تاریخ د امتونو د وجدان ژوندی کتاب دی. په نړۍ کې هر هغه ملت چې د وخت رښتینو، باعمله او په حق ولاړو علماوو لارښوونه ورسره وه، هېڅکله د غلامۍ په زنځیرونو نه دی تړل شوی؛ بلکې تل یې د آزادۍ له نعمت څخه برخمن ژوند کړی دی. دا یو مسلم حقیقت دی چې د امتونو په منځ کې تر ټولو لوړ او دروند مقام د علماوو دی؛ ځکه هغوی د دین وارثان دي، او د حق او باطل د تفکیک ستر مسؤلیت ور تر غاړه دی. همدوی دي چې ملتونه له فکري او فزیکي غلامۍ ژغوري او د آزاد فکر او عزت پر لور یې رابولي.
اسلامي امت هغه مهال عزت، وقار او روښانتیا مومي چې علم ژوندی وي او علماء د حق ویلو جرأت ولري. خو تاریخ دا هم ښيي چې کله علم چوپ شي او د حق ژبه وتړل شي، نو باطل نه یوازې سر راپورته کوي، بلکې د حق په جامه کې راڅرګندېږي. دا تر ټولو خطرناک حالت دی: کله چې باطل د علم تر سیوري لاندې وده وکړي.
اندېښنه دا ده چې نن د اسلام د کمزوري کولو لپاره بېلابېل فکري او سیاسي میتودونه کارول کېږي. له هغو څخه ځینې دا دي:
۱- د اسلامي سیاست تر نامه لاندې انحرافات.
۲- د مصلحت تر عنوان لاندې د حق تحریف.
تر دې لا د تعجب وړ خبره دا ده چې دا دواړه برنامې د ځينو علماوو له لارې په ملتونو کې عملي کېږي، او تاسو (ای د پاکستان علماوو) په ناپوهه ډول د همدې بهیر ښکار ګرځېدلي یاست. اسلامي سیاست دا نه دی چې یوازې په کتابونو کې یې ولولو یا پرې ګڼ جلدونه ولیکو او ځان سیاسي مفکر وبولو؛ بلکې اسلامي سیاست هغه دی چې د نړیوالو دسېسو پر وړاندې په عملي ډګر کې ودرېږي، او د کفارو له سیاسي مکرونو څخه امت وساتي.
د خپلو اسلافو ژوند ته که نظر واچوو، وینو چې هغوی د دین د ساتنې لپاره سترې قربانۍ ورکړې دي. زندانونه، تکلیفونه او حتی شهادتونه یې وزغمل؛ خو د حق له ویلو څخه یې لاس وانخیست. هغوی کله هم د مصلحت تر نامه لاندې د حق معامله ونه کړه، بلکې د شریعت د بقا لپاره یې هر څه قربان کړل. همدا لاره وه چې هغوی یې د تاریخ په پاڼو کې په عزت ثبت کړل او د اسلامي سیاسي مفکرینو په توګه راوپېژندل.
نن ولې بیا تاسو د مصلحت او سیاست په نوم د جمهوریت په ټال کې زنګېږئ؟ نو اوس وخت رارسېدلی دی چې د خپلو اسلافو لار تعقیب کړئ، د مصلحت تر نامه لاندې د حق له ویلو لاس مه اخلئ، او د امت د لارښوونې مسؤلیت په زړورتیا ادا کړئ.
تاریخ به ستاسو چوپتیا هم ثبت کړي او ستاسو دریځ هم؛ نو غوره دا ده چې د حق په لور ودرېږئ، تر څو راتلونکي نسلونه مو په عزت یاد کړي، نه په ملامتۍ؛ ځکه د اصولو له مخې ویل کېږي: “درء المفاسد مقدم علی جلب المصالح” یعنې د ضرر دفع کول د ګټې له جلب څخه مقدم دي. نو که کوم مصلحت د حق د پټولو سبب شي، هغه مصلحت نه، بلکې زیان دی.
د حق په نوم د باطل ځلول
د پاکستان خاوره او مسلمان ولس د درناوي وړ دی، او د هغوی ستاینه پر ځای ده. همدارنګه د علماوو دیني خدمات هم د قدر وړ دي. خو پوښتنه دا ده چې: تاسو د پاکستان د ستاینې تر عنوان لاندې د مجرمو عناصرو ملاتړ په کوم شرعي دلیل سره کوئ؟ د هغوی ستاینه په کوم دلیل کوئ؟ د هغوی د کومو لاسته راوړنو له برکته پاکستان ځلېدلی؟
ایا د پاکستان په نظام کې ځانګړې کړۍ، چې نن سبا یې مشري عاصم منیر کوي، په کومو کړنو د صفتونو لایق ده؟ په کومو کړنو سره یې پاکستان وځلاوه؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي چې ځوابونه یې تاریخ ثبت کړي دي:
۱ــ له اسرائیلو سره یې د غزې په خلاف پوځي مرسته ومنله.
۲ــ ایا دې خاصې کړۍ په افغانستان کې د یو اسلامي نظام د ړنګولو لپاره ناټو ته خپله ځمکه او فضا په واک کې ور نه کړه او موجود اسلامي نظام یې ړنګ نه کړ؟
۳ــ ایا دې خاصې کړۍ زموږ لسګونه داسې مشران، چې په اسلامي علومو کې نومیالي وو، د نړیوال کفري اتحاد پر ضد د دښمنۍ په تور جبراً ورک نه کړل؟
۴ــ که تاسو ته زموږ وینه قدر نه لري، لږ تر لږه د لال مسجد د بېګناه زدهکوونکو وینې او ظلم خو در یاد کړئ! د خپلې خور عافیه صدیقه حال خو در یاد کړئ چې د ۵۰ زرو ډالرو په مقابل کې یې امریکا ته وسپارله. د شهید شیخ نصیب خان تقبله الله سورۍ سورۍ سینه خو در یاد کړئ!
د حقانیه مدرسې د مهتمم مولانا سمیع الحق پر مظلومانه شهادت حیا نه درځي، او د هغه د زوی مولانا حامدالحق ټوټه ټوټه بدن څخه حیا نه درځي؟
۵ــ که دا تېر مو هېر شوي وي، نو د سترګو لیدلی حال باندې ولې سترګې پټوئ؟ د دوهم ځل لپاره افغانانو خپل تېر اسلامي نظام څنګه قائم کړ! تاسو یې له بل هر چا ښه شاهدان یاست!
مګر دغې خاصې حاکمې کړۍ بیا د امریکا د ګټو لپاره د اسلامي نظام پر ضد جګړه پیل کړه، د افغانستان حریم یې نقض کړ، په بېلابېلو ولایتونو کې یې د بېګناه ماشومانو او لويانو وینې توی کړې، د امید پر کمپ برید کې یې له ۴۰۰ څخه زیات معتادین په شهادت ورسول، چې د نړۍ په کچه داسې ظلم به چا نه وي ترسره کړی.
ای د پاکستان مقتدا علماوو!
تاسو ته وایم چې د پورته جنایتونو سره د عاصم منیر په مشرۍ خاصې کړۍ د پاکستان نوم بدنام کړ، د تاریخ په پاڼو کې یې ولس ته بېشمېره پېغورونه پرېښودل، د تېرو اسلافو ارمانونه یې له خاورو سره خاورې کړل، علما یې زنداني کړل، شهیدان او زخمیان یې کړل؛ نو ویښ شئ! مارشال د پاکستان نوم ونه ځلاوه؛ بلکې د پاکستان نوم یې د غلامۍ په میدان کې داسې وځلاوه چې په خپله غلامي هم ترې حیاء کوي.
د پاکستان علماوو فکر وکړئ!
هره زمانه د خپلو علماوو لپاره یوه ازموینه وي. کله دا ازموینه د فقر وي، کله د ظلم، او کله د قدرت او نږدېوالي. خو تر ټولو سخته ازموینه هغه ده چې عالم د حق ویلو پر ځای د خاموشۍ یا مصلحت لاره غوره کړي. قرآن کریم د علماوو د سکوت په اړه یوه ژوره او دردوونکې پوښتنه راپورته کوي:
﴿لَوْلَا يَنْهَاهُمُ الرَّبَّانِيُّونَ وَالْأَحْبَارُ عَن قَوْلِهِمُ الْإِثْمَ وَأَكْلِهِمُ السُّحْتَ﴾
ولې رباني علما هغوی نه منع کوي؟ دا یوازې پوښتنه نه ده، بلکې یو الهي تنبه دی چې د علماوو چوپتیا محاکمه کوي؛ ځکه چې د علماوو سکوت بېطرفي نه ده، بلکې: د باطل لپاره فضا برابرول دي، د ظالم لپاره قوت جوړول دي، د امت د ګمراهۍ پیل دی او د ظالم ملاتړ بلل کېږي.
ای علماوو! الله تعالی فرمایي:
﴿وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ﴾
رکون یوازې دا نه دی چې انسان د ظالم تر څنګ ودرېږي؛ بلکې دا هم رکون دی چې: ظالم وستایل شي، ظلم یې توجیه شي، د ظلم پر وړاندې سکوت وشي، او یا دا چې باطل ته د دین جامه ور واغوستل شي. دا هغه نازک پړاو دی چېرته چې عالم د حق له صفه وځي او په غیر مستقیم ډول د باطل په صف کې داخلېږي.
رباني علما هغه علما دي چې: علم یې له عمل سره تړلی وي، دنیا یې د دین تابع وي او حق یې له هر څه نه مخکې وي. دوی د زمانې فشارونه نه ماتوي. هغوی پوهېږي چې: “أفضل الجهاد كلمة حق عند سلطان جائر”. د رباني عالم نښه دا نه ده چې ډېر پوه وي، بلکې دا ده چې په سختو حالاتو کې هم حق وایي.
تاریخ به مو څنګه یاد کړي؟
الهي مسؤلیت ته په کتو د الله تعالی له ستر عذاب څخه وویریږئ، نور د غلامۍ په زانګو کې د روزل شوي پوځي رژیم کړنې ملت ته ښکاره کړئ، دا د مصلحت او ډار له امله بندې خولې د حق لپاره خلاصې کړئ. که چېرته تاسو دا کار ونه کړئ، نو تاریخ هېڅکله چوپ نه پاتې کېږي؛ هر عمل، هره پرېکړه، هر کردار او هره چوپتیا د قضاوت موضوع ګرځي. دا به ډېره د شرم ځای وي چې تاریخ مو راتلونکو نسلونو ته د دغه کرايي پوځ ملاتړي او شریکان معرفي کړي. تاریخ نه یوازې کړنې، بلکې چوپتیاوې هم ثبتوي.









































