میقات د المرصاد سمعي او بصري ویب
یکشنبه, جون 1, 2025
المرصاد
  • کورپاڼه
  • مهالني تبصري
    پر جعفر ایکسپریس برید؛ ګوته ولې افغانستان ته ونیول شوه؟

    پر جعفر ایکسپریس برید؛ ګوته ولې افغانستان ته ونیول شوه؟

    پاکستان کې د درو مهمو داعشیانو نیول کېدل د څه ثبوت دی؟   

    پاکستان کې د درو مهمو داعشیانو نیول کېدل د څه ثبوت دی؟  

    د افغانستان و پاکستان اړیکې؛ د فوځ دننه یوه کړۍ د ستونزو سرچینه

    د افغانستان و پاکستان اړیکې؛ د فوځ دننه یوه کړۍ د ستونزو سرچینه

    پاکستان د خپلو ګټو لپاره چین د سیمي په نیابتي جګړه کې ښکېلوي

    پاکستان د خپلو ګټو لپاره چین د سیمي په نیابتي جګړه کې ښکېلوي

    په افغانستان د بندیزونو د څار کمېټه که د سیمې د هېوادونو د اغفال یوه وسیله؟

    په افغانستان د بندیزونو د څار کمېټه که د سیمې د هېوادونو د اغفال یوه وسیله؟

    له پاکستان سره د چین د اړیکو د درجې ښکته والی

    له پاکستان سره د چین د اړیکو د درجې ښکته والی

  • خبرونه
    • ټول
    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
    د سوریې حکومت درې داعشیان قتل او څلور نور ژوندي نیولي

    د سوریې حکومت درې داعشیان قتل او څلور نور ژوندي نیولي

    د صومالیا پنټلنډ کې داعشیان له خپلو مرکزونو مسلسل شاتګ کوي

    د صومالیا پنټلنډ کې داعشیان له خپلو مرکزونو مسلسل شاتګ کوي

    داعشیانو مستونګ کې پر هغه لاریونوالو برید کړی چې د خپلو حقوقو د دفاع لپاره راوتلي وو

    داعشیانو مستونګ کې پر هغه لاریونوالو برید کړی چې د خپلو حقوقو د دفاع لپاره راوتلي وو

    د داعشیانو د ولایتونو د ادارې مسؤل ووژل شو

    د داعشیانو د ولایتونو د ادارې مسؤل ووژل شو

    بورکینافاسو کې مجاهدینو څلور داعشیان وژلي

    بورکینافاسو کې مجاهدینو څلور داعشیان وژلي

    بغلان کې له خوارجو د شهید مجاهد انتقام واخیستل شو

    بغلان کې له خوارجو د شهید مجاهد انتقام واخیستل شو

    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
  • شننې او لیکنې
    • ټول
    • جهادي لیکني
    • خوارج العصر
    • دیني لیکني
    • سیاسي لیکني
    د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلّم غزاء ګانې او ترې اخیستل شوي درسونه! اوولسمه برخه

    د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلّم غزاء ګانې او ترې اخیستل شوي درسونه! اوولسمه برخه

    د تاریخ له پاڼو؛ عثماني خلافت!   دېرشمه برخه

    د تاریخ له پاڼو؛ عثماني خلافت! دېرشمه برخه

    خوارج؛ د تکفير مدعیان خو د کبیره ګناه مرتکبین! لسمه برخه

    خوارج؛ د تکفير مدعیان خو د کبیره ګناه مرتکبین! لسمه برخه

    غزة؛ د امت لومړی دفاعي سنګر او د بقاء رمز!

    غزة؛ د امت لومړی دفاعي سنګر او د بقاء رمز!

    #نحن مع غزة  موږ د غزې تر څنګ ولاړ يو

    #نحن مع غزة موږ د غزې تر څنګ ولاړ يو

    د غزې تړانګه؛ هر اړخيز تحليل!

    د غزې تړانګه؛ هر اړخيز تحليل!

    • خوارج العصر
    • سیاسي لیکني
    • جهادي لیکني
    • دیني لیکني
  • علماء
    • ټول
    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
    د امت ستر محسن او علمي څهره!

    د امت ستر محسن او علمي څهره!

    هغه غر چې له څوکو به يې بيا هېڅ کله د لمر وړانګې ښکاره نه شي

    هغه غر چې له څوکو به يې بيا هېڅ کله د لمر وړانګې ښکاره نه شي

    داعش خوارج دي (د شهید شیخ رحیم الله حقاني رحمه الله ځانګړی بیان)

    رد الخوارج: شیخ سردار ولي تقبله الله

    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
  • د امت نومیالي
    شهید امیرالمؤمنین؛ د جهاد او ایثار څلی!

    شهید امیرالمؤمنین؛ د جهاد او ایثار څلی!

    شهید اختر محمد منصور، هغه څوک چې د تاریخ په څیر ثابت قدمه و!

    شهید اختر محمد منصور، هغه څوک چې د تاریخ په څیر ثابت قدمه و!

    د شهید امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور رحمه الله ژوند لیک او د خوارجو پر وړاندې دریځ ته لنډه کتنه!

    د شهید امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور رحمه الله ژوند لیک او د خوارجو پر وړاندې دریځ ته لنډه کتنه!

    د منفورو خوارجو پر غاړه د شهید منصور تېره توره!

    د منفورو خوارجو پر غاړه د شهید منصور تېره توره!

    د شهيد ډاکټر فیصل “مشال” (تقبله الله) ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه!

    د شهيد ډاکټر فیصل “مشال” (تقبله الله) ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه!

    د حافظ حمدالله “بدر” تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    د حافظ حمدالله “بدر” تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

  • اصدارات
  • انفوګرافیک
  • کتابتون
  • میقات ویب
  • المرصاد
    • دري
    • اردو
    • عربي
    • EN
    • বাঙালি
هیڅ نتیجه نلري
ټولې پایلې وګورئ

خارجي او افراطي فکر او جهادي تحریکات | درېیمه برخه

Share on FacebookShare on Twitter

مولوي احمد جان

د سلف صالحینو (صحابه کرامو، تابعینو، تبع تابعینو یانې اهل القرون الثلاثة) مزاج دا و، چې په تکفیر کې به یې نهایت احتیاط کاوو، ځکه په دې باندې نهایت خطرناک نتائج مرتب کېږي، فِرَقِ ضالّه (ګمراهې فرقې) یانې خوارج، معتزله، جهمیه، شیعه ګان او داسې نورې اسلام ته منسوبې ګمراه ډلې چې د اهل السنت څخه خارجې دي، د سلفو په وخت کې هم د دغه ګمراه عقائدو سره موجودې وې، خو سلفو په فِرَقِ ضالَّه ؤ کې شمار کړې وې، یانې د فِرَقِ ضالَّه ؤ (ګمراه ډلو) تعبیر یې ترېنه کړی، په فِرَقِ مرتده یا په فِرَقِ کافره ؤ سره یې تعبیر نکوي، اګرچې په دې کې د بعضو عقائد کفریه وو او د هغو عقائدو په کفر باندې اجماع د سلفو وه، خو بیا هم علی الاطلاق د دغو فرقو یا په معینه توګه د دغه فرقو د افرادو تکفیر سلفو نه کولو، مثلاً معتزله او جهمیه دوه خطرناکې ګمراه ډلې دي، چې ډېر عقائد یې کفریه وو، لکه معتزله و عذاب قبر نه منلو، وزن د اعمالو يې نه منلو، پل صراط یې نه منلو، دا یې نه منله چې جنت او دوزخ اوس موجود دي او جوړ دي، په آخرت کې د الله د رؤیت او دیدار څخه منکر وو، دغه شان معتزله ؤ او جهمیه ؤ قرآن کریم د الله تعالی کلام نه منلو، بلکې قرآن کریم يې مخلوق ګڼلو او حال دا دی چې په دې د سلفو اجماع ده، چې څوک د قرآن کریم د یو حرف باره کې هم دا عقیده ولري چې دا مخلوق دی، نو دا کفر دی خو بیا هم سلفو معتزله او جهمیه ؤ ته ګمراه ویل، خو کافر او مرتد یې ورته نه ویل، بلکې مأمون، واثق او معتصم د مسلمانانو درې واړه خلیفه ګان اعلی معتزله وو، او د اهل السنة لوی لوی امامان او علماء کرام به يې په دې وجه بندیانول او شهیدانول چې دوی د خلق القرآن عقیده ولې نه لري او اهل السنت علماء کرام به یې د سرکاري او حکومتي منصبونو څخه معزوله کول او تر هغه به یې په بند کې ساتل چې ترڅو د خلق القرآن د عقیدې اقرار ونکړي، لکه شیخ الاسلام حافظ ابن تیمیه رحمه الله په مجموع الفتاوی کې فرمايي: كَمَا قَالَ السَّلَفُ مَنْ قَالَ: الْقُرْآنُ مَخْلُوقٌ فَهُوَ كَافِرٌ وَمَنْ قَالَ: إنَّ اللَّهَ لَا يُرَى فِي الْآخِرَةِ فَهُوَ كَافِرٌ وَلَا يَكْفُرُ الشَّخْصُ الْمُعَيَّنُ حَتَّى تَقُومَ عَلَيْهِ الْحُجَّةُ.

ورته مقالې

د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلّم غزاء ګانې او ترې اخیستل شوي درسونه! اوولسمه برخه

د تاریخ له پاڼو؛ عثماني خلافت! دېرشمه برخه

خوارج؛ د تکفير مدعیان خو د کبیره ګناه مرتکبین! لسمه برخه

ژباړه: لکه څرنګه چې سلفو رحمهم الله فرمايلي دي چې څوک قرآن کریم ته مخلوق وایي یا په آخرت کې د الله سبحانه و تعالی د دیدار نه انکار کوي، نو هغه کافر دی، خو یو معین شخص ورباندې تر هغه نه کافر کېږي تر څو چې ورباندې حجت نه وي تمام شوی (یانې چې ترڅو یې د شکوکو او شبهاتو ازاله نه وي شوې او د شکوکو او شبهاتو په اساس د کتاب او سنت نه خپل باطل استدلال کوي نو د دغه باطل تاویل په اساس د دوی تکفیر په معین او مشخص طور سره نشي کېدلای نو ځکه مونږ نشو ویلای چې معتزله من حیث الجماعة یا من حیث الفرقه کافران دي، ځکه دا حکم فرد فرد ته شاملېږي او داسې تکفیر د اهل السنت والجماعت د منهج او عقیدې خلاف دی، هو؛ داسې ویلای شو چې عقیده د خلق القرآن یا عقیده د انکار د رؤیت الهی آخرت کې کفر ده) دغه شان شیخ الاسلام حافظ ابن تیمه رحمه الله بل ځای فرمايي:

وَعَنْ جَعْفَرِ بْنِ مُحَمَّدٍ الصَّادِقِ – وَهُوَ مَشْهُورٌ عَنْهُ – أَنَّهُمْ سَأَلُوهُ عَنْ الْقُرْآنِ أَخَالِقٌ هُوَ أَمْ مَخْلُوقٌ؟ فَقَالَ: لَيْسَ بِخَالِقِ وَلَا مَخْلُوقٍ وَلَكِنَّهُ كَلَامُ اللَّهِ. وَهَكَذَا رُوِيَ عَنْ الْحَسَنِ الْبَصْرِيِّ وَأَيُّوبَ السختياني وَسُلَيْمَانَ التيمي وَخَلْقٍ مِنْ التَّابِعِينَ. وَعَنْ مَالِكِ بْنِ أَنَسٍ وَاللَّيْثِ بْنِ سَعْدٍ وَسُفْيَانَ الثَّوْرِيِّ وَابْنِ أَبِي لَيْلَى وَأَبِي حَنِيفَةَ وَالشَّافِعِيِّ وَأَحْمَد بْنِ حَنْبَلٍ وَإِسْحَاقَ بْنِ رَاهَوَيْه وَأَمْثَالِ هَؤُلَاءِ مِنْ الْأَئِمَّةِ وَكَلَامُ هَؤُلَاءِ الْأَئِمَّةِ وَأَتْبَاعِهِمْ فِي ذَلِكَ كَثِيرٌ مَشْهُورٌ بَلْ اشْتَهَرَ عَنْ أَئِمَّةِ السَّلَفِ تَكْفِيرُ مَنْ قَالَ: الْقُرْآنُ مَخْلُوقٌ كَمَا ذَكَرُوا ذَلِكَ عَنْ مَالِكِ بْنِ أَنَسٍ وَغَيْرِهِ وَهَذَا الْمَأْثُورُعَنْ أَحْمَد وَهُوَ الْمَأْثُورُ عَنْ عَامَّةِ أَئِمَّةِ السُّنَّةِ وَالْحَدِيثِ أَنَّهُمْ كَانُوا يَقُولُونَ؛ مَنْ قَالَ: الْقُرْآنُ مَخْلُوقٌ فَهُوَ كَافِرٌ وَمَنْ قَالَ: إنَّ اللَّهَ لَا يُرَى فِي الْآخِرَةِ فَهُوَ كَافِرٌ وَنَحْوَ ذَلِك.

ژباړه: او د امام جعفر بن محمد صادق رضي الله عنه نه مشهور روایت دی چې د نوموړي څخه خلګو تپوس وکړ، چې قرآن کریم خالق دی که مخلوق؟ نو هغه په جواب کې وفرمايل، چې نه خالق دی او نه مخلوق، بلکې د الله کلام دی او د امام جعفر صادق رضي الله عنه په شان روایت د حسن بصري، ایوب السختیاني، سلیمان التیمیي رحمهم الله او د نورو ډېرو تابعینو رحمهم الله څخه هم نقل شوی دی. او هم دغه شان روايات د امام مالک، لیث بن سعد، سفیان الثوري، ابن ابي یلی، امام ابوحنیفه، امام شافعي، امام احمد بن حنبل، اسحاق ابن راهویه رحمهم الله او د دوی په شان د نورو أئمَوُو رحمهم الله نه هم نقل شوي، نو په دغه موضوع کې د دغه أئموو او د دوی د اتباعو مذهب او موقف ډېر مشهور دی، بلکې د اهل السنت د امامانو او سلفو نه د هغه چا تکفیر مشهور دی، هغه چې وایي، چې قرآن کریم مخلوق دی.

او دا خبره د امام احمد بن حنبل رحمه الله او د اهل السنت د نورو أئموو رحمه الله نه هم نقل شوې ده، چې دوی فرمایي: چې څوک وايي، چې قرآن کریم مخلوق دی یا د الله سبحانه و تعالی به په آخرت کې دیدار نشي کېدلای، نو دا سړی کافر دی.

او بل ځای کې فرمايي: وَأَمَّا أَحْمَد بْنُ حَنْبَلٍ فَكَلَامُهُ فِي مِثْلِ هَذَا مَشْهُورٌ مُتَوَاتِرٌ وَهُوَ الَّذِي اشْتَهَرَ بِمِحْنَةِ هَؤُلَاءِ الْجَهْمِيَّة فَإِنَّهُمْ أَظْهَرُوا الْقَوْلَ بِإِنْكَارِ صِفَاتِ اللَّهِ تَعَالَى وَحَقَائِقِ أَسْمَائِهِ وَأَنَّ الْقُرْآنَ مَخْلُوقٌ حَتَّى صَارَ حَقِيقَةُ قَوْلِهِمْ تَعْطِيلَ الْخَالِقِ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى وَدَعَوْا النَّاس إلَى ذَلِكَ وَعَاقَبُوا مَنْ لَمْ يُجِبْهُمْ إمَّا بِالْقَتْلِ وَإِمَّا بِقِطَعِ الرِّزْقِ وَإِمَّا بِالْعَزْلِ عَنْ الْوِلَايَةِ وَإِمَّا بِالْحَبْسِ أَوْ بِالضَّرْبِ وَكَفَّرُوا مَنْ خَالَفَهُمْ فَثَبَّتَ اللَّهُ تَعَالَى الْإِمَامَ أَحْمَد حَتَّى أَخْمَدَ اللَّهُ بِهِ بَاطِلَهُمْ وَنَصَرَ أَهْلَ الْإِيمَانِ وَالسُّنَّةِ عَلَيْهِمْ وَأَذَلَّهُمْ بَعْدَ الْعِزِّ وَأَخْمَلَهُمْ بَعْدَ الشُّهْرَةِ وَاشْتَهَرَ عِنْدَ خَوَاصِّ الْأُمَّةِ وَعَوَامِّهَا أَنَّ الْقُرْآنَ كَلَامُ اللَّهِ غَيْرُ مَخْلُوقٍ وَإِطْلَاقُ الْقَوْلِ أَنَّ مَنْ قَالَ إنَّهُ مَخْلُوقٌ فَقَدْ كَفَرَ وَبِذَلِكَ أَفْتَى الْأَئِمَّةُ وَالسَّلَفُ فِي مَثَلِهِ وَاَلَّذِي يَقُولُ الْقُرْآنُ مَخْلُوقٌ هُوَ فِي الْمَعْنَى مُوَافِقٌ لَهُ فَلِذَلِكَ كَفَّرَهُ السَّلَفُ. قَالَ الْبُخَارِيُّ فِي كِتَابِ “خَلْقِ الْأَفْعَالِ” قَالَ سُفْيَانُ الثَّوْرِيُّ: مَنْ قَالَ الْقُرْآنُ مَخْلُوقٌ فَهُوَ كَافِرٌ.

ژباره: او په دې حوالې سره خو د امام احمد بن حنبل رحمه الله موقف ډېر مشهور او د تواتر حد ته رسېدلی او د جهمیه ؤ په وجه امام احمد رحمه الله د مشهورې ابتلاء سره مخ شوی و او دغه جهمیه ؤ به په ښکاره توګه د الله د صفاتو او د الله د اسما‌ؤ د حقیقت نه انکار کولو او په ښکاره به یې ویل چې قرآن کریم مخلوق دی، تر دې چې د دې موقف حقیقت د الله سبحانه وتعالی تعطیل ګرځېدلی و او دېته به یې خلګ رابلل او چې چا به یې دعوت نه منلو، نو سزاګانې به یې ورکولې یا به یې په قتل رسول، یا به یې ورته د بیت المال نه سرکاري وظیفه (تنخواه) بندوله، یا به یې د منصب نه معزول (منفک) کولو، یا به یې بندي کولو، یا به یې وهلو او د هر هغه چا تکفیر به یې کولو چې د دوی د عقیدې مخالفت به یې کاوو، نو الله سبحانه وتعالی د دوی په مقابله کې امام احمد بن حنبل رحمه لله ته استقامت ورکړ او د دوی په مقابله کې کلک ودرېد تر دې چې الله سبحانه و تعالی د ده په ذریعې د باطل اور مړ کړ او د ده په ذریعې الله اهل السنت په دوی غالبه کړل او د عزت نه بعد الله تعالی جهمیه او معتزله ذلیل کړل او الله تعالی د دوی شهرت هم ختم کړ او په عامو او خاصو کې دا خبره مشهوره شوه چې قرآن کریم د الله جل جلاله کلام دی او مخلوق نه دی او دا خبره مطلقاً مشهوره شوه، چې څوک وايي چې قرآن کریم مخلوق دی نو هغه یقیناً کافر دی او په همدې خبره د اهل السنت امامانو او د اهل السنت سلفو فتوی ورکړه چې څوک قرآن کریم ته مخلوق وايي، کافر دی.

امام بخاري رحمه الله هم په خپل کتاب (خلق الافعال) کې د سفیان الثوري رحمه الله فتوی رانقل کړې چې څوک قرآن کریم ته مخلوق وايي، نو کافر دی.

بل ځای فرمايي: وَتَكْفِيرُ الْجَهْمِيَّة مَشْهُورٌ عَنْ السَّلَفِ وَالْأَئِمَّةِ، لَكِنْ مَا كَانَ يَكْفُرُ أَعْيَانُهُمْ فَإِنَّ الَّذِي يَدْعُو إلَى الْقَوْلِ أَعْظَمُ مِنْ الَّذِي يَقُولُ بِهِ وَاَلَّذِي يُعَاقِبُ مُخَالِفَهُ أَعْظَمُ مِنْ الَّذِي يَدْعُو فَقَطْ وَاَلَّذِي يُكَفِّرُ مُخَالِفَهُ أَعْظَمُ مِنْ الَّذِي يُعَاقِبُهُ وَمَعَ هَذَا فَاَلَّذِينَ كَانُوا مِنْ وُلَاةِ الْأُمُورِ يَقُولُونَ بِقَوْلِ الْجَهْمِيَّة، إنَّ الْقُرْآنَ مَخْلُوقٌ وَإِنَّ اللَّهَ لَا يُرَى فِي الْآخِرَةِ وَغَيْرُ ذَلِكَ. وَيَدْعُونَ النَّاسَ إلَى ذَلِكَويمتحنونهم وَيُعَاقِبُونَهُمْ إذَا لَمْ يُجِيبُوهُمْ وَيُكَفِّرُونَ مَنْ لَمْ يُجِبْهُمْ. حَتَّى أَنَّهُمْ كَانُوا إذَا أَمْسَكُوا الْأَسِيرَ لَمْ يُطْلِقُوهُ حَتَّى يُقِرَّ بِقَوْلِ الْجَهْمِيَّة، إنَّ الْقُرْآنَ مَخْلُوقٌ وَغَيْرُ ذَلِكَ.

وَلَا يُوَلُّونَ مُتَوَلِّيًا وَلَا يُعْطُونَ رِزْقًا مِنْ بَيْتِ الْمَالِ إلَّا لِمَنْ يَقُولُ ذَلِكَ وَمَعَ هَذَا فَالْإِمامُ أَحْمَد رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى تَرَحَّمَ عَلَيْهِمْ وَاسْتَغْفَرَ لَهُم وَكَذَلِكَ الشَّافِعِيُّ لَمَّا قَالَ لِحَفْصِ الْفَرْدِ حِينَ قَالَ: الْقُرْآنُ مَخْلُوقٌ: كَفَرْت بِاَللَّهِ الْعَظِيمِ. بَيَّنَ لَهُ أَنَّ هَذَا الْقَوْلَ كُفْرٌ وَلَمْ يَحْكُمْ بِرِدَّةِ حَفْصٍ بِمُجَرَّدِ ذَلِكَ؛ لِأَنَّهُ لَمْ يَتَبَيَّنْ لَهُ الْحُجَّةُ الَّتِي يَكْفُرُ بِهَا وَلَوْ اعْتَقَدَ أَنَّهُ مُرْتَدٌّ لَسَعَى فِي قَتْلِهِ وَقَدْ صَرَّحَ فِي كُتُبِهِ بِقَبُولِ شَهَادَةِ أَهْلِ الْأَهْوَاءِ وَالصَّلَاةِ خَلْفَهُمْ.

ژباړه: او د اهل السنت د امامانو او سلفو نه د جهمیه ؤ تکفیر مشهور دی، البته معین تکفیر به يې د چا نه کولو، ځکه څوک چې د جهمیه ؤ عقیدې ته دعوت ورکوي، هغه غټ جهمي دی، د هغه نه چې فقط د جهمیت عقیده يې وي او څوک چې د جهمي عقیدې په مخالفت سزاګانې ورکوي، هغه غټ جهمي دی، د هغه نه چې هغه فقط دعوت ورکوي جهمیت ته، او څوک چې د هغه چا تکفیر کوي چې د جهمیت د عقیدې مخالف وي، دا غټ جهمي دی د هغه چا نه چې د جهمیت مخالفینو ته سزاګانې ورکوي او په هغه وخت کې چې د مسلمانانو کوم حکمرانان وو، د هغوی عقیده هم د جهمیت وه او د ا به یې ویل چې قرآن کریم مخلوق دی او د الله دیدار په آخرت کې نشي کېدلای او دغه شان نور د اعتزال او جهمیت عقائد یې وو، او دغه حکمرانانو به خلګ دغې باطلې عقیدې ته رابلل او د دغه عقیدې مخالفینو ته به یې سزاګانې ورکولې او چې چا به یې دعوت نه قبلولو، نو کافر به یې ګڼلو تر دې چې که یو سني مسلمان به یې بندي کړ، نو تر هغې به یې نه آزادولو چې ترڅو د جهمیت او اعتزال په دې موقف او عقیدې، چې قرآن مخلوق دی او دېته ورته په نورو باطلو عقائدو باندې اقرار ونکړي، او تر هغې به يې یو چا ته سرکاري منصب او عهده نه ورکوله نه به یې ورته د بیت المال څخه وظیفه (تنخواه) ورکوله چې ترڅو په دغه عقائدو اقرار ونکړي، خو سره د دې نه امام احمد بن حنبل رحمه الله به دوی ته د رحم دعا کوله چې الله تعالی دې په دوی رحم وکړي او الله تعالی دې دوی ته بخښنه وکړي، یانې د ترحم دعا او استغفار به یې د دوی لپاره غوښت. همدارنګه کله چې د امام شافعي رحمه الله مخې ته حفص الفرد وویل، چې قرآن مخلوق دی نو امام شافعي رحمه الله ورته په ځواب کې وویل چې کفر دې وکړ او بیان یې ورته وکړ چې دا موقف کفر دی خو صرف په دغه خبره یې د هغه په ارتداد حکم ونکړ، ځکه حفص الفرد ته هغه دلیل نه و واضح، د کوم دلیل په وجه چې دی کافر کېده او که چېرته د امام شافعي رحمه الله عقیده وه چې حفص الفرد مرتد شوی دی، نو د وژلو کوښښ به يې ورته کړی و او د امام شافعي رحمه الله په کتابونو کې د اهل بِدَعُو د شهادت په قبلولو او د هغوی په اقتدا‌ء کې په لمونځ کولو تصریح ده، یانې امام شافعي رحمه الله خوارج، معتزله، جهمیه وغیره بدعه فرقې (ګمراه ډلې) کافرې او مرتدې ندي ګڼلې، بلکې شهادت يې ورته هم قبلولو او لمونځ يې هم ورپسې جائز ګڼلو، ځکه چې اهل السنت په دوی پسې لمونځ کوي او جائز يې بولي او اهل بدع په اهل السنت پسې لمونځ جائز نه بولي.

شيخ الاسلام علامه حافظ ابن تیمیه رحمه الله د یوې مباحثې په مجلس کې د خپلې زمانې یو شافعې عالم ته وفرمایل: عِنْدِي عَقِيدَةٌ لِلشَّيْخِ أَبِي الْبَيَانِ، فِيهَا أَنَّ مَنْ قَالَ: إنَّ حَرْفًا مِنْ الْقُرْآنِ مَخْلُوقٌ فَقَدْ كَفَرَ وَقَدْ كَتَبْت عَلَيْهَا بِخَطِّك أَنَّ هَذَا مَذْهَبُ الشَّافِعِيِّ وَأَئِمَّةِ أَصْحَابِهِ.

ژباړه: چې زما سره د شیخ أبو البیان رحمه الله عقید ده، چې په هغې کې نوموړی رحمه الله فرمايي، چې څوک د قرآن کریم یو حرف ته هم مخلوق ووايي، نو هغه کفر وکړ او تا خپل خط په هغه باندې لیکلی دی چې دا د امام شافعي رحمه الله او د هغه د اصحابو مذهب دی.

مقصد د دغه ټولو عبارتونو څخه دا و، چې سلف د دې باوجود چې په اتفاق سره عقیده د خلق القرآن ته کفر وايي، خو بیا هم معتزليانو او جهمیانو ته کافر نه وايي، بلکې فِرَقِ ضاله او فِرَقِ مبتدعه ؤ کې يې شماري او نه يې مأمون الرشید، معتصم بالله او واثق بالله ته مرتدین ویل، اګرچې دا اعلی معتزله وو او د اعتزال د عقیدې د نه قبلولو په وجه يې لوی لوی سلف علماء شهیدانول، بندیانول يي، د منصبونو او عهدو نه يې ليرې کول او وظیفې (تنخواګانې) يې ورته د بیت المال څخه بندولې او بعضي يې تر هغې پورې په قید او بند کې ساتل چې ترڅو دغه باطله عقیده قبوله نکړي، خو بیا هم سلفو د دوی په تکفیر کې ډېر زیات احتیاط کاوو او د دغه خلفاوو تکفیر يې نه کاوو.

لکه ابو حامد بن مرزوق رحمه الله فرمايي: لم يكفر الفقهاء ولا المحدثون المعتزلة، مع ضلالهم وانحرافهم عن نهج السواد الأعظم، ومع ضلالهم لم يكفرهم التابعون ولا أتباعهم ومع تعذيبهم للعلماء لم يكفرهم أيضا الفقهاء ولا المحدثون، وأقصى ما قاله فيهم أهل السنة جميعا، أنهم مبتدعة.

حاصل يې دا دی چې معتزله ؤ کې ډېر نقصانونه وو، ځکه دوی ګمراه وو، د اهل السنت والجماعت نه پکې انحراف و، علماء کرامو ته يې ډېرې سزاءګانې ورکړې وې، خو فقهاؤ او محدثینو د دوی تکفیر نه دی کړی، زیات نه زیات ټول اهل السنت د دوی په باره کې دا خبره کوي چې دوی بدعتیان دي.

وقد كان لهم مع انحرافهم عن نهج السواد الأعظم مواقف مشكورة في الرد على الملاحدة والزنادقة الذين كثروا، فطعنوا في صدر الخلافة العباسية في الشريعة الإسلامية بشتى الوسائل، بالمناظرات والتأليف.

حاصل: سره د دې چې په دوی کې د اهل السنة د منهج څخه انحراف موجود و، خو د دوی بعضي ښه کارونه هم وو، لکه دوی په هغه زنديقيانو او ملحدینو ردونه کول چې ډېر شوي وو او د عباسي خلافت په اول وخت کې هغوی په مختلفو طریقو سره يانې په مناظرو او رسالو سره په اسلامي شریعت باندې تنقیدونه کول.

دغه شان ملا علي قاري رحمه الله د ابن حجر رحمه الله څخه نقل کوي، هغه فرمايي:

الصواب عند الأكثرين من علماء السلف والخلف أن لا نكفر أهل البدع والأهواء إلا إذا أتوا بكفر صريح لا استلزامي، لأن الأصح أن لازم المذهب ليس بمذهب، ومن ثم لا يزال المسلمون يعاملونهم معاملة المسلمين في نكاحهم وإنكاحهم والصلاة على موتاهم، ودفنهم في مقابرهم، لأنهم وإن كانوا مخطئين غير معذورين حقت عليهم كلمة الفسق والضلالة إلا أنهم لم يقصدوا بما قالوه اختيار الكفر.

ژباړه: حقه خبره په نیز د اکثر مخکينيو او وروستنيو علماء کرامو دا ده، چې مونږ د بدعتیانو تکفیر نه کوو، مګر که ښکاره کفر وکړي، نه التزامي کفر، ځکه ډېر صحیح مذهب دا دی چې لازم د مذهب مذهب نه وي، له همدې وجې همېشه مسلمانانو د بدعتیانو سره د مسلمانانو معامله کړې په نکاحونو کې، په جنازو کې، په ښخولو کې، ځکه دوی اګر که خطاء شوي دي او معذور نه دي، فاسق شوي، ګمراه شوي، خو د دوی مقصد کفر نه و.

شهاب خفاجي رحمه الله هم فرمايي: ذهب الأشعري إلى عدم تكفير أهل الهوى والمذاهب المردودة، وعلى ذلك أكثر العلماء من الحنفية والشافعية.

ژباړه: ذهاب (میلان او ورتګ) کړی ابو الحسن الاشعري رحمه الله عدم تکفیر د بدعتیانو ته، او عدم تکفیر د هغه مذهبونو ته چې هغه مردود دي، او دا رایه د اکثرو علماء کرامو ده، په احنافو او شوافعو کې.

دا خبره هم د یادولو وړ ده، چې هر قسم بدعت سړی د سُنیِّت یانې اهل السنت و الجماعت څخه نه اوباسي، په بدعاتو کې خپل مراتب او قسمونه دي، الاعتصام کې امام شاطبي رحمه الله ورباندې ښه خوندور بحث کړی، پخواني مبتدعین لکه معتزله، جهمیه، قدریه، خوارج اهل تشیع دوی ټول د عقائدو، اصولو او کلیاتو مبتدعین وو، يانې بدعات کليه ؤ کې اخته وو، نو هغوی د اهل السنت څخه خارج دي او که څوک عقیدوي، اصولي او کلي بدعاتو کې نه وي اخته، بلکې یو جزئې او فرعي بدعت کې اخته وي، نو په دې سره د سنیت (اهل السنت والجاعت) څخه نه خارجېږي، او بعضې و اختلافي وي په مابین د اهل السنت کې، نو د هغه خو بدعت هم اتفاقي نه وي، نو څوک ورباندې د استحباب قول کوي او څوک د بدعت، لکه د (معالم فی الوسطیة والاعتدال) په دوه ويشتمه صفحه کې د بدعاتو د مراتبو په اړه ليکلي دي:

تفاوت مراتبا لبدع، فمنها ما يخرج منا لسنة، ومنها ما دون ذلك، كما في كلاما لشاطبي في “الاعتصام” وتقسيمها لبدعة إلى كلية وجزئية، وأن الجزئية لا تُخرج من السنة إلا إذا كثرت حتى تقوم مقام البدعة الكلية، القائمة على أصل مخالف للكتاب والسنة.

دبدعاتو د مرتبو فرق:

ژباړه: بعضې د دې څخه هغه دي چې سړی د اهل السنت څخه اوباسي او بعضې دې مرتبې والا نه دي، بلکې د دې څخه د کمې مرتبې والا دي، یانې سړی ورباندې د سنیت څخه نه اوځي لکه دا خبره چې امام شاطبي رحمه الله په اعتصام کې کړې ده او بدعت یې تقسیم کړی دی کلي او جزئي ته، او فرمايي چې جزئي بدعات سړی د اهل السنت څخه نه اوباسي، مګر په هغه صورت کې چې بېخي ډېر شي تر دې چې د کلي بدعاتو مقام ته ورسېږي، چې هغه د قرآن او سنت په مخالف اصل او قاعده باندې ولاړ دي.

شیخ الاسلام علامه ابن تیمیه رحمه الله هم فرمايي: چې ډېر اهل السنت و الجماعت په بعضې بدعاتو کې اخته وي خو پدې سره هغه د اهل السنت والجماعت څخه نه خارجېږي.

علامه شاطبی رحمه الله په خپل کتاب (الاعتصام) کې فرمايي:

ثُمَّ إنَّ الْبِدَعَ عَلَى ضَرْبَيْنِ: كليَّة وجزئيَّة، فأمَّا الكليَّة: فَهِيَ السَّارِيَةُ فِيمَا لَا يَنْحَصِرُ مِنْ فُرُوعِ الشَّرِيعَةِ، وَمِثَالُهَا بِدَعُ الْفِرَقِ الثَّلَاثِ وَالسَّبْعِينَ فإنَّها مُخْتَصَّةٌ بِالْكُلِّيَّاتِ مِنْهَا دُونَ الْجُزْئِيَّاتِ.

وأمَّا الْجُزْئِيَّةُ: فَهِيَ الْوَاقِعَةُ فِي الْفُرُوعِ الْجُزْئِيَّةِ، وَلَا يَتَحَقَّقُ دُخُولُ هَذَا الضَّرْبِ مِنَ الْبِدَعِ تَحْتَ الْوَعِيدِ بِالنَّارِ، وَإِنْ دَخَلَتْ تَحْتَ الْوَصْفِ بالضلال، فَعَلَى هَذَا إِذَا اجْتَمَعَ فِي الْبِدْعَةِ وَصْفَان، كَوْنُهَا جُزْئِيَّةً وَكَوْنُهَا بِالتَّأْوِيلِ، صَحَّ أنْ تَكُونَ صغيرة والله أعلم.

ژباړه: بدعت په دوه قسمه دی، بدعات کلیه او بدعات جزئیه، هرچې بدعات کلیة دي، نو هغه د شریعت په بې شمېره جزياتو او فروعاتو کې سرایت کوي (یانې د دغه بدعاتو په وجه د دین بې شمېره فرعي او جزئي احکامو صورت متغیر کېږي، لکه د شیعه ګانو، معتزله ؤ، جهمیه ؤ، خوارجو وغیره بدعات) د هغه مثال لکه د (۷۳) درې اویا ګمراهو ډلو او فرقو بدعات چې دا فرق مختص دی په کلي بدعاتو پورې، نه په جزئیاتو پورې، او هرچې جزئي بدعات دي نو هغه په جزئي فروعو کې واقع کېږي (او تر هغه جزئي مسئلې پورې محدود وي او بس) او دا قسم بدعات د هغه بدعاتو څخه نه دي، د کومو بدعاتو باره کې چې د جهنم په اور د سزا‌ ورکولو وعید (خبرداری) ورکړای شوی، اګرکه دا هم په ضلالت او ګمراهي کې راځي، نو کله چې په یو بدعت کې دوه صفات راشي، یو دا چې بدعت جزئي وي، دویم دا چې په تاویل سره وي، نو دغه بدعت وړوکی بدعت دی.

نو علامه شاطبي رحمه الله په دې ځای کې د بدعاتو د حکم په حوالې سره خوندور بحث کړی دی، نو د بدعاتو موضوع هم نن سبا په څه جهتونو کې د افراط ښکار ده، او په جزئي او اشتباهي او اختلافي بدعاتو یو بل د اهل السنت څخه د ویستل کېدو فتواګانې جاري کېږي، او په یو بل پسې لمونځ کول مکروه تحریمي یا ناجائز بولي، چې دا قسم تشدد هم اسلامي او جهادي تحریکاتو ته ناقابل تلافي نقصان رسوي، ځکه دغه شان افراطي کسانو ته په جهادي تحریکاتو کې ژوند ډېر ګران وي، ځکه جهادي تحریکات د ټول امت نمائندګي کوي، او کوښښ کوي چې د اسلامي امت ټول طبقات د کفري نظامونو په خلاف او د اسلامي نړۍ د آزادۍ لپاره د ځان سره راپورته کړي، او دغه شان عناصر کله د لوی اختلاف او افتراق سبب ګرځي، پداسې حال کې چې اسلافو په جهادي اعمالو کې د کفر خلاف د عقیدوي مبتدعینو يانې فِرَقِ ضالّه ؤ (ګمراهو ډلو) معتزله وغیره ؤ سره په ګډه او یو صف کې کار کړی دی.

نو د اهل السنت والجماعت د اصولو څخه یو مهم اصل دا هم دی چې په تکفیر کې ډېر احتياط پکار دی، او په دې خبره د اهل السنت ټول فقهاء کرام او امامان متفق دي.

۱ –امام ابوالحسن الاشعري رحمه الله: امام ذهبي رحمه الله فرمايي، چې د ابو الحسن الاشعري رحمه الله یوه خبره زما ډېرہ زیاته خوښه شوې ده او هغه دا چې کله وفات کېده، نو زاهر بن احمد السرخسي رحمه الله ته يې وویل: اشهد علی انی لا اکفر احدا من اھل القبلة لان الکل یشیرون الی معبود واحد.

پدې خبره ګواه (شاهد) شه، چې زه یو کس ته هم کافر نه وایم د اهل قبله ؤ څخه وي، ځکه دا ټول یو معبود ته اشاره کوي.

۲ –امام ذهبي رحمه الله فرمايي: قلت وبنحو هذا ادین، وکذا کان شیخنا ابن تیمیة في اواخر ایامه یقول انا لا اکفر احد من الامة.

ژباړه: زما هم دغه دین او طریقه ده چې چا ته کافر نه وایم، او زمونږ شیخ او استاد علامه ابن تیمیة رحمه الله به هم په آخري عمر کې دا خبرہ کوله چې زه په امت کې د هیچا تکفیر نه کوم. (سیر اعلام النبلاء للذهبي، جلد: ۱۵، صفحه: ۸۸)

۴ –امام غزالي رحمه الله فرمايي: انه لایسارع الی التکفیر الا الجهلة وینبغي الاحتراز من التکفیر ما وجد الانسان الی ذالک سبیلا فان استباحة الدماء والاموال من المصلین الی القبلة المصرحین بقول لا اله الا الله محمد رسول الله خطأ والخطأ فی ترک الف کافر اهون من الخطاء فی سفک محجمة من دم مسلم. (الاقتصاد في الاعتقاد للغزالي، صفحه: ۱۴۳)

ژباړه: شان دا دی چې جلدي (بيړه او تلوار) نه کوي تکفیر ته مګر جاهلان، او پکار دی احتراز د تکفیر څخه، ترڅو چې دېته انسان لار بیا مومي، ځکه مباح ګرځول د وینو او مالونو د لمونځ کونکو څخه قبلې ته، چې هغوی تصریح کوي په لا اله الا الله محمد رسول الله، خطاء ده، او خطاء په پرېښودلو د زرو کافرانو کې ډېره اسانه ده، د خطاء څخه په تويولو د معمولي وينې د مسلمان کې.

۵ –علامة ابن نجيم رحمه الله فرمايي: وينبغي للعالم ان لايبادر بتکفير اهل الاسلام عالم ته پکار ده چې په تکفير کې تلوار ونه کړي، واذا کان في المسئلة وجوه توجب التکفير ووجه يمنع التکفير…

ژباړه: او چې کله په مسئله کې د تکفير ډېر وجوهات وي او يوه وجه د تکفير څخه مانع وي، نو مفتي ته په کار ده چې هغې وجې ته ميلان وکړي چې د تکفير څخه مانع وي، ځکه چې په مسلمان ښه ګمان پکار دی. (البحر الرائق: ۵/۱۳۴)

ادامه لري…

ټګ: #داعش #مهم #افغانستان #نړۍ
شریکټویټ
مخکینی پوسټ

د فلسطین په ننګه

راتلونکی پوسټ

له اُمت سره د داعشي خوارجو خیانت

ورته مقالې

د داعش د مشرانو ناروا کړنې، د داعشي له خولې! دوهمه برخه
خوارج العصر

د داعش د مشرانو ناروا کړنې، د داعشي له خولې! دوهمه برخه

نوومبر 12, 2024
خوارج العصر

اسلامي امارت د خلافت اعلان ولې نه کوي؟

اکتوبر 22, 2023
شنني او لیکني

خراسان که خوراسان؟

دسمبر 31, 2022
خوارج العصر

د خلافت تر عنوان لاندې یهودي پروژه!

جنوري 28, 2023
تېر شل کلن اشغال او ناوړه اثرات یې
جهادي لیکني

تېر شل کلن اشغال او ناوړه اثرات یې

اگست 22, 2024
خوارج العصر

د مستونګ او هنګو بریدونه د څه لپاره؟

سپتمبر 30, 2023
راتلونکی پوسټ
له اُمت سره د داعشي خوارجو خیانت

له اُمت سره د داعشي خوارجو خیانت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • مشهور
  • تبصرې
  • وروستي
په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

اگست 7, 2024
د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

مارچ 24, 2024
پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

مارچ 25, 2024
د بامیانو په مرکز کې په بهرنیو سیلانیانو د بريد په اړه تازه جزئيات:

د بامیانو په مرکز کې په بهرنیو سیلانیانو د بريد په اړه تازه جزئيات:

مې 18, 2024
صومالیا کې د پيسو د نه ورکړې په سر د داعش ګواښونو له امله سوداګریز ځایونه تړل شوي

صومالیا کې د پيسو د نه ورکړې په سر د داعش ګواښونو له امله سوداګریز ځایونه تړل شوي

2

”د جنوب ختیځې اسیا لپاره د داعشیانو والي وژل شوی“

2

داعش او د بلوڅانو قتل عام

1

د المرصاد ازاده او خپلواکه ویب پاڼه پر لیکه شوه

1
د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلّم غزاء ګانې او ترې اخیستل شوي درسونه! اوولسمه برخه

د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلّم غزاء ګانې او ترې اخیستل شوي درسونه! اوولسمه برخه

جون 1, 2025
د تاریخ له پاڼو؛ عثماني خلافت!   دېرشمه برخه

د تاریخ له پاڼو؛ عثماني خلافت! دېرشمه برخه

مې 31, 2025
خوارج؛ د تکفير مدعیان خو د کبیره ګناه مرتکبین! لسمه برخه

خوارج؛ د تکفير مدعیان خو د کبیره ګناه مرتکبین! لسمه برخه

مې 31, 2025
غزة؛ د امت لومړی دفاعي سنګر او د بقاء رمز!

غزة؛ د امت لومړی دفاعي سنګر او د بقاء رمز!

مې 30, 2025

Popular Stories

  • په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

    په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • د بامیانو په مرکز کې په بهرنیو سیلانیانو د بريد په اړه تازه جزئيات:

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • پاکستان کې د داعشیانو لخوا په نښه کېدونکو کسانو لیستونه ترلاسه شوي!

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • کتابتون
د المرصاد اړیکه: info@almirsaad.com

جمله حقوق ټولو مسلمانانو ته خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

هیڅ نتیجه نلري
ټولې پایلې وګورئ
  • کورپاڼه
  • مهالني تبصري
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
  • شننې او لیکنې
    • خوارج العصر
    • سیاسي لیکني
    • جهادي لیکني
    • دیني لیکني
  • علماء
    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
  • د امت نومیالي
  • اصدارات
  • انفوګرافیک
  • کتابتون
  • میقات ویب
  • المرصاد
    • دري
    • اردو
    • عربي
    • EN
    • বাঙালি

جمله حقوق ټولو مسلمانانو ته خوندي دي.

Go to mobile version