د عقیدې په باب کې، هم داعشي خوارج د مخکينیو خوارجو په څېر د اهل السنة و الجماعة د معتدلې عقیدې او منهج څخه منحرف شوي دي، په هغه شیانو د مسلمانانو او مجاهدینو تکفیر کوي، چې هغه کافرونکي نه دي، بلکې بعضي پکې شرعاً جائز او مشروع دي.
لکه د علي رضی الله عنه په زمانه کې، خوارجو د صحابه کرامو په داسې یوه موضوع کې تکفیر شروع کړ، چې هغه ګناه نه؛ بلکې مشروع او مطلوب کار و، چې د مسلمانانو تر منځ مصالحت و.
داعشي خوارج هم په داسې کارونو د اسلامي امارت تکفیر کوي، چې یا خو هسې پروپاګند وي یا په داسې څه باندې تکفیر کوي چې هغه مکفره څه؛ چې ناجائز هم نه وي، لکه د وائس آف خراسان په ۳۹مه ګڼه کې وايي:
طالبان د نړېوال کفري سيسټم اجیران دي، اوس دا خبره مکمله د حقايقو برخلاف یو درواغجن پروپاګند ده او بدیهي البطلان ده.
د اسلامي امارت قیادت او مشرتابه د نړۍوال سیسټم او طرز العمل مطابق چې عمومي جمهوري ټولټاکنې دي، نه دی منتخب شوی؛ بلکې د مجاهدینو د رهبري شورا (شوری اهل الحل و العقد) د شرعي بیعت له لارې الحمدلله ټاکل شوی دی.
ټولې اجتماعي پريکړې او فيصلې يې د پارلماني رایو پر ځای، د شریعت په رڼا کې د مشاورت لاندې کېږي، محاکم یې د حنفي فقهې د تشریحاتو په رڼا کې د قرآن او سنت مطابق فيصلې کوي، عزل او نصب یې د مشاورت څخه وروسته د اهلیت او کارکردګۍ په اساس؛ په شرعي امر باندې کېږي، نه ورباندې کوم جمهوري پارلمان کې رايه اچونه کېږي او نه هم د تصویب لپاره کوم جمهوري پارلمان ته وړاندې کېږي.
په تعلیمي میدان کې یې په مخلوط نظام پابندي ده، هغه مضامین په تعلیمي ادارو کې نه لوستل کېږي، چې د اسلام سره متصادم وي او مسلمانو نسلونو ته نعوذ بالله فقط اسلام د یو انفرادي معاملې په طور معرفي کوي.
په هغه ادارو او منظماتو پابندي ده، چې هغه په ټولنه کې سیکولرېزم، لیبرالیزم، لادینیت، جمهوریت، اباحییت، فحشاء، همجنسبازۍ، زندقت او الحاد ته کار کوي؛ بلکې دغسې منظمات چې د دغه کارونو لپاره فعالیت کوي، د نړېوال کفري سېسټم په اند باندې دا د موجوده عالمي نړېوال نظام او سېسټم حسن دی او دغه شان ټولنې ته نړۍوال کفري سېسټم مهذبه ټولنه او معاشره وايي.
الحمدلله اسلامي امارت د نړۍ په سطح مبارک اسلامي نظام دی، چې د دغه ګند او خباثت نه پاک دی، دلته هر هغې تبلیغي ټولنې، مدرسې، د ارشاد، احسان او تزکیې مرکز او تعلیمي ادارې ته اجازه ده؛ بلکې حوصله آفزايې يې کېږي، چې په ټولنه کې معروفات خپروي او د منکراتو ازاله کوي.
د اسلامي امارت په مبارک نظام کې ټولې خارجه او داخله پالیسۍ د شریعت په رڼا کې جوړېږي او تطبيقېږي، مونږ ته داسې کوم قانون یا کومه پالیسي په نظر نه راځي چې د شریعت خلاف وي؛ اما په انتظامي معاملاتو کې په شریعت کې توسیع ده، د زمان او مکان په اعتبار سره يې شکلونه بدلېدلای شي.
البته په انتظامي معامله کې هم داسې یو شکل اختیارول چې د اسلامي هدایاتو او لارښوونو سره په تصادم او ټکر کې وي؛ جواز نه لري، نو په انتظامي معاملاتو کې هم داسې څه په نظر نه راځي چې د اسلامي هدایاتو او اصولو سره په ټکر کې وي.
اما د ملګرو ملتونو په څېر د نړېوالو سازمانونو رکنیت او عضویت اخيستل او په هغه کې شرکت کول؛ که د شریعت په چوکاټ کې دغه عضویت اخيستل وي او په دغه غونډو کې شرکت وي، نو په دې کې کوم شرعي حرج نشته، د جائزو او مشروعو اهدافو او مقاصدو د حصول لپاره د کافرانو په اتحادیه او سازمان کې شاملېدل صرف جائز نه بلکې کله مستحسن او غوره کار وي.
لکه نبي علیه السلام لا مبعوث شوی نه و، خو په مکه مکرمه کې د عبدالله بن جدعان په کور کې یوه غونډه جوړه شوه او بعضي قریشي قبائلو په دغه غونډه کې یوه اتحادیه جوړه کړه، نبي علیه السلام هم د بعضي ترونو (کاکاګانو) سره پکې شریک شوی و، دغې اتحادیې ته حلف الفضول وايي.
نبي علیه السلام به د بعثت نه وروسته؛ هم د دغې اتحادیې او اتفاقیې (راټولېدنې) ستاینه کول او فرمايل به یې؛ چې په دغه اتحادیه کې شاملېدل ماته د سرو اوښانو نه، یعني قیمتي اموالو نه زیات محبوب دي او که د دغه عهد او پیمان لپاره زه اوس چېرته په اسلامي دور کې ور وبلل شم، نو لبیک ورته وايم.
نو د دې څخه معلومه شوه، چې د کافرو قوتونو سره د جايزو مقاصدو د حصول لپاره د هغوی په سازمانونو کې شرکت کول او د هغې برخه جوړېدل ناروا نه دي، البته د ناجايزو مقاصدو د حصول لپاره، یا د هغوی غیر مشروع غوښتنې او اصول منل شرعاً جائز نه دي، نو دلته اسلامي امارت د ملل متحد یا بل کوم نړېوال سازمان غیر شرعي غوښتنې او اصول کله منلي دي؟
مطلق اړیکه ساتل، يا د جايزو او مشروعو کارونو لپاره د هغوی په غونډو او سازمانونو کې شرکت کول؛ د نبي علیه السلام د سیرت څخه ثابته ده، لكه په الرحيق المختوم كې علامه مبارکپوري رحمه الله فرمايي:
“وقع حلف الفضول في ذي القعدة في شهر حرام، تداعت إليه قبائل من قريش: بنو هاشم، وبنو المطلب، وأسد بن عبد العزى، وزهرة بن كلاب، وتيم بن مرة، فاجتمعوا في دار عبد الله بن جدعان التيمي لسنه وشرفه، فتعاقدوا وتعاهدوا على ألايجدوا بمكة مظلوما من أهلها وغيرهم من سائر الناس إلا قاموا معه، وكانوا على من ظلمه حتى ترد عليه مظلمته، وشهد هذا الحلف رسول الله صلى الله عليه وسلم، وقال بعد أن أكرمه الله بالرسالة: لقد شهدت في دار عبد الله بن جدعان حلفا ما أحب أن لي به حمر النعم، ولو أدعي به في الإسلام لأجبت”
ژباړه: د عزت په میاشت ذی القعده کې حلف الفضول راغلی، د قریشو څو قبیلې لکه بني هاشم، بني مطلب، بني اسد بن عبدالعزي، بني زهره بن کلاب او بني تیم بن مرّه د دې اهتمام کړی و، دا خلګ د عبدالله بن جدعان تیمي په کور کې راجمع شوي و، ځکه هغه د عمر او شرف په اعتبار سره یو امتیاز درلود او په خپلو کې یې دا عهد او پیمان وکړ:
که په مکه مکرمه کې که هر څوک مظلوم په نظر راغی، هغه که د مکې مکرمې اوسېدونکی وي، که نه وي؛ نو مونږ ټول به د هغه مرسته او ملاتړ کوو، هغه ته به د هغه حق ورکوو، په دغه اجتماع کې رسول الله صلی الله علیه وسلم هم تشریف فرمایلی و او بیا چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم په رسالت او پیغمبرۍ باندې مشرف شو، نو فرمايل به یې:
زه د عبدالله بن جدعان په کور کې په یوه داسې معاهده کې موجود وم، چې ماته هغه د سرو اوښانو يعنې قیمتي مالونو نه هم زیاته خوښه او محبوبه ده او که د اسلام په دور کې ماته څوک په دغه عهد او پیمان کې د شرکت دعوت راکړي، نو زه ور ته لبیک وایم.
دغه شان کله چې د حدیبیې صلحه وشوه د قریشو سره، نو خزاعه قبیله مشرکه قبیله وه خو د نبي علیه السلام اتحادیان شول او بني بکر قبیله د قریشو اتحادیان شول او باقي قبائلو ته هم اجازت ورکړل شو چې څوک د چا ډلې ته ځي لکه زاد المعاد کې علام ابن قیم رحمه الله فرمايي:
وَدَخَلَتْ خُزَاعَةُ فِي عَقْدِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَعَهْدِهِ، وَدَخَلَتْ بَنُو بَكْرٍ فِي عَقْدِ قُرَيْشٍ وَعَهْدِهِمْ، وَكَانَ فِي الشَّرْطِ أَنَّ مَنْ شَاءَ أَنْ يَدْخُلَ فِي عَقْدِهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ دَخَلَ، وَمَنْ شَاءَ أَنْ يَدْخُلَ فِي عَقْدِ قُرَيْشٍ دَخَلَ.
ژباړه: خزاعه قبیله د نبي علیه السلام په عقد او پیمان کې داخل شوه، یعنې د نبي علیه السلام ملګري شول، قریش به د دوی خلاف نه اقدام کوي او نه به د هغه چا مرسته کوي چې په خزاعه یې برید کړی وي؛ بنو بکر د قریشو په عقد او پیمان کې داخل شول، يعنې مسلمانان به د بني بکر خلاف نه اقدام کوي او نه به د هغه چا مرسته کوي، چې په بني بکر یې برید کړی وي او باقي قبائلو ته اختیار ور کړل شو، چې د مسلمانانو اتحادیان کېږي او که د قریشو.
څه وخت وروسته؛ یوه شپه بنو بکر په بنو خزاعه باندې حمله وکړه، ځکه د دوی ترمينځه دښمني تېره شوې وه او په دغه حمله کې د بنو خراعه څه خلګ ووژل شول او قریشو په دغه حمله کې د بنو بکر پټه مرسته کړې وه، نو بنو خزاعه د شعر په ژبه د نبي علیه السلام څخه مرسته وغوښته او په خپل عهد او پیمان باندې یې د وفادارۍ غوښتنه ترېنه وکړه.
دا چې دا د قریشو لخوا نقضِ عهد (د تړون ماتېدل) و، نو نبي علیه السلام په مکې مکرمې باندې د حملې تیاریانې شروع کړې؛ چې بالاخره يې له همدې امله په مکې مکرمې حمله وکړه او فتحه يې کړه.
مقصد د دې ټول بحث دا و، چې د کفارو سره هر قسم اړیکه نه کفر دی او نه حرام؛ نه د کافرانو لخوا په یوه موضوع کې د مسلمانانو ښه تذکره کول کفر دی.
ادامه لري…