اسلامي خلافت د خپل وخت رښتینی اسلامي نظام و، رښتیني او ویاړلي مشران یې درلودل، پر ټوله نړۍ یې د اسلام بیرغ، برم او عظمت لوړ ساتلی و، د یوه سرپوښ په څېر یې د اسلامي ټولنې خوندیتوب او هوساینه رامنځته کړې وه، ځکه خو د اسلام ضد ټولنو، اشخاصو او دولتونو لپاره د سترګو خار و.
د اسلام دښمنانو تل هڅه کوله، چې د مسلمانانو تر منځ د یووالي دغه رښتینی محور تم او ړنګ کړي او بیا و کولای شي، چې دوی په جغرافیو، ډلو او دولتونو ووېشي او بالاخره یې د عثماني خلافت رېښې د مصطفی کمال اتاترک په وسیله پرې کړې، د ازادۍ، ملتپالنې، سیکولرېزم او نورو اشغالي اصطلاحاتو او پدیدو تر عنوانونو لاندې یې مسلمانان د بدبختۍ کندې ته ور ټېل وهل.
دا چې خلافت پخوا یو ښه برم تېر کړی و؛ نو ددې لپاره چې بیا مسلمانان هغه عظمت او وحدت ته ونه رسېږي، د سپکاوي او ورڅخه د مسلمانانو د زړونو تورولو لپاره یې داسې ډلې او تش په نامه مسلمان او کاذب مشران رامنځته کړل، چې د اسلامي خلافت او دولت له اعلان سره دا کلمه ورباندې بدنامه کړي.
په اسلامي نړۍ کې د معاصرو خوارجو لپاره هم دا یو ډېر ښه فرصت شو، چې د اسلام د نوم بدۍ او مسلمانانو په منځ کې د غربیانو او صلیبانو د نفوذ لپاره له خپلو ظاهري څېرو څخه ګټه واخلي، د سني او شعیه په نوم یې سره ووېشي او په دې ډول د کفري هېوادونو موخې په بې لګښته ډول ترسره کړي.
که د دوی مشرانو ته راشو؛ اکثره یې ډېرې نا اشنا څېرې او یا هم داسې اشخاص دي، چې په ټولنه کې نه ښه نوم لري او نه د دین په برخه کې د هغوی خدمتونه څرګند دي؛ بلکې یوازې د احکامو د اعلان او پیغامونو د ورکولو پر مهال را څرګندېږي، له دین څخه یې تعبیرونه ناسم او له عامو سره یې چلند د بادار او غلام په څېر دی، ځکه یې د جمهوریت پر مهال؛ په وحشت سره په ځینو لاندې کړو سیمو کې ځانونه فاتحان او د ولس سر او مال د غنیمت په توګه نیولي و.
د دوی خپرونې او نشرات هم تر ډېره پورې په تشدد او تبعیض ولاړې دي، اصلاحي او د ولس د خیر ښېګڼې هېڅ ټکي په کې نه موندل کېږي او اکثره یې له نورو بهرنیو ژبو څخه د ژباړې او فرمایشي لیکنو په څېر دي، له دین نه ناسم تعبیر او د خپلو سیاسي موخو لپاره را اخیستل شوي انحرافي بیانونه خپروي.
که چېري یې تر دې دمه د لاسته راوړنو په تړاو پوښتنه وشي؛ نو د نړۍ په هېڅ اسلامي هېواد کې یې هم چندانې توره نه ده کړې، یوازې مسلمانان یې وژلي او د امریکا او اروپايي هېوادونو په اشغالګرو موخو او پلانونو یې هېڅ اعتراض هم نه دی کړی، په دې اساس یې لاسته راوړنې هم یوازې د هغوی لپاره دي.
د ملاتړو په برخه کې یې هم موضوع بیخي روښانه ده، ځکه چې د جمهوریت پر مهال ګڼ داسې شواهد موجود و، چې د اشغالګرو او د هغوی د ملاتړو په چورلکو او ټانکونو کې لېږدل شوي، پیسې ور کړل شوي او د اسلامي امارت د مجاهدینو سره د جګړې پر مهال یې سخت ملاتړ شوی دی.
اوس مهال په افغانستان کې یو بېلګه ییز او غوره اسلامي نظام حاکم دی، د ادارو په راس کې متعهد، په دین پوه او د غوره سابقې لرونکي اشخاص ځای لري، ولس په سوله او خوښۍ کې ژوند کوي، د بیا رغونې پروژې رواني دي او د تعامل په نامه د رسمیت پېژندنې لړۍ روانه ده؛ نو د داسې اسلامي نظام پر وړاندې د بل اسلامي نظام راوستلو ادعا څه معنی لري؟
که څوک واقعاً مسلمان وي او اسلامي نظام غواړي، خو ددې نظام ملاتړ ورباندې فرض عین دی؛ خو که شخصي او استعماري موخې لري، بیا نو طبیعي ده چې د خپلو بادارانو ټاپې را باسي او د خپل شرعي نظام خبره کوي.
د افغانستان اسلامي امارت د چا ډالۍ کړی نظام نه دی، بلکې زرګونو شهیدانو او فدایانو په قربانۍ رامنځته شوی نظام دی، یو امیر او د یوه اطاعت خبره ده، د همدې سپېڅلې موخې له برکته د ولس له بشپړ او هر اړخیزه ملاتړ څخه برخمن دی.
خو خوراج؛ چې اوس په افغانستان کې د پښې اېښودو ځای هم نه لري، ځکه د ولس ملاتړ نه شي خپلولای، د جمهوریت پر مهال به یې چې کوم کلی ونیوه، نو له وېرې به یې ټولو ولسي وګړو کوچ وکړ او کلی به په ډاګ بدل شو، ایا دا له دوی څخه د ژورې کرکې څرګندوی نه و، ایا دوی د کوم هر کلي سره مخ شوي وو؟
له نېکه مرغه چې د افغانستان اسلامي امارت د ژمنې سره سم د افغانستان خاوره له هر ډول خوارجو او بهرنیو ډلو څخه خوندي ده، هېڅ ګاونډی او لرې پراته هېواد ته به ورڅخه زیان ونه رسېږي، نو ځکه خو داعشیان او خوراج هم حتی د پښو اېښودو ځای نه لري.
که د مقاومت یا په بل نامه یې هم کله ځان څرګند کړی او یا یې له موقع نه په استفادې کوم ناوړه عمل تر سره کړی دی؛ نو کشفي او امنیتي ځواکونو په کم وخت کې د خپلو کړنو په سزا رسولي دي، ان شاءالله چې ولس بیدار دی، سپین او تور په ښه ډول پېژني.