د حق او باطل تر منځ د ټکرونو په تسلسل کې اسلام هم تل د داسې دسیسو او پټو پلانونو ښکار شوی، چې له امله یې د امت نیمه مرهم ټپونه بیرته راتازه شوي. د باطل لارویو تل داسې لارې غوره کړې چې له امله یې د امت استحکام په ملا مات شوی، یا کمزوری شوی دی.
کله چې د علي او معاویه رضي الله عنهما تر منځ خپلو اجتهادي اختلافاتو پای وموندل او دوی یوه جوړجاړي ته ورسېدل، ابو موسی الاشعري او عمرو بن العاص رضي الله عنهما یې د حکَمانو په توګه وټاکل، دا مهال باطل هم سر را پورته کړ، په دې پوه شو چې امت بیاځلې د استحکام په لور رهي شو، نو یې د دې استحکام د له منځه وړلو لپاره کار وکړ، د اسلام مبارک دین یې وسیله وګرځول، د اسلام له مبارک دین نه یې غلط فهم وکړ او د خلګو په مخکې یې دا شعار بدرګه کړ: لا حکم الا لله.
دوی ممکن دا د امت لپاره د خپل منحرف فکر په اساس خیر بللی وي، د قضیې حل یې بللی وي، او د امت د ټپونو لپاره یې مرهم ګڼلی وي، خو دا پټۍ زهرجنه وه، ټپونه یې نور هم راتازه کړل.
دوی په دې حساس وخت کې، په داسې حال کې چې امت بیرته د پخلاینې او اتفاق په لاره قدم ښود، بغاوت وکړ، او له جماعت څخه بېل شول. ځیني علماء د اسلام په وړاندي په ټولیز ډول د بغاوت او خروج همدغه قضیه اساس او بنسټ بولي، په فردي ډول آن د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې هم دوی موجود وو، خو هغه مهال یې تجمعي حرکات نشوای کولای، ځکه د وحي په جریان کې دوی د خلګو سترګو ته خاورې نشوای شیندلای، د اسلام له دین څخه یې غلط برداشت نشوای کولای، ترڅو دوی خپل سیاسي فعالیتونه پرې تایید کړي.
د دې خروج لوی منفي اغېز دا شو چې دوی علي رضی الله عنه او ډېرو صحابو کرامو ته د کفر نسبت وکړ، وینه تویول یې روا وګڼل، په داسې حال کې چې هغه له عشره مبشره بالجنة څخه دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم د جنت زېری پرې کړی او په اړه یې فرمایلي دي: “علي في الجنة”
ژباړه: علي به په جنت کې وي.
دا راز فرمایي:
“أَنْتَ مِنِّي بِمَنْزِلَةِ هَارُونَ مِنْ مُوسَى، إِلَّا أَنَّهُ لَا نَبِيَّ بَعْدِي.”
ته ما ته داسې یې کله هارون علیه السلام چې له موسی علیه السلام سره و، البته له مانه پس نبي نه راځي. خو خوارجو حتی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوندانه کې د هغه له مسیره منحرف شوي، له وفات وروسته خو یې انحراف بیخي ممکن او متصور دی.
اوسني دواعش د پخوانیو خوارجو کټ مټ څېره ده، لکه هغوی په حق امام باندي خروج غوره کړ، او د جماعت له دائرې ووتل، اوسني داعشیان هم له برحق امارت څخه منکر دي، او د اوسني قائم قیادت ټول مشران په ارتداد تورنوي. العیاذ بالله!
لکه هغوی چې د تحکیم د رایي هر منونکی کافر باله، اوسني پاته شوني یې هم د امارت هر لاروی مرتد بولي، لکه هغه وخت چې د امت لپاره حساس وخت و، او دوی یې په ملا د ماتولو هڅه وکړه، نن هم امت خپل کړاوجن مزل وهي، په حساس حالت کې قرار لري، خو داچې د امارت په قیادت سره د تمام امت د استحکام یوه هیله راټوکېدلې ده، دوی غواړي بیا د خپل فطرت له معمول سره سم د امت په ملا ګذار وکړي، او د تل لپاره یې نسکور کړي.
د اسلام تاریخ بیخي ډېر داسې بېلګې لري، چې کله وخت د عروج په څوکو پل کیږدي، او د استحکام پر لور رهي شي، خو خوارج د پردیو په اشارو او له اسلام څخه په غلط برداشت باندي هڅه کوي چې د دې عروج مخه ونیسي، دوی فکر کوي چې په دې تندلاري سره به متعال رب رضا کړي، خو په اصل کې د ډېرې لویې ګناه مرتکبین دي، ابلیس دا کږه لاره ورته ښایسته کړې ده.











































