له علماوو څخه مو اورېدلي او د سیرت په عامو کتابونو کې هم لولو چې کله رسول اکرم صلی الله علیه وسلم مدینې منورې ته تشریف راوړ، نو د یهودیانو پر وړاندې یې د خپل رسالت نښې څرګندې کړې، او د یهودو د احبارو او راهبانو په مخ کې یې خپل نبوت د همدوی له کتابونو څخه ثابت کړ. په دې کار یهود خپه شول، بده یې وګڼله او د منلو پر ځای یې سرکشي غوره کړه؛ تر دې چې د خپلو کتابونو په تحریف یې لاس پورې کړ او په زوره یې د خپلو دلایلو څېره واړوله.
د دې تر شا علت دا وو، چې په مدینه منوره کې مېشتو یهودیانو له پېړیو راهیسې عربانو ته دا خبره په ذهن کې ور اچوله چې ډېر ژر به یو نبي راښکاره شي، نړۍ به له هدایت څخه ډکه کړي، او په راتګ سره به یې تیاره نړۍ په رڼا بدله شي. د کفر او شرک هغه ناوړه بوی چې د نړۍ فضا یې درنه کړې ده، د رسول په راتګ سره به له منځه ولاړ شي، او پر ځای به یې د هدایت او توحید خوشبویي هر لور ته خپره شي.
خو له دې ټولو سره سره، دوی دا ګومان هم درلود چې هغه رسول به خامخا له همدوی څخه وي. کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راڅرګند شو، خو د دوی پر ځای د یوې اُمّي قوم یعنې عربو له منځه مبعوث شو، نو د دوی د دیني او مذهبي واکمنۍ بنسټ ولړزېد. هغوی ځانونه د عربانو په وړاندې کمزوري احساس کړل او د کمترۍ په احساس کې ګیر شول.
د دې ستونزې تر ټولو اسانه حل دا و چې هغه یې منلی وای. که دوی د منلو په برخه کې له نورو مخکې شوي وای، نو خبره به هماغلته پای ته رسېدلې وای. خو د دوی لوړ اوازه دعوې او ځانغوښتنه د دوی لارې ته خنډ وګرځېدې. په دې اندېښنه کې ولوېدل چې اوس به نړۍ څه وایي؟ نو ځکه یې دا لاره غوره کړه چې په هماغو تعلیماتو کې تحریف وکړي، چې د خدای جل جلاله لوري ته یې منسوبول.
هممهاله هغوی دې هڅې ته هم لاس واچاوه چې په هر صورت د رسولِ عربي صلی الله علیه وسلم بدنامي وکړي، له همدې امله په طبیعي ډول د کینې او بغض ښکار شول. د دې کینې او دښمنۍ څرګندونه یې په داسې ډول کوله چې د نړۍ هره نیمګړتیا او هر فساد به یې د محبوبِ عالم صلی الله علیه وسلم لوري ته منسوباوه. تل به په کمین کې ناست وو چې کوم فرصت لاس ته راشي، او هماغه د پلمې په توګه ونیسي، تر څو د بدیو، تورونو او بهتانونو د بدتمیزۍ توپان راپورته کړي.
دا چې هغوی له مشرکینو څخه په دې لحاظ مخکښ وو چې د دیني رنګ او مذهبي لمس ورکولو وسیله یې لرله، نو په دروغجنو نسبتونو کې به یې همدا حربه کاروله. سربېره پر دې، تل یې هڅه کوله چې مسلمانان په خپل منځ کې سره وجنګوي او د هغوی د قوت شیرازه وپاشي. له همدې امله کله به یې د اسلام نه وړاندې د اوس او خزرج دښمنۍ راپاروله، او کله به د جاهلیت د دور قومي شعارونه پلمه کول، تر څو د انصارو او مهاجرینو ترمنځ د فتنې اور بل کړي. خو دا بېله خبره ده چې د الله تعالی په نصرت سره د هغوی هېڅ دسیسه بریالۍ نه شوه، او هر ځل یې د ماتې خوند وڅکلو.
د دې ټول انځور په رڼا کې، که څه هم نن سبا هغه پخواني یهود نه دي، خو د یهودو پر لارې روان یو شمېر کسان لا هم ښکاري. په دوی کې دا مهال یو نامتو کس، چې ځان ته د پروفېسر، مفتي او د نړۍ د بېلابېلو لقبونو څښتن وایي، او د عبدالرحیم په نوم پېژندل کېږي، ډېر څرګند ولاړ دی. هغه حق په خپلو سترګو د لمر په څېر ویني، او همدغه لمر ته د لارې هوارولو لپاره یې له تېرو پنځه ویشتو کلونو راهیسې چکچکې وهلې دي، بلکې د نړۍ په وړاندې یې دا د حق د زېري په توګه وړاندې کړی دی.
د هغه پنځه ویشت کلن تاریخ، کړنې او هر ګام یې نن هم پر ده ګواهي ورکوي او د تاریخ په سینه کې خوندي دي، چې هغه په افغانستان کې د امریکا پر ضد جنګېدونکو مجاهدینو ستاینه په کومو ټکو کوله. نن هم د هغه سرمقالې، مقالې او لیکنې شاهدي ورکوي چې د مجاهدینِ اسلام مدح یې په څومره جوش او جذبه کوله. نن هم هر عام او خاص انسان کولای شي دا کردار وڅېړي، چې په تېرو پنځه ویشتو کلونو کې همدې عبدالرحیم د مجاهدینو تر نوم لاندې له نړۍ څخه څه څه راټول کړي، او د هغوی له نامه یې څومره ګټې تر لاسه کړې دي.
خو یوه مهمه خبره دا وه چې هغه به مجاهدین ځان ته منسوبول، او دا غرور یې درلود ـ یا یې نړۍ ته داسې ښودله ـ چې ګواکې همدا دی د مجاهدینو رهبر او لارښود دی، حال دا چې دا د حقیقت پر خلاف یو ښکاره دروغجنه دعویٰ وه.
کله چې الله تعالی همدغو مجاهدینو ته مبینه فتحه ور وبښله، او هغوی د لمر په څېر د افغانستان پر خاوره خپاره شول، او د کفر د تسلط تارونه یې وشلول، نو دا پټه غوټه هم پرانیستل شوه چې عبدالرحیم صاحب له هغوی سره هېڅ تړاو نه درلود. هغه یوازې د خپلې ټرسټ او شخصیت د ودې لپاره د هغوی نوم کاراوه، او دا حقیقت د نړۍ د مؤمنو زړونو پر وړاندې روښانه شو.
له بلې خوا، کله چې د خپلو له منځه ځینو کسانو دا راز هم بربنډ کړ چې د مجاهدینو تر نوم لاندې چې څه راټول شوي، د هغه حساب کتاب به هم ترې غوښتل کېږي، نو صاحب خوابدی شو. په پیل کې یوازې نالان او ګیله من ښکاره کېده، خو کله چې د «د ماضي یاد عذاب دی، ای ربه» اصل لا ډېر څرګند شو، نو هغه بعینه د یهودو په څېر خپله پالیسي بدله کړه، او د مجاهدینو پر ضد د خاورو شیندلو ته یې مخه کړه.
دا ځل یې کار دومره له حده واړاوه چې یهود هم ورته ګوته پر غاښ پاتې شول. داسې تورونه یې ولګول چې ښایي د ابنِ سلول په ذهن کې هم نه وای راګرځېدلي. ګواکې د بهتان یو نوی ریکارډ یې جوړ کړ. هغه دیني او مذهبي لمس چې یهود به ترې کار اخېست، هماغه لمس یې دا ځل په یو څه نوې او عصري بڼه خپله هم وکاراوه.
همدا تېره موده، چې د بلوچستان په بېلابېلو ښارونو، په ځانګړي ډول کوټې او شاوخوا سیمو کې، بلوچ مقاومت کوونکو ناڅاپي بریدونه وکړل، په سلګونو نه بلکې په زرګونو شمېر ښارونو ته داخل شول، دولتي دفترونه یې وسوځول، په سپینه ورځ یې د ښار او پلازمېنې کنټرول تر لاسه کړ، او له هماغه ځایه یې دا پیغام خپور کړ چې موږ خپل حقونه او ازادي غواړو ـ نو دا ټول صحنه صاحب ته ګواکې یو نوی فرصت وګرځېد.
همدا پلمه یې ونیوله، او یو ځل بیا یې بې بنسټه او ګډوډو خبرو ته مخه کړه. پر خپل رسنیز چینل یې د خبرو پر مهال ادعا وکړه چې دا برید له افغانستانه شوی او د افغان حکومت د مشر په امر ترسره کېږي. بیا یې د خپل عادت سره سم، په ډېره نازکه لهجه خبرې داسې تاو را تاو کړې چې د خپل دعوې دلیلونه یې پخپله شنډ کړل.
ده د یهودو په څېر داسې ناوړه تورونه ولګول، چې یو عادي انسان یې هم په اورېدو سره وایي: وروره! د کوټې او د افغانستان د پولې ترمنځ سلګونه میله واټن دی. له پولې تر دې ځایه د راتلو لپاره باید له لسګونو چک پاینټونو تېر شي. نو دا څنګه ممکنه ده چې خلک د ټنونو وسلو سره روغ رمټ را ورسېږي، او ته ټولې ملامتۍ افغانستان ته ور واړوې او د پاکستان پوځونه بې ګناه وبولې؟ که عقل بالکل مفلوج شوی نه وي، نو داسې خبره څنګه کېدای شي؟
په حقیقت کې، هغه دا ویره لري چې که رښتیني حقایق رابرسېره شي، نو د اصلي مسؤلینو ترڅنګ به د ده خپله هم حساب ورسره وشي، او هر څوک به بې له خنډه د ده د حقیقت د افشا کولو هڅه وکړي. له همدې امله غواړي چې د مدینې د یهودو په څېر حقایق مسخ کړي.
بلوڅ قوم، چې د پاکستان له جوړېدو څخه تر ننه پورې پرله پسې د ظلمونو ښکار شوی، بې شمېره قربانۍ یې ورکړې دي، خو تر اوسه یې هم پر حقونو تېری روان دی. دا خلک غواړي چې د بلوچانو غږ په شور او غوغا کې ورک شي. د دې لپاره تر ټولو اغېزمنه لاره دا ګڼل کېږي چې د مسلمانانو ترمنځ د کرکې اور بل کړای شي، د مدینې د یهودو په څېر بېلابېل تبلیغات جوړ شي، خبرې ګډې وډې شي، او دومره ډېر دروغ، تورونه او چټلې کیسې خپرې شي چې خلکو ته خپله حقیقت هم شکمن ښکاره شي.
خو نړۍ به وویني، لکه څنګه چې پرون په مدینه منوره کې د یهودو هره دسیسه له ناکامۍ سره مخ شوه، نن به هم د یهودو پر پلونو روان دا د دروغو او بهتان کاروان خپل انجام ته رسېږي، ان شاء الله، او بلوچ به بالاخره خپلو حقونو ته حتمي لاسرسی ومومي.










































