د دې سلسلې په لړ کې، ځینې نور ګناهونه هم شته چې خوارجو ترسره کړي دي، دا ګناهونه په لاندي ډول دي
۱۴:- الدخول في زمرة المبتدئين (بدعتګرۍ ته داخلېدل )
بدعت د دین په چارو کې هغه نوې خبره ده چې په قرآن او سنتو کې یې بنیاد نه وي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: من أحدث في أمرنا هذا ما ليس منه فهو رد»
ژباړه: “څوک چې زموږ په دین کې داسې څه نوي کړي چې زموږ له دین نه وي، هغه مردود دی.”(بخاري او مسلم)
بدعت د ایمان خلاف دی، ځکه دا د دې معنا لري چې دین ناقص و، او اوس یو څوک غواړي چې هغه تکمیل کړي، دا کار د ایمان پر خلاف او د صحابهوو د طریقې پر ضد دی، نو څوک چې د بدعت لاره نیسي، د ضلالت لاره یې نیولې.
خوارج د اسلامي امت د اجماع پر خلاف نوي عقاید ایجاد کړل، د ګناه کبیره مرتکبین یې کافران وبلل، او د مسلمانانو سره یې د جګړې فتواوې ورکړې، دا ټول بدعتونه دي؛ ځکه نه په قرآن کې شته، نه په احادیثو کې، نه یې صحابهوو تأیید کړی، حضرت ابن عباس رضی الله عنه وايي: “خوارج د بدعت او جهل خلګ دي، د دوی ظاهر عبادت ډېر دی، خو عقل او علم نه لري. ”
۱۵:- عصیان الله ورسوله بعصیان ولي الأمر (د حاکم د نافرمانۍ له لارې د الله او د رسول نافرماني)
الله تعالی موږ ته حکم کړی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د اولی الأمر اطاعت وکړو: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنكُمْ»
ژباړه: اې مؤمنانو! د الله اطاعت وکړئ، د رسول اطاعت وکړئ، او د خپلو حاکمانو اطاعت وکړئ.”(النساء: ۵۹)
نو هر څوک چې د شرعي حاکم مخالفت کوي، دا د الله او د رسول مخالفت هم دی، ځکه چې د حاکم اطاعت د شریعت له مخې دی، تر څو چې هغه د الله د نافرمانۍ امر ونه کړي.
خوارج د الله جل جلاله او رسول صلی الله د نافرمانۍ مرتکبین دي، ځکه دوی د شرعي امامانو اطاعت نه کوي، هغوی ته کافران وایي، او د دښمنانو پر ضد د اتحاد پر ځای، د خپلو مسلمانانو پر ضد وسلې را اخلي، دا ښکاره مخالفت دی له هغه آیت سره چې موږ ته د حاکم اطاعت امر کوي، نو دوی عملاً د الله او د رسول مخالفت کوي، او د دښمن پر ځای د خپل امت پر ضد جګړه کوي.
۱۶:- نزع الید من الطاعة (د اطاعت څخه لاس اخیستل)
دا هغه عمل دی چې یو څوک د مسلم حاکم د اطاعت نه سرغړونه کوي، له بیعت څخه ووځي، او د حکومت پر ضد قیام کوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«من خرج من الطاعة، وفارق الجماعة، فمات، مات ميتة جاهلية»
ژباړه: څوک چې د اطاعت نه ووځي او د جماعت مخالفت وکړي، او مړ شي، نو د جاهلیت مرګ مومي.”(صحیح مسلم)
دغه حدیث واضح کوي چې له اطاعته وتل د جاهلیت علامه ده، او داسې خلک له شرعي لوري ناروا عمل کوي.
خوارج له اسلامي حاکمانو سره بیعت نه مني، له اطاعته وځي، او د مسلم حکومتونو پر ضد د وسلو کارونه کوي، دا دقیقاً هغه نزع الید من الطاعة دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه نه سخت منع کړې ده، دوی د امت وحدت شلولی، فتنې یې خورې کړې، او د اسلام دښمنانو ته یې خدمت کړی دی.