میقات د المرصاد سمعي او بصري ویب
چهارشنبه, فبروري 25, 2026
المرصاد
  • کورپاڼه
  • مهالني تبصري
    د اسلام اباد برید او وروستي حقائق! مهالنۍ تبصره

    د اسلام اباد برید او وروستي حقائق! مهالنۍ تبصره

    پر جعفر ایکسپریس برید؛ ګوته ولې افغانستان ته ونیول شوه؟

    پر جعفر ایکسپریس برید؛ ګوته ولې افغانستان ته ونیول شوه؟

    پاکستان کې د درو مهمو داعشیانو نیول کېدل د څه ثبوت دی؟   

    پاکستان کې د درو مهمو داعشیانو نیول کېدل د څه ثبوت دی؟  

    د افغانستان و پاکستان اړیکې؛ د فوځ دننه یوه کړۍ د ستونزو سرچینه

    د افغانستان و پاکستان اړیکې؛ د فوځ دننه یوه کړۍ د ستونزو سرچینه

    پاکستان د خپلو ګټو لپاره چین د سیمي په نیابتي جګړه کې ښکېلوي

    پاکستان د خپلو ګټو لپاره چین د سیمي په نیابتي جګړه کې ښکېلوي

    په افغانستان د بندیزونو د څار کمېټه که د سیمې د هېوادونو د اغفال یوه وسیله؟

    په افغانستان د بندیزونو د څار کمېټه که د سیمې د هېوادونو د اغفال یوه وسیله؟

  • خبرونه
    • ټول
    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
    د پاکستان د جنایت او تېري قربانیان څوک دي؟

    د پاکستان د جنایت او تېري قربانیان څوک دي؟

    افغانستان؛ د ویاړمنو مسکن او د یرغلګرو هدیره!

    افغانستان؛ د ویاړمنو مسکن او د یرغلګرو هدیره!

    پیښور ښار ته نږدې په باړه کې ١١ داعشیان وژل شوي

    پیښور ښار ته نږدې په باړه کې ١١ داعشیان وژل شوي

    په تهران کې د قوماندان إکرام الدین سریع قتل چا او ولې وکړ؟

    په تهران کې د قوماندان إکرام الدین سریع قتل چا او ولې وکړ؟

    محمد ګورن او ملګري یې بلوچستان کې پر اروپا او سیمه ییزو هیوادونو د بریدونو لپاره رزول شوي وو

    محمد ګورن او ملګري یې بلوچستان کې پر اروپا او سیمه ییزو هیوادونو د بریدونو لپاره رزول شوي وو

    سلطان عزیز عزام د خوارجو د داخلي اختلافاتو قرباني شو

    سلطان عزیز عزام د خوارجو د داخلي اختلافاتو قرباني شو

    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
  • شننې او لیکنې
    • ټول
    • جهادي لیکني
    • خوارج العصر
    • دیني لیکني
    • سیاسي لیکني
    د پاکستان او اسرائیلو پټې استخباراتي اړیکي

    د پاکستان او اسرائیلو پټې استخباراتي اړیکي

    د اسلامي امارت د زغم سياست او د پاکستان د کړکېچ ريښې

    د اسلامي امارت د زغم سياست او د پاکستان د کړکېچ ريښې

    په پاکستان کې د روانو شخړو علتونه!  لومړۍ برخه

    په پاکستان کې د روانو شخړو علتونه! لومړۍ برخه

    د پاکستان – افغانستان ترمنځ سیاسې بې ثباتۍ؛ ستونزه چیرې ده؟

    د پاکستان – افغانستان ترمنځ سیاسې بې ثباتۍ؛ ستونزه چیرې ده؟

    د پاکستان پوځي رژیم او د الله تعالی د شعائرو انتهاک

    د پاکستان پوځي رژیم او د الله تعالی د شعائرو انتهاک

    پاکستان کې شته ناامنۍ، د پوځي کړیو د ناسمو سیاستونو پایله ده!

    پاکستان کې شته ناامنۍ، د پوځي کړیو د ناسمو سیاستونو پایله ده!

    • خوارج العصر
    • سیاسي لیکني
    • جهادي لیکني
    • دیني لیکني
  • علماء
    • ټول
    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
    شهید شیخ‌الاسلام رحیم‌الله حقاني؛ فقیه مجاهد او د داعش خوارجو دښمن!

    شهید شیخ‌الاسلام رحیم‌الله حقاني؛ فقیه مجاهد او د داعش خوارجو دښمن!

    د شهید شیخ رحیم‌الله حقاني یاد او د داعشي خوارجو جنایتونه

    د شهید شیخ رحیم‌الله حقاني یاد او د داعشي خوارجو جنایتونه

    د امت ستر محسن او علمي څهره!

    د امت ستر محسن او علمي څهره!

    هغه غر چې له څوکو به يې بيا هېڅ کله د لمر وړانګې ښکاره نه شي

    هغه غر چې له څوکو به يې بيا هېڅ کله د لمر وړانګې ښکاره نه شي

    داعش خوارج دي (د شهید شیخ رحیم الله حقاني رحمه الله ځانګړی بیان)

    رد الخوارج: شیخ سردار ولي تقبله الله

    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
  • د امت نومیالي
    د اتل او ننګیالي شهید الله‌داد “قصاب” تقبله‌الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه:

    د اتل او ننګیالي شهید الله‌داد “قصاب” تقبله‌الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه:

    د شهید نصرت الله سنګین تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه!

    د شهید نصرت الله سنګین تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه!

    په نني عصر کې د مسلمه أمت د کمزورۍ لاملونه او حل لارې!  اوومه برخه

    په نني عصر کې د مسلمه أمت د کمزورۍ لاملونه او حل لارې! اوومه برخه

    د شهيد ابو عبیدة (حذیفه الکحلوت) تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه!

    د شهيد ابو عبیدة (حذیفه الکحلوت) تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه!

    د شهید محمد نعمان غزنوي تقبله اللّٰه ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه!

    د شهید محمد نعمان غزنوي تقبله اللّٰه ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه!

    ابوعبیده تقبله‌الله؛ د امت ریښتینی غږ

    ابوعبیده تقبله‌الله؛ د امت ریښتینی غږ

  • اصدارات
  • انفوګرافیک
  • کتابتون
  • میقات ویب
  • المرصاد
    • عربي
    • EN
    • اردو
    • دري
    • Русский
    • Türkçe
    • o’zbek
    • Dhivehi
    • বাঙালি
هیڅ نتیجه نلري
ټولې پایلې وګورئ

نعمان سعید

Share on FacebookShare on Twitter

د پاکستان د تأسیس څخه نهه میاشتې وروسته په ۱۹۴۸ میلادي کال کې د نړۍ په نقشه کې یو بل ورته هیواد هم را څرګند شو.

دا هیواد د نړۍ یوازینی یهودي دولت (اسرائیل) و. دواړه هیوادونه د مذهب پر بنسټ رامنځته شول او د دواړو هیوادونو د جوړېدو لپاره برتانیا سختې قربانۍ ورکړي، چې د دواړو هیوادونو د زیږون پرمهال د میلونونه خلکو د وینو سیلابونه وبهول شول.

ورته مقالې

د اسلامي امارت د زغم سياست او د پاکستان د کړکېچ ريښې

په پاکستان کې د روانو شخړو علتونه! لومړۍ برخه

د پاکستان – افغانستان ترمنځ سیاسې بې ثباتۍ؛ ستونزه چیرې ده؟

په ۱۹۴۷ کال کې برتانیې د هندوستان څخه خپل کنټرول ختم کړ؛ خو ولې دوه جلا ـ جلا دولتونه (هند ـ پاکستان) یې رامنځته کړل. د هندوانو او مسلمانو ترمنځ د اختلافاتو له امله په پراخه کچه کډوالي رامنځته وشوه. د ملګرو ملتونو د کډوالو د لوی کمېشنر په وینا، د دغه تجزیې له امله په میلیونونو کسان بې کوره شول.

هندوان او سکان هندوستان ته لاړل او مسلمانان پاکستان ته. اټکل کېږي چې شاوخوا یو میلیون کسان د دې وېش په فسادونو کې وژل شوي. د ملتونو ټولنې (League of Nations) برتانیې ته دا مسوولیت وسپاره، چې ټرانس جورډن او فلسطین کنټرول کړي.

بیا په ۱۹۴۸ کال کې فلسطین او ټرانس جورډن جغرافیوي وېش وشو او اسرائیل رامنځته شو. د اسرائیل د جوړېدو له امله فلسطین په دوو برخو وویشل شو. په اسرائیلو کې د یهودانو لویه برخه د اروپا بې کوره شوي یهودان و، او وروسته نور ۸ لکه یهودان هم هلته انتقال شول، چې مختلف عرب هېوادونو وګړي یې په زور له خپلو مینو څخه وایستل.

پاکستانی جنرال ضیاء الحق وایي:”پاکستان د اسرائیلو په څېر یوه نظریاتي دولت دی؛ که له اسرائیل څخه یهودیت حذف شي، نو دا دولت به لکه د کارتون په څېر په چټکۍ ړنګ شي، همدا ډول که له پاکستان څخه اسلام حذف شي او سیکولر شي؛ دا به هم ډېر ژر ختم شي.”

د دې نظریې پر اساس، ضیاء الحق د پاکستان د ساتنې لپاره یو څه اسلامي معمولي سمبولیک ـ زماني اقدامات وکړل؛ ځکه دواړو هېوادونو کې ګډه مذهبي فلسفه شته او د دواړو هېوادونو په خلکو کې دین په انفرادي او ټولنیز ډول ژورې ریښې لري. که څه هم اسرائیل سیکولر قوم دی، خو کله چې خبره د یهودیت راځي؛ نو ټول ملت یو موټی کېږي، پدې توګه ضیاء الحق پاکستان له نړیدو وژغوره او د اسلام او مسلمانانو له دیني او ايډیالوژیکي احساس څخه یې ګټه واخیسته.

بل مشابهت دا دی، چې دا دواړه هېوادونه اتومي ځواکونه دي، خو جالبه دا ده، چې هېڅکله یې یو بل ته د تباهۍ نیت ندي کړی. د عزریل برنیټ په نوم رسنۍ پخپله یوه مقاله کې وایي: پاکستان لومړنی مسلمان اتومي ځواک دی، چې هېڅکله اسرائیلو ته د تباهۍ نیت نلري او نه په اسرائیلو کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي.

داسې راپورونه هم شته، چې کله هم د پاکستان او هند مسئله را پورته شوي، یا را پورته شي؛ نو پاکستان له اسرائیلو کومک اخلي، ترڅو اسرائیل په واشنټن خپل نفوذ وکاروي او پر هندوستان فشار راوړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ مسابقه او مسئله کنترول کړي، ځکه پاکستان اسرائیلو ته ډاډ ورکړی، چې د عربو او اسرائیلو د شخړې په چارو کې به هېڅکله مداخله ونکړي او د اسرائیلو ملاتړ به هم کوي.

په ۱۹۷۰ کالونو د جګړې پر مهال، چې فلسطینیانو او د اسرائیلو ترمنځ وشوه. د هغه وخت د اردن امريکا پلوی پاچا ملک حسين ته ویره پيدا شوه، چي کېداى شي د فلسطين د ازادۍ جګړې اتلان د ده واکمنۍ ته خطر شي؛ هغه و چې اردن د فلسطيني مهاجرو څخه د بېغمه کېدو په موخه په سپتمبر کي د هغوی په خلاف په عملياتو لاس پوري کړ. دا عمليات ځپونکي او وژونکي و، چې په تاریخ کې د ” تور سپتمبر عملياتو“ په نامه مشهور دي.

د عملياتو په بهير کې له اردن سره د اسرائيلو د استخباراتي ادارو جاسوسانو بشپړه مرسته کوله او د عملياتو څارنه، کنترول او مشري د پاکستان څخه ورغلي پوځي کنډک په غاړه وه، چې مشري یې پوځي افسر برېگډېر ضياء الحق کوله.

د فلسطینیانو پر ضد دا ځپونکي، وژونکي او د مظلوم ملت تباه کونکي عملیات، چې د اسرائیلو او اردن په ګډه همکارۍ او د پاکستاني پوځيانو په رهبرۍ ترسره شول، په پايله کې له (۳۵۰۰۰) پنځه دېرشو زرو څخه زيات مظلوم او مهاجر فلسطينيان په بربریت او وحشت شهيدان شول.

که څه هم پاکستان تر اوسه پورې اسرائیلي رژیم په رسمیت ندی پېژندلي؛ خو مګر په ډېرو موقعو یې داسې اقدامات کړي، چې دواړه هېوادونه یو بل ته نور هم نږدې شي. سره له دې، چې تر اوسه پورې د دواړو هېوادونو ترمنځ په رسمي توګه د دیپلوماتیکې کچې اړیکې ندي جوړې شوې؛ خو د اسرائیلو د جوړېدو وروسته، د اسرائیلو لومړي وزیر ډیوډ بن ګوریان د پاکستان باني، قائد اعظم ته یو پیغام واستوه، چې باید دواړه هېوادونه رسمي اړیکې جوړې کړي؛ خو جناح د دې وېره لرله، چې ښايي عرب هېوادونه ناخوښ شي او ولس پاڅون ونکړي؛ نو ځانګړې ځواب یې ورنکړ.

په کال ۱۹۵۲ کې امریکایي دیپلوماتانو د پاکستان د هغه وخت د لومړي خارجه وزیر، ظفر الله خان او په امریکا کې د اسرائیلو سفیر عباعبن ترمنځ لیدنه برابره کړه. سر ظفر الله، عباعبن ته وویل: لا د دواړو هېوادونو (اسرائیل ـ پاکستان) ترمنځ د اړیکو د ښه راتلونکي په باب حالت ډېر روښانه ندی، خو ټینګار مې دا دی، چې پاکستان حکومت د اسرائیلو سره هیڅ دښمني نلري او دا ګڼي، چې منځنی ختیځ داسې موضوع ده، چې غور باید پرې وشي.» همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د بېلابېلو برخو ماهرینو، زده کوونکو او ښوونکو د تبادلې وړتیا یې هم وښوده.

اسرائیلي جنرال لیکي: په کال ۱۹۴۸ کې اسرائیلو سره د جګړې پرمهال، په واشنټن کې د اسرائیلو سفارت ته خبر ورکړل شو، چې پاکستان اسرائیلو سره ګاونډي عربو هېوادونو ته څه پوځي مرسته برابره کړې ده. پاکستان یوه بټالین د فلسطینیانو په څنګ کې د جګړې لپاره فلسطین ته لیږي او د چیک سلواکیا نه یې ۲۵۰,۰۰۰ ټوپکونه پېرلي، چې عربانو ته یې د جګړې لپاره ورکړي. بیا داسې هم ویل کیدل، چې پاکستان مصر ته د ایټالیا درې جنګي الوتکې اخیستې دي. بیا ویل کیدل چې د پاکستان هوايي ځواک پیلوټانو د کال ۱۹۷۳ په جګړه کې د اردن او شام الوتکې چلولې، اسرائیلو باندې یې حملې کړې دي او د اسرائیلو درې غوره جنګي الوتکې یې را غورځولې دي؛ خو دا ټول سمبولیک مانورونه او افواهات و؛ ځکه د اویایمې لسیزې په پای کې د فلسطین د ازادۍ غورځنګ د ټکولو لپاره، اسرائیلو او اردن ته یوازینی انتخاب جنرال ضیاء الحق و؛ ځکه هغه د اسرائیلو سره نږدې اړیکې پاللي او د مختلفو لارو څخه یې د اسرائیلو استخباراتو سره پټې اړیکې ټینګې کړې او ښې پخې کړې وي.

اسرائیلي جنرال وړاندې لیکي: په کال ۱۹۷۰ کې، جنرال ضیاء پدې جګړه کې د بریګیډیر په توګه د مهمو عملیاتو مشري وکړه، چې بلیک ستمبر ورته ویل کېږي. په دې عملیاتو کې د ضیاء رول خورا متنوع و. هغه د دویم بریګیډ قومانده لرله، چې په بلیک سپتمبر کې یې ترټولو مهم رول ترسره کړ.

اسرائیلي جنرال موشي دايان وایي: اسرائیلي سرتېرو به په شلو کلونو کې هغومره فلسطینیان نه وای وژلي، څومره چې د تور ستمبر په یولسو ورځنیو عملیاتو کې ووژل شول.

بریګیډیر ضیاء الحق پاکستان ته راتګ سره نور ترفیع شو، د هغه وخت د پاکستان پاچا ذوالفقار علي بټو دې عملیاتو ته، چې یوازې پکې د یاسر عرفات تر ۱۰ زرو ملګري شهیدان شول د یو عادي کار په توګه کتل، سره له دې چې د یاسر عرفات سره یې هم اړیکې درلودې.

په شپږ کلونو کې، جنرال ضیاء له بریګیډیر څخه تر چیف آف آرمي سټاف (فوځ عمومي مشر) پورې په چټکۍ پرمختګ وکړ. د بلیک سپتمبر نه وروسته امریکا او اسرائیل دواړه په ضیاء باندې بیخي مین شول؛ نو ده هم له دواړو سره د میني تار نور هم مضبوط کړ.

چارلي ونسن، چې دولس ځله ډیموکراټیک سینټر په امریکا کې پاتې شوی، یوه ورځ جنرال ضیاء الحق ته وویل: په اسرائیلو کې د روسيې ساخت ډیره وسله موجوده ده، چې د فلسطینۍ PLO ډلې څخه یې اخیستې ده، دا به ستاسو په سیمه کې ډېره ګټوره تمامه شي؛ که زه امریکايي استخبارات (CIA) قانع کړم، چې دا وسله له اسرائیلو واخلي او تاسو ته یې درکړي، ترڅو یې هلته وکاروی؛ نو تاسو (ضیاء) ته کومه ستونزه نه پیښیږي، نو؟ دې خبرې ته جنرال ضیاء موسکا وکړه او د موافقې په توګه یې وویل: “د وسلو په صندوقونو باندې باید د اسرائیلو د داوود ستوری نه وي”.

د افغانستان او روسیې په جنګ کې اسرائیلو او امریکا له دې امله چې پاکستان ته روسیه لاړه نشي او د دوی دغه ستراتژیک ملګری له منځه یونسي؛ نو اسرائیلو د پاکستان فوځ ته په هره برخه کې بې ساري کومکونه ورکړل.

د پاکستان او اسرائیلو ژورې رسمي، استخباراتي او ستراتژیکي اړیکې په کال ۱۹۸۱ کې هغه وخت نورې ژورې شوې، چې د جنرال ضیاء په اجازه د پاکستان استخباراتي ادارې (ISI) او د اسرائیلو استخباراتي ادارې (Mossad) ترمنځ پټ تړون وشو او دواړو په واشنټن DC کې خپل دفترونه یو له بل سره نږدې جوړ کړل. تړون کې د موساد لخوا پاکستاني جنرالانو ته استخباراتي روزنه او پوځ ته وسلې رسول شامل دي او دا تړون اوس هم نافذ دی.

اسرائیلو د پاکستاني پوځ سره په ګډه ګڼ شمیر ماموریتونه هم ترسره کړي، په دې توګه پاکستان او اسرائیل دواړه یو په منځني ختیځ او بل په جنوبي اسیا کې د امریکا یو ډول متحدین دي.

کله چې افغانستان د روسيې تر یرغل لاندې شو، نو جنرال ضیاء امریکا ته سفر وکړ، د امریکا د کانګریس غړي چارلي ولسن، چې د پاکستان ښه ملاتړي و، جنرال ضیاء ته وویل چې د اسرائیلو سره اړیکې جوړې کړي. دا وړاندیز د شخصي میلمستیا په ډوډۍ کې وشو، چې د جنرال ضیاء د ویاړ لپاره ۴۸ کلنې اسرائیلۍ جون هیرنګ لخوا ترتیب شوې وه. جنرال ضیاء د دې ښځې سره اړیکې درلودې او په شخصي توګه یې هغې سره دلچسپي لرله او د همدې شخصي علاقې له امله هیرنګ ته “د پاکستان اعزازي قونصل جنرل” هم ویل کېده.

په کال ۱۹۸۸ کې د جنرال ضیاء الحق د مړینې نه وروسته، اسرائیلو یوځل بیا د پاکستان مشرتابه ته د دوستۍ لاس وغځاوه. وزیر اعظمه میرمن بې نظیر بټو په خپلو دواړو دورو او بیا په ۲۰۰۸ د انتخاباتي کمپاین پر مهال پدې نظر وه، چې له اسرائیلو سره علني دیپلوماتیکې اړیکې جوړې شي، هغه په ډیر جدیت او تلوسه په دې فکر کار کاو، چې د خپلې ساتنې لپاره د موساد خدمات ترلاسه کړي.

په عبراني ژبه خپریدونکي ورځپاڼې “ماریو” هغه وخت ولیکل: بې نظیر بټو موساد، CIA او برتانیا Scotland Yard ته ویلي، چې هغه د جنورۍ په ۲۰۰۸م کال په ټاکنو کې برخه اخلي خو ژوند یې په خطر کې دی؛ نو دوی باید د هغې ساتنه وکړي. بې نظیر بټو شکایت کړی و، چې جنرال مشرف د هغې د ساتنې اړین امنیت نشي نیولی؛ نو زه ځان د یو اسانه هدف په توګه ګورم او برید ممکن دی.

په ۱۹۹۰مو کلونو کې لږې اړیکي سړې شوي، خو بیا هم د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ ډیر ژر د اړیکو د ښه کولو هڅې وشوې. اسرائیلو جنوبي آسیا کې د ځان په څیر یو دوست هېواد غوښت، خو مګر حالت داسې و، چې د پاکستان اقتصادي حالت خراب او د امریکا سره یې اړیکې هم تودې نه وې، چې لامل یې د پاکستان ایټمي پروګرام و.

خو د نواز شریف د دواړو دورو (۱۹۹۰–۱۹۹۳ او ۱۹۹۷–۱۹۹۹) په جریان کې د اړیکو بیا رغونه او ګرمول عملا پیل شول. د پاکستان د هغه وخت ولسمشر رفیق تارړ او په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی جمشید مارکر د هغه وخت د اسرائیلو ولسمشر ایزر وایزمن او وزیراعظم یازک رابن سره ګرمې لیدنې وکړې.

په کال ۱۹۹۳ کې د پاکستان د وخت د وزیر اعظم نواز شریف لخوا د هغه وخت مذهبي چارو وزیر اجمل اسرائیلو ته په یو مهم؛ خو پټ سفر ولیږه. د اسرائیلۍ ورځپاڼې “ماریو” په وینا، دغه شپږ کسیز پلاوي په تلابیب او یروشلم کې یوه اونۍ تېره کړه او د اسرائیلو له څو سیاسي مشرانو او د بهرنیو چارو له لوړپوړو چارواکو سره یې ښه ګرم ملاقاتونه وکړل. پدې موقع اجمل د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي و، چې پاکستان ته باید د اسلامي سیاحت رسمي پیل وشي. اجمل د سفر نه د راستنېدو پر مهال وزیر اعظم نواز شریف ته مشوره ورکړه، چې پاکستان باید ژر تر ژره اسرائیل په رسمیت وپیژني او موږ ته نور د نورو (فلسطینیانو) جګړو ته اړتیا نشته.

دا اړیکي تر دې علني شوې، چې د ۱۹۹۷ کال په سپتمبر کې د وزیر اعظم نواز شریف ځانګړي استازي صدیق الفاروق د آسیا مجلې “دی مسلم” سره په مرکه کې وویل: پاکستان لپاره د یهودي دولت (اسرائیلو) په رسمیت پیژندل کوم زیان نلري.

بیا په ۱۹۹۶ کال کې اته پاکستاني خبریالان په ګډه اسرائیلو ته لاړل. دا د پاکستاني خبریالانو لومړی رسمي سفر و؛ خو دا سفر هم پټ وساتل شو؛ ځکه د دې سفر تر شا یوه مهمه او سیاسي څېره وه.

په ۱۹۹۷ کې مهم اسرائیلي سوداګر یاکو نمرودي پاکستان ته سفر وکړ او د هغه وخت د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر گوهر ایوب خان سره یې د دواړو هېوادو ترمنځ د سوداګرۍ، روغتیا، کرنې، ټکنالوژۍ، الوتکو اضافي پرزو او مذهبي ځایونو د زیارت او سیاحت د لا اسانۍ په اړه خبرې او لیدنې وکړې.

په ۱۹۹۸ کال کې د پاکستان د هغه مهال لومړی وزیر نواز شریف ته خپل اسرائیلي سیال بنیامین نتنیاهو د خپل ځانګړي استازي له لارې پیغام ور واستاوه، چې ایران ته اټومي ټکنالوژي ور نکړي.

په ۲۰۰۱ کال کې د پاکستان د هغه وخت حکومت، د پاکستان د څارګرې ادارې (آی ایس آی) له لارې اسرائیلو ته راپور ورکړ، چې خلیجي هېوادونه، ایران او لیبیا د اټومي ټکنالوژۍ د ترلاسه کولو هڅې کوي.

په ۲۰۰۳ کې جنرال مشرف د کابینې په غونډه کې له اسرائیلو سره د سفارتي علني اړیکو د جوړولو موضوع راپورته کړه. په ۲۰۰۵ کال کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه وشوه.

د جنرال مشرف په دوره کې د دواړو هېوادونو ترمنځ تر ډیره په سفارتي او غیر سفارتي کچه خبرې اترې روانې وې. په ۲۰۰۵ کال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خورشید محمود قصوري او د هغه اسرائیلي سیال سلون شلوم ترمنځ هم ښه ګرم ملاقاتونه وشول.

جنرال مشرف لومړی مسلمان پاکستانی مشر و، چې د اسرائیلۍ ورځپاڼې لخوا ورسره په لندن کې مرکه وشوه او لومړی مسلمان مشر و، چې په امریکا کې د ورلډ جیوش کانګریس کې یې وینا وکړه او اسرائیلو سره د سفارتي اړیکو د جوړولو په اهمیت یې ټینګار وکړ.

د ۲۰۰۶ کال د مۍ میاشتې په ۷ مه بې نظیر بټو د نیویارک په تر ټولو لوکس هوټل کې د اسرائیلۍ څېرې (David Ben-Gurion) چې د اسرائیلو لومړی صدر اعظم او د اسرائیلي دولت بنسټ ایښودونکی دی، د پیدایښت ورځ ولمانځله او بیل یې هم بې نظیر بټو پخپله ورکړ. د واشنټن ډي سي او تلابیب مهمو سیاستوالو په ځانګړي ډول پدې محفل کې ګډون کړی و. بیا د پاکستان د پیپلز پارټۍ څو مخکښو مشرانو په اسرائیلي بانډونو کې پانګونه وکړه، ځکه په امریکا کې په دې بانډونو کې په پانګونه باندې مالیه کمه ده.

په ۲۰۰۷م کال کې د پاکستان د پیپلز پارټۍ یوه مهمه څېره (چې اوس یې له نړۍ سترګې پټې کړې) نیویارک او واشنټن ته لاړه او بیا له هغه ځایه د اسرائیلو تلابیب ته سفر وکړ.

تر دې هم ژورې اړیکي موجودې دي، په ځانګړي ډول د پاکستان پوځ او څارګرې ادارې (آی ایس آی) او اسرائیلو د څارګرې ادارې (موساد) ترمنځ، هم مسلکي اړیکې او هم منظم ژورنالونه موجود دي او دواړه په منظم ډول یو له بل سره هر ډول استخباراتي معلومات شریکوي.

د پاکستان څارګره اداره (آی ایس آی) موساد ته هر وخت استخباراتي معلومات ورکوي، چې یو مهم خبر یې، د سپتمبر او نومبر ۲۰۰۸ په منځ کې په هندوستان کې د اسرائیلي وګړو په اړه و، چې د ممکنه خطر په باب و. د ویکی لیکس ورځپاڼې د افشا کړیو اسنادو په استناد د (آی ایس آی) د هغه وخت مشر لیفټیننټ جنرال شجاع پاشا له موساد سره هر وخت مستقیمه اړیکه درلوده. د ویکي لیکس په وینا، په ۲۰۱۰م کې یو امریکايي سفارتکار واشنټن ته کیبل واستاوه، چې شجاع پاشا له اسرائیلو سره مستقیمه اړیکه لري او اسرائیلو ته راپور ورکوي، چې د هغوی وګړي په هندوستان کې په څو ځایونو کې د برید له خطر سره مخ دي.

په ۲۰۱۳ کال کې د برتانیا د سوداګرۍ او مهارتونو وزارت وویل، چې په ۲۰۱۱ کال کې به اسرائیلو د برتانیا له لارې پاکستان ته پوځي وسایل ورکول، چې په کې به د الیکترونیکي جګړې سیستم او د الوتکو پرزې شاملې وې؛ خو پاکستان او اسرائیلو دواړو دا خبره رد کړه.

د پاکستان او اسرائیلو اړیکې یوازې تر پوځي او استخباراتي همکارۍ پورې محدودې ندي، بلکې په لوبو کې هم همکاري شوې ده. د پاکستان د کرکټ ټیم ټرینر او فزیوتراپسټ ډاین کیسل یو اسرائیلي یهود و، چې په اسرائیلي پوځ کې یې درې کلنه دنده هم ترسره کړې وه او مخکې د سریلانکا د کرکټ ټیم فزیوتراپسټ پاتې شوی و.

همدا شان په ۲۰۱۵ کال کې یو اسرائیلي ساینس پوه د پاکستان اکاډمي آف ساینس لاهور کې د یوه کانفرانس برخه و.

لنډه دا چې هر وخت د پاکستان سیاسي، پوځي او استخباراتي مشرانو د اسرائیلي چارواکو سره اړیکې درلودلې. د پاکستان د بهرنیو چارو له اول وزیر سر ظفرالله څخه نیولې، د پوځي واکمنانو ایوب خان، جنرال یحییٰ، جنرال ضیاء، جنرال مشرف، جنرال باجوه، مارشال عاصم منیر، یا ملکي مشرتابه، بې نظیر بټو او نواز شریف ټول په یوه یا بله توګه د اسرائیلو سره اړیکې لرلي دي. دا اړیکې زیاتره په واشنټن، لندن، د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر، نیویارک، منځني ختیځ، کاراکاس، اوټاوا، بروکسل او روم کې وي، سربیره پر دې، په مستقیم ډول په تلابیب کې پاکستاني ډیپلوماتانو له اسرائیلي چارواکو سره لیدنې لرلې او لا رواني دي.

پاکستان لخوا اسرائیل په علني توګه ځکه په رسمیت نه پیژندل کیږي، چې دلته درې ستونزې موجودې دي:
1. د مسلمان هېوادونو په ځانګړي توګه، عربو هېوادونو سره یووالی لري، ځکه چې یوه مذهبي ایډیالوژي لرونکی هېواد اړ دی، چې خپله بهرنۍ پالیسي د دې مطابق وساتي.
2. د اسرائیلو سره د سفارتي اړیکو جوړول به عرب هېوادونه د پاکستان پر ضد کړي.
3. په پاکستان کې مذهبيان لا د سیکولرانو په وړاندې ځواکمن دي، چې د اسرائیلو سره هر ډول اړیکه د دوی د سخت غبرګون سبب ګرځي.
خو ولې د پاکستان او اسرائیلو ترمنځ پټې اړیکې اوس هم موجودې دي او اوس د عاصم منیر له حرکاتو، چې اردن کې د موساد سره درې ورځې لیدنې لرلې، امریکا په سولې بورډ کې شریک شو او لویدیځو هېوادونو ته د پاکستان هره پریکړه ورسپاري؛ معلومیږي، چې د دواړو هېوادونو دا پټې اړیکې به علني شي.

د پاکستان-اسرائیل اتحاد سازمان (Pakistan Israel Alliance) په نوم یو سازمان چې په څو ژبو نشرات کوي او په پاکستان کې فعالیت کوي، د پاکستان ولس ته بلنه ورکوي، چې پاکستان او اسرائیل کولی شي د افراطیت د ختمولو لپاره یو بل سره همکاري وکړي او دا کار د دواړو هېوادو لپاره ګټه لري. اسرائیل په ځانګړې توګه په دښتي سیمو کې د پرمختللې ټکنالوژۍ له لارې په کرنه کې لوی پرمختګ کړی او پاکستان کولی شي له دې څخه ګټه واخلي او خپله کرنه ښه کړي.

پاکستان کولی شي اسرائیلو ته مېوې، پنبې او قیمتي ډبرې صادرې کړي او په بدل کې یې ښې پرمختللې پوځي مرستې ترلاسه کړي.

د دغه سازمان د ټولو نشراتي محتواوو منځپانګه دا ده، چې د پاکستان دولت او د اسرائیلو دولت دواړه حقیقت دي. اسرائیل هېڅکله د پاکستان دښمن نه و، نه دي او تل د پاکستان په اړه ښې هیلي لري او پدې پوهیږي، چې پاکستان یو ښه واقعیت دی. فلسطین یوه سیاسي مسئله ده او تر ګډ سیاست تړلې ده او پاکستان او اسرائیل دواړه یوځای منځګړیتوب ترسره کولی شي.

پاکستان د فلسطین په مسئله کې او اسرائیل د پاکستان – هند د اړیکو د ښه کولو په مسئله کې منځګړیتوب کولی شي. د دواړو هېوادونو نږدې کېدل کولی شي د پاکستان هغه نړیوال شهرت چې په ترهګرۍ کې یې لري ښه کړي. دا دواړه هېوادونه له ترهګرۍ سره مخ دي او کولی شي لدې سره په ښه توګه او په ګډه مقابله وکړي او لا هم پرمختګ وکړي.

د پاکستان ـ اسرائیلو اتحاد سازمان وړاندې لیکي، کله چې د پاکستان پوځي جنرالان، سیاسي او د استخباراتي ادارو مشران، اسرائیلو سره شخصي او نورې اړیکې درلودلې؛ اوس وخت راغلی چې د پاکستان شعور لرونکي خلک دا اړیکې نه یوازې په ښکاره توګه ومني، بلکې پخپلو مشرانو فشار راوړي، چې اړیکې په عامه کچه څرګندې کړي او د یوې نوې سیاسي دورې پیل وکړي، چې هدف یې د پاکستان هوساینه او بریا وي؛ ځکه د دواړو هېوادو اړیکې د وخت غوښتنه ده او هغه وخت لرې ندی، چې د پاکستان او اسرائیل اړیکې په نوې دوره کې شاملې شي او دواړه ملتونه یو له بل سره مینه او احترام ولري.

شریکټویټ
مخکینی پوسټ

د اسلامي امارت د زغم سياست او د پاکستان د کړکېچ ريښې

ورته مقالې

خوارج العصر

اسلامي نړۍ ته د داعش خدمتونه؟!

اکتوبر 23, 2023
خوارج العصر

د بغدادي خلافت او جهادي تنظیمونه

سپتمبر 18, 2023
په اوسني دور کې د اسلام د بقاء حالت! دویمه برخه
دیني لیکني

په اوسني دور کې د اسلام د بقاء حالت! دویمه برخه

سپتمبر 15, 2024
رټل شوی مقاومت د داعش په جامه کې! عثمان خالد
خوارج العصر

رټل شوی مقاومت د داعش په جامه کې! عثمان خالد

سپتمبر 15, 2024
خوارج العصر

داعش د امریکا د ګټو په لټه کې

اکتوبر 30, 2023
داعش؛ د مذهبي اختلافاتو د پراختیا په لټه کې! اسد لغماني
خوارج العصر

داعش؛ د مذهبي اختلافاتو د پراختیا په لټه کې! اسد لغماني

سپتمبر 14, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • مشهور
  • تبصرې
  • وروستي
په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

اگست 7, 2024
د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

مارچ 24, 2024
پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

مارچ 25, 2024
د بامیانو په مرکز کې په بهرنیو سیلانیانو د بريد په اړه تازه جزئيات:

د بامیانو په مرکز کې په بهرنیو سیلانیانو د بريد په اړه تازه جزئيات:

مې 18, 2024
صومالیا کې د پيسو د نه ورکړې په سر د داعش ګواښونو له امله سوداګریز ځایونه تړل شوي

صومالیا کې د پيسو د نه ورکړې په سر د داعش ګواښونو له امله سوداګریز ځایونه تړل شوي

2

”د جنوب ختیځې اسیا لپاره د داعشیانو والي وژل شوی“

2

داعش او د بلوڅانو قتل عام

1

د المرصاد ازاده او خپلواکه ویب پاڼه پر لیکه شوه

1
د پاکستان او اسرائیلو پټې استخباراتي اړیکي

د پاکستان او اسرائیلو پټې استخباراتي اړیکي

فبروري 25, 2026
د اسلامي امارت د زغم سياست او د پاکستان د کړکېچ ريښې

د اسلامي امارت د زغم سياست او د پاکستان د کړکېچ ريښې

فبروري 25, 2026
په پاکستان کې د روانو شخړو علتونه!  لومړۍ برخه

په پاکستان کې د روانو شخړو علتونه! لومړۍ برخه

فبروري 25, 2026
د پاکستان – افغانستان ترمنځ سیاسې بې ثباتۍ؛ ستونزه چیرې ده؟

د پاکستان – افغانستان ترمنځ سیاسې بې ثباتۍ؛ ستونزه چیرې ده؟

فبروري 24, 2026

Popular Stories

  • په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

    په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • د بامیانو په مرکز کې په بهرنیو سیلانیانو د بريد په اړه تازه جزئيات:

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • پاکستان کې د داعشیانو لخوا په نښه کېدونکو کسانو لیستونه ترلاسه شوي!

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • کتابتون
د المرصاد اړیکه: info@almirsaad.com

جمله حقوق ټولو مسلمانانو ته خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

هیڅ نتیجه نلري
ټولې پایلې وګورئ
  • کورپاڼه
  • مهالني تبصري
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
  • شننې او لیکنې
    • خوارج العصر
    • سیاسي لیکني
    • جهادي لیکني
    • دیني لیکني
  • علماء
    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
  • د امت نومیالي
  • اصدارات
  • انفوګرافیک
  • کتابتون
  • میقات ویب
  • المرصاد
    • عربي
    • EN
    • اردو
    • دري
    • Русский
    • Türkçe
    • o’zbek
    • Dhivehi
    • বাঙালি

جمله حقوق ټولو مسلمانانو ته خوندي دي.

Go to mobile version