الحمدلله، یو ځل بیا د نېکمرغه لوی اختر مبارکې ورځې په ټول افغانستان کې د امن، سکون او ورورولۍ په فضا کې تېرې شوې. دا اختر یوازې د عبادت، قربانۍ او خوښۍ ورځې نه وې، بلکې د افغان ولس لپاره د ډاډ، ثبات او ملي ارامتیا ښکاره انځور هم و. له کلونو جګړو، چاودنو او ناامنۍ وروسته نن افغان ولس د داسې اختر شاهد دی چې نه پکې د وینو بوی و، نه د چاودنو غږ، او نه هم د ویر او وحشت فضا.
خلک به جوماتونو ته په اندېښنه تلل، بازارونو کې به د چاودنو او مرموزو وژنو خطر موجود و، او کورنۍ به د خپلو عزیزانو د خوندیتوب لپاره د چکر په ځای په دعاوو ناستې وې؛ خو اوس د الله تعالی په فضل، د حاکم نظام د ټینګښت، د امنیتي ځواکونو د شپې او ورځې هڅو او د ولس د همکارۍ له برکته افغانستان د بې ساري امنیت څښتن شوی دی.
هغه ترخې ورځې به مو هم هیرې نه شي چې د اختر په شپو ورځو کې به د اسلام د دښمنانو له وجې د مسلمانانو زړونه له وېرې، غم او ژړا ډک وو، او نه به مو دا خوږې ورځې هیرې شي چې الحمدلله هیڅ ويره، غم او ژړا پکې نشته.
سراسر امن خوښي، او خوشالي ده. دا بل هیڅ نه دي بغير د الله تعالی له فضل او پراخه رحم څخه، ذالک فضل الله يؤتیه من يشاء.
د سږني اختر ارامې فضا نړۍ ته دا پیغام ورکړ چې افغان ولس تر هر څه زیات امنیت، ثبات او خپلواکي غواړي. لله الحمد د هیواد له لرې پرتو کلیو نیولې تر لویو ښارونو پورې خلک په ډاډه زړه ګرځېدل، د اختر لمونځونه په ارامه فضا کې ادا شول، ماشومان په خوښیو بوخت وو، او د خپلوانو تر منځ تګ راتګ په ازاد ډول ترسره کېده.
دا هغه نعمت دی چې نن یې افغان ولس ریښتینی ارزښت درک کوي. امنیت یوازې د وسلو او پوستو په مانا نه دی، بلکې دا د یوه ملت د رواني سکون، اقتصادي پرمختګ او ټولنیز ثبات اساس دی. کله چې امنیت وي، سوداګر په ډاډه زړه کاروبار کوي، زده کوونکي په ارامه فضا کې تعلیم کوي، خلک په اسانه تګ راتګ کوي او ولس له وېرې پرته ژوند کوي. د اختر په ورځو کې د بازارونو ګڼه ګوڼه، د خلکو موسکا او د کوچنیانو خوشحالي د همدې امن ژوندي تصویرونه وو.
امنیتي ځواکونو د اختر په ورځو کې ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي وو، شپه او ورځ ویښ پاتې شول څو ولس خپلې خوښۍ په امن فضا کې ترسره کړي، په ریښتیني معنی یې خپلې خوښی د ولس له خوښیو زار کړې. د دوی قرباني، شبګیرونه او اخلاص د ستاینې وړ دی، ځکه همدا مجاهد او متعهد ځواکونه دي چې د هیواد د امنیت سنګرونه یې ټینګ ساتلي دي.
له بلې خوا خوارج، فتنه ګر او د افغانستان د ثبات دښمنان یو ځل بیا په خپلو شریرو موخو کې ناکام شول. دوی تل هڅه کړې چې ددې مسلمان ولس د خوښۍ ورځې په غمیزو بدلې کړي، خو د امنیتي ځواکونو د دقیقو اقداماتو، استخباراتي چمتووالي او د ولس د همکارۍ له امله یې پلانونه شنډ شول. دا ثابته شوه چې افغان ولس نور د فتنې، ورانکارۍ او پردیو د دسیسو ملاتړی نه دی.
نن د افغانستان د امن فضا تر شا یوازې نظامي قوت نه دی، بلکې ولسي ملاتړ، دیني ارزښتونه او ملي وحدت یې بنسټيز قوت دی. دا ولس به تل بریالی وي او تل به همداسې د خوښئ اخترونه لمانځي چې د خپل نظام، خپل امنیت او خپلو ارزښتونو ساتنه، ملاتړ او قدرداني کوي.
دې ولس، چې کلونه یې د جګړو دردونه لیدلي، اوس د امن په ارزښت ښه پوه شوی او نه غواړي یو ځل بیا د ناامنۍ تورو ورځو ته وګرځي.
له دې وجې دلته هر فتنګر او شري ناکام دی، دوی دې دلته د خپلې کاميابئ خوبونه نه ګوري. دلته د امن ساتنه یوازې د حکومت او امنیتي ځواکونو دنده نه ده، بلکې هر افغان د خپل هیواد د ثبات، وحدت او امنیت لپاره خپله ونډه ادا کړې، د فتنو او د پردیو تبلیغاتو په وړاندې بیدار ولاړ شوي.
الله تعالی دې زموږ ثبات، امن او خوشالي د ټولې نړۍ د مسلمانانو لپاره د ثبات او خوشالئ ذریعه وګرځوي، آمین.









































