د عثماني امپراتورۍ او عیسویانو تر مینځ هوکړه:
د عثماني امپراتورۍ د قوت په لیدلو سره ښې او چپ دواړو لورو ته هېوادونه له ویرې په رپېدو شول، په ځانگړې توګه د هغو هیوادونو وېره د ليدلو وه چې کمزوري وه، همدا لامل و چې د (راجوزه) جمهوري سلطنت له پیل کولو سره سم د سلطان مراد په خدمت کې سفارت روان کړ او د دوستۍ د معاهدې وړانديز يې ورته وکړ.
د دې معاهدې له کبله د دواړو هيوادونو تر مينځ تجارتي اړيکې جوړي شوې او دا هم په هغوی ومنل شوه چې جمهوري راجوزا به ددې معاهدې په بدل کې (۵۰۰) قيمتي (دوق) چې د دې هېواد پیسې وې کلنۍ مالیه ورکوي، دا هوکړه لومړنی هوکړه وه چې د عثماني دولت او عیسویانو تر مینځ شوې وه.
د کوسوو جگړه:
سلطان مراد د خپلو سپه سالارانو د کار طریقه پرېښوده او په خپله تر لرې پوري بالكان ته ننوت، چې له امله یې د سربیې خلکو ته شک پیدا شو او دوی په اروپا کې د پاچا له شتون څخه د گټې اخیستنې کوښښونه وکړل، څو ځله یې په بالکان کې په عثماني اردو برید وکړ خو د عثمانیانو په وړاندې یې د یادونې وړ بریا ترلاسه نه کړه، همدارنگه سربیانو، بوسنیانو د بلغاریې له اوسېدونکيو سره هوکړه وکړه او يو اروپايي صليبي لښکر یې تيار کړ.
دلته سلطان مراد له بشپړې تيارۍ سره خپل پوځونه د بالکان کوسوو سیمې ته رسولي وه، ويل کېږي چې د سلطان مراد له وزير سره د جگړې په وخت د قرآن کریم یوه نسخه وه کله چې یې قرآن کریم خلاص کړ نو په غير ارادي ډول يې سترگې په دې ايت شريف ولگیدې.
يأَيُّهَا النَّبِيُّ حَرْضِ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى الْقِتَالِ إِنْ يَكُنْ مِّنْكُمْ عِشْرُونَ صَبِرُونَ يَغْلِبُوْا مِائَتَيْنِ وَإِنْ يكُن مِّنْكُمْ مَّائَةً تَغْلِبُوا أَلْفً مِّنَ الَّذِينَ كَفَرُوا بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَفْقَهُونَ ] (الانفال (٦٥)
ژباره: ای پیغمبره! مؤمنان جگړې ته وهڅوه، که له تاسې نه شل تنه صابران وي نو هغوی به پر دوو سوو برلاسي شي او که سل تنه داسې وي نو د حق د منکرانو په زرو تنو به برلاسي شي، ځکه چې هغوی داسی خلک دي چې پوهه نه لري.
وزیر محترم په دې نیک شگون گمان وکړ او دا یې د مسلمانانو په فتحه تعبير کړ، له دې واقعې سره ټول پوځ هم په فتحه باوري شو، دواړه پوځونه یو بل ته مخامخ ودرېدل او له لږ ځنډ وروسته جگړه و نښته، جگړه سخته شوه او په پای کې دا جگړه د مسلمانانو په څرگنده او يقيني بريا سره پای ته ورسیده.
د سلطان مراد شهادت:
د کوسوو جگړې له بریا وروسته سلطان د جگړې د ډگر لیدنه کوله، د مسلمانانو د شهيدانو په کتارونو کې گرځید او د هغوی لپاره یې دعا کوله، د ټپیانو پلټنه یې وکړه او د هغوی د تداوي امر یې وکړ د دوی په مینځ کې یو سرتیری پاڅېد چې په مړو کې پروت وو او ځان یې په مړو کې پټ کړی و، دا شخص د سریبی و، د سلطان په لور یې منډه کړه ساتونکو ونیوه خو هغه دا بهانه وکړه چې له سلطان سره خبرې کول غواړي او د هغه په لاس د اسلام د قبلولو هيله لري، سلطان خپلو ساتونکو ته اشاره وکړه چې را پرې یې ږدي، هغه د سلطان د لاس د ښکلولو تمثیل وکر خنجر یې راوویست او په سلطان ېې برید وکړ، سلطان ټپي شو او د شعبان په پينځلسمه په (۷۹۲هـ) کال یې د شهادت تاج په سر کړ او د الله تعالی په لار کې شهید شو.
د سلطان مراد وروستۍ خبري:
“زه یوازې دومره وخت لرم چې یوازې د الله تعالی شکر په ځای کړم، هغه په پټو خبرو پوهېږي او د دې فقير د دعا قبلونکی دی، زه شاهدي ورکوم چې له الله تعالى پرته بل حقیقي معبود نشته، د شکر ستاينې او ستایلو وړ یوازې هغه دی، زما وروستی وخت را ورسید، ما په خپلو سترگو د اسلامي لښکرو برياوې وليدلې، تاسې زما د زوی بایزید پیروي وکړئ، بندیان مه ځوروئ او مه یې شرموئ، زه تاسې سره خدای په اماني کوم، خپل لوى بريالی لښکر د الله تعالی رحمت ته سپارم، هغه به زمونږ امپراتوري له هر ډول بدۍ څخه وساتي، له دې وروسته دا لوی شخصیت خپل روح په ۶۵ کلنۍ کې خدای ته وسپاره.