د باجوړ برید او د داعش موخې

مجیب احمد

په لاندې مطلب کې به د عنوان سربیره د دغه دوو پوښتونو ځوابونه هم تر لاسه کړی، چې داعش ولې باجوړ کې برید وکړ؟ او ولې یې مذهبي تنظیم په نښه کړ؟

په افغانستان کې د امریکا تر شرمناکې ماتې او په تیښته د وتلو وروسته په ټوله سیمه کې د آمن او خپلواكۍ روح وچلېد، خو دا خپلواکي چې د لویدیځ د پلانونو لپاره ستر چلینج دی؛ نو د دغه خپلواکۍ د ځپلو لپاره یې په سیمه کې پیچلي استخباراتي پلانونه مخکې له مخکې ترتیب او ورځ په ورځ را څرګندیږي، چې په نظامي اړخ کې د پلانونو د تطبیق لپاره یې د داعش په نوم وحشي تنظیم ملا وتړله.

بهرحال! دا چې له موضوع څخه بل چیرې لاړ نه نشم، راځم دې پوښتنې ته، چې داعش ولې په باجوړ کې برید وکړ؟
او ولې یې مذهبي ګوند جمیعت علماء اسلام په نښه کړ؟

د دې لپاره چې لیکنه غموونکي نشي؛ نو په لنډه توګه د پوښتنه ځواب او د برید څخه د داعش موخې لیکم:

لومړی موخه:
داعش د دغه برید څخه څو موخې درلودلې، چې لومړی هغه یې په سیمه کې خپل شتون ثابتول ؤ، که فکر وکړو، نو په افغانستان کې د داعش د شتون خبره ډېره ډنګیدله او ورسره څنګ ته دا خبره هم کیده، چې ښایي افغانستان یو ځل بیا د داعش په څېر وحشي ډلو ټپلو په ځالګۍ بدل شي؛ خو د اسلامي امارت لخوا د دوی د رهبرۍ د له منځه وړلو پرله پسې دقیق عملیات او بیا د کوچني اختر، لوی اختر او د عاشورا د لسو ورځو د مراسمو پر وخت په ټولو ولایاتو کې د هیڅ امنیتي پیښې نه کیدل په افغانستان کې د دوی د نشتون او ځپلو څرګند دلیل کیدای شي؛ نو د افکارو د توجه اړولو لپاره یې په باجوړ کې برید وکړ.

دوهمه موخه:
د باجوړ له برید نه د داعش دوهمه مهمه موخه په افعانستان کې خپله ماتې او بربادي پټول ؤ.
که تاسو لیدلي وي، نو له ډیر وخت نه را په دېخوا دوی په سوشل ميډيا کې په خپلو تبلیغاتي او نشراتي لیکنو او فلمي کلیپونو کې په افغانستان کې د سختو او توندو بریدونو د کولو ډنډوره روانه کړې وه، چې د عاشورا په ورځو کې دا ډنډوره ډېره تیزه شوه، خو په ټولو لسو ورځو او په ټولو ولایاتو کې دوی کوم برید ونشوای کړای؛ نو دا خبره واضحه شوه، چې داعش نور دلته په افغانستان کې ماتې خوړلې ده؛ نو د دې ماتې د پټولو لپاره یې په باجوړ کې برید وکړ، ترڅو ذهنونه بل خوا واړوي.

درېیمه موخه:
داعش د باجوړ له برید نه بله موخه اسلامي امارت باندې د نړیوالو علماوو، سترو مذهبي تنظیمونو او علمي جریانونو بدګمانه کول او د اسلامي امارت تجریدول و.
که تاسو ته یاد وي په تېر امارت کې د بندیزونو پر مهال برتانیا میشتو علماء کرامو د اسلامي امارت په ګټه غږ پورته کړی و، تقریبا هغه وخت یې درې سترې نړیوالې غونډې د اسلامي امارت په پلوی او د بندیزونو د لرې کولو په باب جوړې کړې وې، چې د نړۍ له ګوټ، ګوټ نه مشهورو علماوو، مذهبي تحریکونو او د علمي جریانونو مهمو استازیو په کې ګډون کړی و، دا دې هماغه وخت ته ورته همدا اوس کابل ته برتانیا میشتي علماء کرام راغلي دي او د افغانستان اسلامي امارت په هکله یې نظرونه مثبت دي؛ نو دوی باجوړ کې ولې پاکستاني علماء په نښه کړل؟ او موږ باندې څنګه خلک بدګمانه کوي؟ لنډ ځواب دا دی، چې اوس به دوی په اسلامي امارت باندې دا تورونه ولږوي، چې د ټي ټي پي (TTP) کسان په افغانستان کې اوسیږي او دا برید به په هغوی ور تمام کړي، چې په دا تبلیغاتو کې به امریکا او د هغه ملګري سخت لاس ورسره یوسي او په دې توګه خدای مکړه که سل فیصده نه وي، خو ۵۰ فیصده تبلیغات به خلک متاثر کړي.

څلورمه موخه:
د باجوړ له برید نه د داعش څلورمه موخه دا وه، چې د اسلامي امارت اقتصادي او تجارتي پالیسۍ ته ضربه ورسوي، که ستاسو فکر وي، نو د افغانستان د سږ کال د صادرتو کچه دوه ملیارده ډالرو ته رسېدلې وه، چې دا د هغه تجارت وجه ده، چې له ګاونډیو او د سیمې له نورو هیوادونو سره د غزیدلو لارو نه شوی دي، چې دومره زیات تجارت په سرحد کې د تجارانو لپاره د اسانتیاوو د را منځته کیدو له امله و؛ نو بناء د دا ډول بریدونو د مخنیوي په خاطر ښایي دواړه هیوادونه امنیتي ملاحظات زیات کړي، چې دا بیا حتماً زموږ په اقتصاد او تجارت دواړو باندې اغیزه کولی شي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version