الله جل جلاله له مسلمانانو او خپلو مخلصو بندګانو سره وعده کړې ده، چې د دوی له صفونو به خبیث او ناپاکه خلګ بېلوي.
په هره زمانه کې، چې الله جل جلاله د مسلمانانو د صفونو د تصفیې اراده کړې ده؛ هلته یوه ډېره وړه او ناچیزه پیښه را منځته شي، چې د هغې په اساس د مسلمانانو په صفونو کې چاڼ وشي؛ حق او باطل سره بېل شي، که چیرې داسې و نه شي؛ د مسلمانانو صفونه به په خپل منځ کې له لویو لویو ستونزو سره مخ شي، چې وروسته به یې حل ډېر ستونزمن وي.
دا د صفونو چاڼ الله جل جلاله په مختلفو اوقاتو کې، په مختلفو طریقو سره کوي، کله د مخلص او د منافق چاڼ، کله د مسلمان او کافر، کله د اهل السنة چاڼ له نورو ګمراهو ډلو څخه کوي.
خو زمونږ په زمانه کې احکم الحاکمین ذات خپل حکمت او مصلحت په خورا مهم ځای کې ښکاره کړ، کله چې د امارت اسلامي په مشرۍ؛ د دنیا ټول کفار او د هغوی لاسپوڅي د امریکا په مشرۍ د ماتې په درشل ودریدل او د فتحو نغمې د مظلومو مسلمانانو او مجاهدینو تر غوږونو ورسیدې؛ نو د امارت اسلامي په صفونو کې قوي چاڼ او تصفیې ته اړتیا وه، چې باید شوې وای.
ځکه وروسته چې کومه فتحه راتله او یو مسؤلیت د نظام په شکل کې، د امارت اسلامي پر اوږو بار کېده؛ نو هغه باید د اهل السنة والجماعة د عقیدې او لارښونو په اساس وای، خو دا چې دلته شل کاله په جهادي صفونو کې هر ډول خلګ ننوتلي و؛ نو مجاهدینو ته ددې خلکو تصفیه له امکان وتلې وه.
هم هغه و چې په عراق کې، د بغدادي په نوم یو سرکش انسان د خلافت دعوه وکړه او د نړۍ ټول افراطیان او خوارج پرې را ټول شول او د مسلمانانو صفونه چې له دې ګندګۍ څخه ډک و؛ الله تعالی په ډېره ښه او أحسنه طریقه سره پاک او صفا کړل.
که چیرې داسې نه وای شوي؛ نو اوس به د نړۍ ټول مجاهدین د امارت اسلامي په شمول، په خپل منځ کې په ژورو اختلافاتو بوخت وای، چې دې کار به د اسلامي امارت نظام، سیاست او حکومت ته خورا زیاته صدمه رسولې وای.