په تكفير كې د احتياط څخه كار اخيستل:
د اهل السنة والجماعة ټول فقهاء کرام او سلف په دې متفق دي چې په تکفیر کې ډېر احتیاط کول پکار دي او بله دا چې دا د هر چا کار هم نه دی، نه په دې کې د هر چا خبرې ته اعتبار شته، په دې کې د سلفو، متقدمینو او د هغه جمهورو جبال العلم مواقفو ته اعتبار دی چې علم، احتیاط او تقوی يې په امت کې مسلَّمه (مشهوره او منل) شوې وي.
ځکه نبي علیه السلام فرمايي: “أيَّما رجل قال لأخيه: يا كافر فقد باء بها أحدهما”. (متفق على صحته)
وعن أبي ذر -رضي الله عنه- أنه سمع النبي ﷺ يقول: “لا يرمي رجل رجلا بالفسوق، ولا يرميه بالكفر، إلا ارتدت عليه إن لم يكن صاحبه كذلك”. (متفق على صحته)
وعن أبي ذر – رضي الله عنه – أنه سمع رسول الله ﷺ يقول: “ومن دعا رجلا بالكفر، او قال: عدو الله، وليس كذلك، إلا حار عليه”. (متفق على صحته) ومعنى حار عليه: رجع عليه.
۱:- علامة ابن نجيم رحمه الله وايي: وينبغي للعالم أن لا يبادر بتکفير أهل الاسلام.
ژباړه: د عالم لپاره پکار ده چې په تکفير کې تلوار او بېړه ونه کړي.
بيا د لنډيز او خلاصې په توګه داسې وايي:
إذَا كَانَ فِي الْمَسْأَلَةِ وُجُوهٌ تُوجِبُ التَّكْفِيرَ وَوَجْهٌ وَاحِدٌ يَمْنَعُ التَّكْفِيرَ فَعَلَى الْمُفْتِي أَنْ يَمِيلَ إلَى الْوَجْهِ الَّذِي يَمْنَعُ التَّكْفِيرَ تَحْسِينًا لِلظَّنِّ بِالْمُسْلِمِ.
ژباړه: چې کله په مسئله کې د تکفير ډيرې وجې او لاملونه وي او يوه وجه د تکفير څخه مانع وي، نو مفتي ته پکار ده چې هغې وجې ته ميلان وکړي، چې د تکفير څخه مانع وي، ځکه چې په مسلمان ښه ګمان پکار دی. ( البحر الرائق، پنځم جلد، ۱۳۴ صفحه)
د حاطب بن ابي بلتعة رضي الله عنه واقعه يې ښه مثال دی، چې هغه په خپله هم وویل: لا تعجل عليَّ یا رسول الله چې اې د الله رسوله! (صلی الله علیه وسلم) خبره مې واوره، زما باره کې تلوار او بېړه ونه کړې، نبي علیه السلام هم تلوار او بېړه نه کوله، ځکه جرم يې ثابت شوی و، لیکن نبي علیه السلام يې خبره واورېده، کله چې هغه وويل چې د الله رسوله! (صلى الله علیه وسلم) دا کار مې د ارتداد په وجه نه دی کړی، بلکې د دغه شخصي ګټې په خاطر مې کړی، نو نبي علیه السلام يې تصدیق وکړ او صحابه کرامو ته يې وفرمایل: قد صدق حاطب فخلوا سبیله، یانې حاطب ریښتیا وايي نو پرې يې ږدئ.
۲:- علامة شامي رحمه الله فرمايي:
رَوَى الطَّحَاوِيُّ عَنْ أَصْحَابِنَا لَا يُخْرِجُ الرَّجُلَ مِنَ الْإِيمَانِ إلَّا جُحُودُ مَا أَدْخَلَهُ فِيهِ، ثُمَّ مَا تَيَقَّنَ أَنَّهُ رِدَّةٌ يُحْكَمُ بِهَا، وَمَا يَشُكُّ أَنَّهُ رِدَّةٌ لَا يُحْكَمُ بِهَا، إذْ الْإِسْلَامُ الثَّابِتُ لَا يَزُولُ بِالشَّكِّ، مَعَ أَنَّ الْإِسْلَامَ يَعْلُو، وَيَنْبَغِي لِلْعَالِمِ إذَا رُفِعَ إلَيْهِ هَذَا أَنْ لَا يُبَادِرَ بِتَكْفِيرِ أَهْلِ الْإِسْلَامِ.
ژباړه: زمونږه د اصحابو څخه امام طحاوي رحمه الله نقل کړی، چې یو څوک د ایمان څخه نه شي خارجېدلای، پرته د هغه څه له انکار نه، کوم څه چې دا کس په اسلام کې داخل کړی وي؛،بیا د کوم شي ردّت چې یقیني وي، نو په هغه به فیصله د ردّت کېږي او د کوم شي په ردّت کې چې شک وي، نو په هغه کې به فیصله نشي کېدلای، ځکه ثابت شوی اسلام په شک نه شي زائل کېدای، بل اسلام اوچتېږي (یعنۍ یو شان لري) نو عالم ته نه دي پکار چې دا موضوع ورته راشي او دی د مسلمانانو په تکفیرولو کې تلوار او بېړه وکړي.
علامه شامي (رحمه الله) بیا مخکې فرمايي:
أَقُولُ: قَدَّمت هَذَا لِيَصِيرَ مِيزَانًا فِيمَا نَقَلْته فِي هَذَا الْفَصْلِ مِنَ الْمَسَائِلِ، فَإِنَّهُ قَدْ ذُكِرَ فِي بَعْضِهَا إنَّهُ كُفْرٌ مَعَ أَنَّهُ لَا يَكْفُرُ عَلَى قِيَاسِ هَذِهِ الْمُقَدِّمَةِ فَلْيُتَأَمَّلْ اهـ مَا فِي جَامِعِ الْفُصُولَيْنِ وَفِي الْفَتَاوَى الصُّغْرَى: الْكُفْرُ شَيْءٌ عَظِيمٌ فَلَا أَجْعَلُ الْمُؤْمِنَ كَافِرًا مَتَى وَجَدْتُ رِوَايَةً أَنَّهُ لَا يَكْفُرُ ا هـ وَفِي الْخُلَاصَةِ وَغَيْرِهَا: إذَا كَانَ فِي الْمَسْأَلَةِ وُجُوهٌ تُوجِبُ التَّكْفِيرَ وَوَجْهٌ وَاحِدٌ يَمْنَعُهُ فَعَلَى الْمُفْتِي أَنْ يَمِيلَ إلَى الْوَجْهِ الَّذِي يَمْنَعُ التَّكْفِيرَ تَحْسِينًا لِلظَّنِّ بِالْمُسْلِمِ.
زَادَ فِي الْبَزَّازِيَّةِ: إلَّا إذَا صَرَّحَ بِإِرَادَةِ مُوجِبِ الْكُفْرِ فَلَا يَنْفَعُهُ التَّأْوِيلُ ح، وَفِي التَّتَارْخَانِيَّة: لَا يَكْفُرُ بِالْمُحْتَمَلِ؛ لِأَنَّ الْكُفْرَ نِهَايَةٌ فِي الْعُقُوبَةِ فَيَسْتَدْعِي نِهَايَةً فِي الْجِنَايَةِ، وَمَعَ الِاحْتِمَالِ لَا نِهَايَةَ اهـ وَاَلَّذِي تَحَرَّرَ أَنَّهُ لَا يُفْتَى بِكُفْرِ مُسْلِمٍ أَمْكَنَ حَمْلُ كَلَامِهِ عَلَى مَحْمَلٍ حَسَنٍ، أَوْ كَانَ فِي كُفْرِهِ اخْتِلَافٌ وَلَوْ رِوَايَةً ضَعِيفَةً، فَعَلَى هَذَا فَأَكْثَرُ أَلْفَاظِ التَّكْفِيرِ الْمَذْكُورَةِ لَا يُفْتَى بِالتَّكْفِيرِ فِيهَا، وَلَقَدْ أَلْزَمْتُ نَفْسِي أَنْ لَا أُفْتِيَ بِشَيْءٍ مِنْهَا اهـ كَلَامُ الْبَحْرِ بِاخْتِصَارٍ. (باب المرتد، ۲۵۶ صفحه)
۳:- علامه ابن همام رحمه الله فرمايي:
يقع في کلام أهل المذهب تکفير کثير، ولکنه ليس من کلام الفقهاء الذين هم المجتهدون، بل من غيرهم، ولا عبرة بغير الفقهاء.
ژباړه: د حنفي المذهبه علماوو په کلام کې ډېر تکفير واقع کېږي، خو دا د هغه فقهاوو کلام نه دی چې هغوی مجتهدین دي، دا د غیر مجتهدینو کلام وي او په دغه حساسه موضوع کې د غیر مجتهد فقهاوو کلام ته اعتبار نشته. (فتح القدير، ۶جلد، ۱۰۰مه صفحه)
۴:- ابن جزي المالکي الكلبي الغرناطي (المتوفى: 741هـ) (رحمه الله) فرمايي:
کوم الفاظ د کفر چې په نصوصو کې راځي، نو د هغو مختلف احکام دي:
فمنها ما هو کفر، ومنها ما هو دون الکفر، ومنها ما يجب فيه القتل، ومنها ما يجب فيه الأدب، ومنها ما لا يجب فيه شيء.
“بعضي کفر وي، بعضي د کفر نه لاندې وي، په بعضو کې قتل واجبېږي، په بعضو کې ادب واجبېږي، په بعضو کې هيڅ هم نه واجبېږي” او بيا وايي، چې د دې پوره تفصيل قاضي عياض (رحمه الله) په الشفاء کې کړی دی. (القوانين الفقهية لابن الجزي (رحمه الله)، ۲۴۰مه صفحه)
۵:- علامة شاطبي المالکي (رحمه الله) فرمايي:
وقد اختلف الأمة في تکفير هؤلاء الفرق أصحاب البدع العظمى، ولکن الذي يقوى في النظر، ويحسب في الأثر عدم القطع بتکفيرهم، والدليل عليه عمل السلف الصالح فيهم.
ژباړه: کومه ګمراهې ډلې چې د غټو بدعاتو خاوندان دي، د هغوی د تکفير په باره کې د امت اختلاف دی، خو قوي خبره دا ده چې سلفو د دوی تکفير نه دی کړي. (الاعتصام، دوهم جلد، ۲۲مه صفحه).
د اصحاب البدع العظمى څخه مراد خوارج، شیعه ګان او معتزله وغیره دي، ځکه سلفو او متقدمینو د دوی څخه تعبیر په فرق ضالة یعنې (ګمراهو ډلو) سره کړی، په فرق مرتدة یا فرق کافرة ؤ سره یې نه دي تعبیر کړي
۶:- علامه نووي الشافعي رحمه الله وايي:
ولا يکفر أهل الهواء والبدع.
ژباړه: د اهل الهواء او د اهل البدع تکفير به نه کېږي. (شرح النووي، اول جلد، ۱۵۰مه صفحه)
مراد د اهل الهواء او اهل البدع نه خوارج، معتزله او شیعه ګان وغیره دي.
۷:- ابن مفلح رحمه الله د ابن الجوزي حنبلي رحمه الله څخه نقل کوي:
رئيت جماعة من العلماء أقدموا على تکفير المتأولين من أهل القبلة.
ژباړه: بعضي علماء د تأويل کوونکو تکفير هم کوي.
بيا وايي:
وأقبح حالاً من هؤلاء المکفرين قوم من المتکلمين کفروا عوام المسلمين. ژباړه: د دوی نه ډېر ناکاره هغه متکلمين دي چې د عوامو تکفير کوي. (الفروع لابن مفلح: ۶ جلد، ۴۸۸ صفحه)
۸:- امام قرطبي (رحمه الله) وايي:
وباب التکفير باب خطير، أقدم عليه کثير من الناس فسقطوا، وتوقف فيه الفحول فسلموا، ولا يعدل بالسلامة شيئاً. ( المفهم للقرطبي، ۱ دويم جلد، ۱۱۱مه صفحه)
ژباړه: د تکفیر باب ډېر خطرناک باب دی، ډېرو خلګو په دې کې اقدام کړی نو پرېوتلي دي، یعنې دې اقدام کې خطا شوي دي او پوهانو علماؤ په کې توقف کړی، نو هغوی ژغورل شوي دي.
۹:- يقول حجة الإسلام أبو حامد الغزالي (450 ـ 505هـ / 1058 ـ 1111م):
“إن التكفير هو صنيع الجهال، ولا يسارع إلى التكفير إلا الجهلة، فينبغي الاحتراز من التكفير ما وجد الإنسان إلى ذلك سبيلا، فإن استباحة الدماء والأموال من المصلين إلى القبلة المصرحين بقول: “لا إله إلا الله محمد رسول الله” خطأ. والخطأ في ترك ألف كافر أهون من الخطأ في سفك محجمة من دم مسلم. والوصية: أن تكف لسانك عن أهل القبلة ما أمكنك، ما داموا قائلين “لا إله إلا الله محمد رسول الله”، غير مناقضين لها. والمناقضة: تجويزهم الكذب على رسول الله ﷺ بعذر أو غير عذر، فإن التكفير فيه خطر، والسكوت لا خطر فيه”.
ژباړه: تکفیر کې تلوار او بېړه کول د جاهلانو کار دی، څومره چې هم ممکنه وي چې سړی ترېنه ځان ساتلای شي، ځان دې ترېنه وساتي، ځکه څوک چې قبلې ته لمونځ کوي، د لا اله الا الله محمد رسول الله په ويلو تصریح کوي، د هغه وینه تویول خطا ده او د زرو کافرانو په پرېښودلو کې خطا کېدل دا أهونه ده د یو مسلمان په وینه تویولو کې د خطایې نه، ځکه چې تکفیر کې خطر دې او سکوت کې هیڅ خطر نشته.
۱۰:- حافظ ابن تيمية رحمه الله فرمايي:
“وليس لأحد أن يكفر أحداً من المسلمين، وإن أخطأ وغلط حتى تقام عليه الحجة وتبيَّن له، ومن ثبت إسلامه بيقين لم يزُل ذلك عنه بالشك، بل لا يزول إلا بعد قيام الحجة وإزالة الشبهة. (مجموع الفتاوى، ۱۲ جلد، ۴۶۶مه صفحه)
ژباړه: د هیڅ یو چا لپاره جائز نه دي چې په مسلمانانو کې د یو چا تکفیر وکړي، اګر که هغه مسلمان خطاء شوی یا غلط شوی وي، تردې چې هغه ته دغه مکفّره تېروتنه او غلطي واضحه شوې نه وي او دلیل ورباندې نه وي قائم شوی، هغه څوک چې اسلام يې په یقین سره ثابت وي، نو په شک سره د هغه اسلام نه زائلېږي، بلکې تر څو يې چه د شبهې ازاله نه وي شوې او دلیل او حجت ورباندې نه وي قائم شوی، د ده اسلام نه شي زائل کېدای.
نو د تکفیر باب ډېر خطرناک باب دی، همېشه پکې د امت سلفو، جیدو او اکابرو علماوو احتیاط کړی، نو دې خطرناک مېدان کې هم په خپله ژغورل شوي د غورځیدلو او د ګمراهۍ څخه او هم يې د امت ډېره لویه طبقه د ګمراهۍ، انتشار او افتراق څخه ساتلې ده، ډېرو ناپوهانو او کم علمو خلګو پکې د بې احتیاطۍ مظاهره کړې، نو خپله هم غورځېدلي، د ګمراهۍ ښکار شوي او د امت څه طبقات يې هم د ګمراهۍ، انتشار او افتراق سره مخ کړي دي.
تکفیري مزاجه خلګو او تکفیر کې تلوار او بېړه کوونکو همېشه امت ته لویې غمیزې او مصیبتونه راوړي، او همېشه يې امت د تقسیم او فتنې ښکار کړی دی، معاصر جهاد ته هم افراطي عناصرو ناقابلِ تلافي (نه جبرانېدونکی) تاوان ورساوه، په عامو بازارونو، مسجدونو، جنازو او ښوونځيو کې چې کومې چاودنې وشوې او جهادي دعوت يې یو قسم د شنډوالي سره مخ کړ. په اسلامي امت کې یو انقلابي کیفیت راغلی و، د جهاد او قتال لارې ته مخه شوي وو، مجاهدین د طاغوتي قوتونو د پروپاګند باوجود نیک نامه وو، په اسلامي نړۍ کې د جهاد او قتال نوي نوي محاذونه وجود ته راتلل، خو په بعضي محاذونو او علاقو کې دا هر څه بیرته صفري نقطې ته لاړل.
دا د دغه بې احتیاطه او غیر شرعي کاروایانو او عملیاتو نتیجه ده او د دغه غیر شرعي کاروایانو شا ته یو فکر او عقیده موجوده وه، که د دغه کاروایانو او عملياتو کوونکو په نزد باندې دغه کاروایانې او عمليات جهاد نه وي او دا يې د الله تعالی د رضا او د جنت د حصول ذریعه نه ګڼلای، نو دا يې نه کولې.
دغه شان په ډېرو جهادي تحریکاتو کې داسې نظریات وجود ته راغلل چې هغه د اهل السنة والجماعة د معتدل موقف سره په تصادم کې وو، نو د جهادي تحریکاتو او مسلّم سني مذهبي طبقاتو ترمنځ بعد، لېرې والی او فاصلې وجود ته راغلې چې مجاهدین يې د مذهبي شذوذ او تفرّد سره مخ کړل او نبي علیه السلام فرمایلي دي، چې څوک بېځايه سختي کوي، هغه هلاک کېدونکي دي “هلک المتنطعون”، قالها ثلاثاً. (مسلم، کتاب العلم)
هلاک دي تکلف او غلو کونکي چې په خپلو اقوالو او افعالو کې د حد څخه تجاوز کوي. (شرح النووي على مسلم)
دغه شان د مسلمان تکفیر سبب د وتلو دی د دین څخه، نبي علیه السلام د دغه شان تکفیریانو په باره کې فرمايي:
یمرقون من الدین کما یمرق السهم من الرمیة. (بخاري)