د غوښې خوړلو په دود بدلېږي.
د نن عصر انسان چې د فردمحورۍ، مادیت او سختې ځانغوښتنې ښکار شوی، د ابراهیمي اُسوه اهمیت لا زیات شوی دی. عصري نړۍ انسان ته دا درس ورکوي چې یوازې د خپل ځان، خپلو غوښتنو او خپلو ګټو په اړه فکر وکړي؛ خو د لوی اختر پیغام دا دی چې تر څو انسان د لوړو موخو لپاره خپلې خوښې شتمنۍ، خپل وخت، مال او خواهشات قربان نه کړي، تر هغه د کوم ستر بدلون بنسټ نه شي ایښودلای.
دا پېښه موږ ته د کورني نظام د ټینګښت درس هم راکوي. داسې مثالي کورنۍ چې پلار پکې د الله پر حکم کلک ایمان ولري، زوی یې د اطاعت سر ټیټ کړي او مور یې هم له شا رضامنده وي، نو همداسې کورنۍ د داسې پیاوړې ټولنې بنسټ ږدي چې د نړۍ هېڅ توپان یې نه شي لړزولای.
نن چې موږ له کلتوري او تمدني جګړې سره مخ یو، د ابراهیمي کورني نظام د ارزښتونو بیا راژوندي کول د وخت تر ټولو ستر ضرورت دی.
نو ځکه لوی اختر یوازې کلنی جشن، رخصتي او یا د دودیزو خوړو خوند اخیستل نه دي؛ بلکې دا هر کال د یوه مؤمن د ایمان د بیا تازه کولو یوه الهي وسیله ده.
دا ورځ موږ ته بیا بیا دا را یادوي چې د ژوند حقیقي ښکلا او د بندګۍ لوړه درجه په دې کې ده چې انسان د خپل «اسماعیل» یعنې هره هغه محبوب او ګران شی چې د الله په لاره کې خنډ ګرځي، قربانولو ته تیار وي.
کله چې انسان د خپل رب لپاره هر څه قربانولو ته تیار شي، نو د الله تعالی رحمت هم په جوش راځي او تر ټولو سخت امتحانونه د کامیابۍ، برکت او «ذبحِ عظیم» په بڼه بدلوي.
د حرم د تاریخ دغه پیغام پرون هم ژوندی و، نن هم ژوندی دی او تر ابده به د انسانیت لارښوونه کوي.












































