د افغانستان اسلامي امارت د ۲۰۲۶م کال د فبرورۍ په ۱۷مه اعلان وکړ، چې د ۲۰۲۵م کال د اکتوبر په ۹مه د پاکستاني پوځ له لوري پر افغانستان د بې دلیله پیل شوې جګړې په غبرګون کې، د اکتوبر په ۱۲مه ترسره شوي ځوابي برید کې نیول شوي د پاکستاني پوځ درې تنه عسکر، د سعودي عربستان د سفارتي منځګړیتوب تر بشپړېدو وروسته خوشې کړل شول. دغه عسکر هغه سعودي پلاوي ته وسپارل شول چې کابل ته راغلی و، تر څو یاد خوشې شوي پاکستاني پوځیان خپل هېواد ته وسپاري.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه ګام د مبارکې رمضان میاشتې د درناوي، د ورور هېواد سعودي عربستان د غوښتنې د منلو، او له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو د پالیسۍ د دوام په توګه یاد کړی دی.
نړیوالو خبري اژانسونو، په ځانګړي ډول Reuters او Associated Press، دا خبر په پراخه کچه خپور کړی دی؛ خو د تمې خلاف، د پاکستان په رسمي او کورنیو رسنیو کې د دې موضوع په اړه آن یوه لنډه یادونه هم تر سترګو نه شوه. همدارنګه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او یا هم د هغه هېواد د پوځي واکمنۍ له لوري کوم څرګند او رسمي ولسي بیان هم نه دی خپور شوی. د پاکستان له لوري دا چوپتیا پخپله د پاکستان پر رول او دریځ یو ستر پوښتنیز نښه راولاړوي. ښايي په دولتي کچه دا موضوع حساسې بلل شوې وي، خو د پاکستاني پوځي چارو څارونکي په دې باور دي چې دا چوپتیا د خپلې کمزورۍ د پټولو هڅه ده.
د شالید په توګه باید یادونه وشي چې د ۲۰۲۵م کال د اکتوبر د نښتو پر مهال، د افغانستان د اسلامي امارت مجاهدینو په ځوابي عملیاتو کې د پاکستاني پوځي واکمنۍ ۵۸ تنه سرتېري ووژل او نږدې ۳۰ نور یې ټپیان کړل. بل لور ته، د پاکستاني پوځي واکمنۍ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) له حقایقو څخه په څرګند انحراف سره د خپلو وژل شویو او ټپیانو شمېر تر واقعي اندازې ډېر کم ښودلی و.
په همدې موده کې د پاکستان په رسنیو کې دا ادعاوې هم ګرځېدې چې «پاکستاني پوځي واکمنۍ د ډیورنډ کرښې ته څېرمه په افغان سیمو کې پرمختګ کړی او د افغانستان پر څو پوستو یې ولکه ټینګه کړې ده». خو د څو ورځنیو نښتو پر مهال، هماغه پاکستاني رسنۍ چې د عجیبو او غریبو دعوو په خپرولو بوختې وې، د خپلو درېیو پوځیانو د نیول کېدو په اړه یې هېڅ خبر خپور نه کړ. پوښتنه دا ده چې کله پاکستاني رسنیو او پوځي واکمنۍ د ډول ډول ادعاوو ننداره روانه کړې وه، نو د خپلو سرتېرو د نیول کېدو څرګندولو کې یې څه خنډ درلود؟ ولې په دې تړاو بشپړه چوپتیا غوره شوه؟
باید په یاد ولرو چې په پاکستان کې حساسې پوځي چارې تر هغه مهاله رسنیزې نه شي، ترڅو چې پوځي واکمني یې په رسمي ډول تأیید نه کړي. د «آفیشل سیکرټ ایکټ»، د پیمرا مقررات، او د ملي امنیت تر نامه لاندې نه ویل شوې سرې کرښې د پاکستاني رسنیو د فعالیت ساحه را تنګوي. له همدې امله، د ځایي رسنیو دا چوپتیا د پوځي واکمنۍ له فشار څخه بېله نه شي ارزول کېدای. خو ستونزه یوازې د قانوني محدودیتونو نه ده؛ دلته د باور مسئله هم مطرح ده.
د ننني ډیجیټلي عصر په شرایطو کې پر معلوماتو بشپړ کنټرول نور ممکن نه دی پاتې. کله چې نړیوال بنسټونه خبر خپروي او د ټولنیزو رسنیو له لارې یې جزییات لاس په لاس ګرځي، نو د رسمي او ځایي ادارو چوپتیا پخپله په یوه ننداره بدلېږي. د خلکو په ذهن کې دا پوښتنه راولاړېږي چې که د ادعا شوو بریاوو شور هر لور ته خپور شوی و، نو د زیان خبر ولې پټ کړای شو؟ او که زیان نه و اوښتی، نو بیا د خوشې کېدو خبر له کومه راغی؟ په پاکستان کې همدا هغه تشه ده چې د ابلاغاتو کارپوهان یې د «Credibility Gap»، یعنې د دولتي بیانیې او د ولسي باور تر منځ د پراخېدونکي واټن، په نوم یادوي.
همدارنګه، په وروستیو کلونو کې د پاکستاني پوځي واکمنۍ له لوري یو نوی تمایل هم راڅرګند شوی دی: هره هغه ویډیو چې د پوځ جدي نیمګړتیاوې او تېروتنې بربنډوي، او یا د مقابل لوري ادعاوې، سمدستي «اېآی جوړې شوې» یا «ډیپفېک» بلل کېږي. بېشکه، د مصنوعي ځیرکتیا په زمانه کې جعلسازي شونې ده؛ خو دا پوښتنه پر ځای ده چې ایا د پاکستاني پوځي واکمنۍ له لوري د هرې نا موافقې خبر جعلي ګڼل، په اوږده مهال کې رښتیا هم یوه مثبته او ګټوره تګلاره کېدای شي؟
د ناقدینو په اند، دا ډول غبرګون د ستونزې د روښانتیا پر ځای لا زیات ابهام رامنځته کوي او د مسئلې څخه د تېښتې نښه بلل کېږي. خو د پاکستان د درېیو پوځي بندیانو د خوشې کېدو په قضیه کې یو ټکی بل ډول و، چې له امله یې پاکستاني پوځ ته دا زمینه برابره نه شوه چې دا موضوع «اېآی جوړې شوې» یا «ډیپ فېک» وبلل شي؛ او هغه دا چې د دغو بندیانو خوشې کېدل د سعودي عربستان د منځګړیتوب له لارې ترسره شوي دي.
سره له دې، د پاکستاني رسنیو چوپتیا که څه هم د حیرانتیا وړ ده، خو له تمې لرې نه ده. همدا لامل دی چې د پاکستان ولس د اطلاعاتي جګړې په دې ډګر کې د پاکستاني پوځ چوپتیا او یا هم پرله پسې انکار د پوځي واکمنۍ د کمزورۍ نښه ګڼي. په همدې توګه، د پاکستان د خلکو ترمنځ دا باور هم پیاوړی شوی چې پاکستاني پوځ د افغانستان د اسلامي امارت پر وړاندې داسې دریځ ته رسېدلی، چې ان له اسلامي امارت سره خپل روښانه او واضحه مسائل هم د منځګړیتوب پرته نه شي هوارولی.
خو د دې پېښې یو بل د پام وړ اړخ هم شته، کله چې درې تنه سرتېري له اکتوبر راهیسې په بند کې وو او خوشې کېدل یې د سعودي د منځګړیتوب له لارې عملي شول، نو دا څرګندوي چې اسلامي امارت هڅه کړې ده تر خپله وسه موضوع له پوځي نښتې لرې وساتي او د دیپلوماسۍ په چوکاټ کې یې حل کړي.
د رمضان د مبارکې میاشتې د درناوي او د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو په رڼا کې د خوشې کېدو اعلان، که یو سیاسي پیغام دی، نو له بلې خوا دا هم څرګندوي چې له ترینګلتیا سره سره د خبرو او مذاکراتو دروازه نه ده تړل شوې. د افغانستان د اسلامي امارت دا تګلاره په سیمه کې د ځواک د توازن او د دیپلوماتیکې ځان باورۍ یو څرګند نښه بلل کېږي.
دلته د پاکستاني پوځي واکمنۍ د چوپتیا په رڼا کې دا پوهېدل هم اړین دي چې عموماً دا دلیل وړاندې کېږي، چې په داسې قضیو کې چوپتیا د پوځ د مورال د ساتنې لپاره ضروري ګڼل کېږي، څو ولس د خپل پوځ کمزوری اړخ و نه ویني او پوځ د ماتېدونکي ځواک په توګه او ځان نا امنه و نه ګڼي. خو نننی پېر د ۱۹۹۰مې لسیزې پېر نه دی؛ نن هر وګړی په لاس کې ګرځنده ټیلیفون لري او حقیقتونه د «پیمرا ایکټ» تابع نه دي.
که ولس د خپل هېواد د زیانونو خبر یوازې له بهرنیو سرچینو ترلاسه کړي، نو دا کار هم پوځي مورال له منځه وړي او هم د ولس باور سخت زیانمنوي. د ولس له لوري دا احساس چې «موږ په تیاره کې ساتل کېږو»، د هر دولت لپاره په اوږده مهال کې یو جدي خطر کېدای شي. د معلوماتو د پټولو تګلاره که څه هم په لنډ مهال کې خیالي بُت ژغورلای شي، خو د باور کړکېچ لا ژوروي.
یوه خبره روښانه ده، په معاصر عصر کې د معلوماتو پټول ملي ګټه نه ده، بلکې ډېری وخت ملي زیان ګرځي. د دولت وقار د بشپړې چوپتیا پر بنسټ نه ولاړ وي، بلکې پر منظمې، روڼې او پرلهپسې رښتیا ویلو ولاړ وي. د درېیو بندیانو خوشې کېدل ښايي یو کوچنی پېښه ښکاره شي، خو په پاکستاني ټولنه کې یې د پوځي بیان بازۍ د باور وړتیا په اړه سترې پوښتنې راولاړې کړې دي.












































