په تیرو دوو لسیزو کې، پاکستان کې روانې حملې او ناامنۍ د یوه اوږد او پیچلي سیاسي کړکېچ او ناوړه سیاستونو پایله ده، چې ریښې یې د جنرال پرویز مشرف د واکمنۍ دورې ته ورګرځي. مشرف د افغانستان پر وړاندې د متحده ایالاتو د اشغال ملاتړ وکړ، چې له امله یې د پاکستان په قبایلي سیمو کې ډېر زیات ظلمونه او بشري حقونو نقضونه رامنځته شول. په دې سیمو کې د ډرون حملو، بمباریو او پوځي عملیاتو له امله زرګونه قبایلي ځوانان ورک شول، شهیدان شول، خلګ په زوره له خپلو کورونو، کلیو او وطن څخه کډوال شول.
پاکستان د متحده ایالاتو د خوښۍ لپاره د خپلې سيمې ثبات قرباني کړ، چې دې سیاستونو نه یوازې دا چې د سیمې ثبات ته زیان ورساوه، بلکې پاکستان له متحده ایالاتو څخه د ډالرو په بدل کې د خپلې سیمې د ناامنۍ بنسټ کېښود. دا ناوړه سیاستونه اوس مهال په پاکستان کې د روانو ناامنیو اصلي لامل ګڼل کېږي. د پاکستان د داخلي نا امنۍ اوسنی وضعیت په ۲۰۲۵-۲۰۲۶ کې په بې ساري ډول زيات شوی چې په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان او د بلوڅ بيلتونپالو وروستي بريدونه يې روښانه بيلګه ده، چې د پاکستان امنيتي ځواکونو ته پکې په لوړه کچه درانه تلفات اوښتي دي.
بلخوا، که د پاکستان پوځي رژیم ادعا کوي چې د دوی په عملياتو کې لسګونه وسله وال وژل شوي، خو دا بریدونه د داخلي ضعفونو او سیاسي کړکېچونو ښکارندويي کوي. د پاکستان پوځي کړۍ، چې د دې ناامنیو دوام غواړي، د افغانستان – پاکستان تر منځ د ستونزو حل لپاره معقولې او منطقي لارې نه غوره کوي. پر ځای یې، دوی خپل داخلي مشکلات – لکه د سیاسي ګوندونو سره شخړې، د واک قبضه کول او د ځینو سیاسي مشرانو بندي کول،اقتصادي بحرانونه او د نا امنيو دوام ته لمن وهل پټوي او د بهرنیو لاملونو په لټه کې دي. ځکه پاکستاني پوځ د مزاکراتو په ځای د جنګ او فشار سياست غوره کړی.
په مقابل کې، اسلامي امارت (د افغانستان – پاکستان اړیکو او د مذاکراتو د وضعیت په لړ کې) تل هڅه کړې چې د ستونزو حل د سوله ییزو مذاکراتو له لارې ترسره شي. د فرضي کرښې (ډیورنډ کرښې) په اوږدو کې، اسلامي امارت هیڅ ډول پیښه نه ده رامنځته کړې او ډېر اقدامات یې کړي دي ترڅو سیمه خوندي وساتي. لکه: د علماوو شورا راغوښتل چې هدف ترې د علماوو له لارې د ستونزو حل لپاره هڅې وې، همدا راز د قبایلي مهاجرينو د کنټرول لپاره پر هغوي سخت محدودیتونه وضع کول، لکه د فرضي کرښې څخه لرې کول او د دوی د فعالیتونو څارنه.
تر ټولو مهمه دا چې ددې ستونزو د ابدي حل لارې چارې په پار اسلامي امارت تل د سوله ییز حل لپاره چمتو و، خو پاکستاني لوري دا هڅې نادیده نیولې دي. په تیرو وختونو کې، کله چې پاکستاني لوري بریدونه کړي، اسلامي امارت یو ځل انتقام اخیستی، خو ډېر وارې یې د مذاکراتو په خاطر له انتقامه ډډه کړې ده. د ۲۰۲۵ د اکتوبر په میاشت کې د پاکستاني بریدونو وروسته، د قطر، ترکیې او سعودي په منځګړیتوب سره یو لنډمهاله اوربند راغی چې تر ډېره یې دوام کړی، خو خپل منځي مذاکرات د پاکستاني لوري د سر زورۍ له امله په استانبول او دوحه کې ناکامه شول.
اصلي ستونزه دا ده چې پاکستان غواړي اسلامي امارت بايد ټي ټي پي په بشپړه توګه له خپلې خاورې وباسي، حال دا چې اسلامي امارت هيڅ دا نه مني چې دوی ټي ټي پي ته پناه ورکړې ده او په کراتو کراتو يې دا خبره په دولتي کچه رسنيزه کړې، چې اسلامي امارت هيڅ چاته هم دا اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره دې د چا پر ضد وکاروي. اوس چې پاکستان بيا په افغانستان کې بې ګناه ملکيان په نښه کړل؛ نو د افغانستان صبر او حوصله نوره د پای ته رسېدو په حال کې ده. دا خبره په تاریخي لحاظ ثابته ده چې افغانانو هیڅکله چا ته انتقام نه دی پرېښی، او که دا وضعیت دوام وکړي، نو پاکستاني پوځي کړۍ کیدای شي د سختې څپېړې سره مخ شي.
د دې ستونزو د تل پاتې حل لپاره پاکستان باید خپل داخلي مشکلات حل کړي او د مذاکراتو مېز ته راشي. د دواړو هېوادونو تر منځ د سوله ییزو اړیکو جوړول نه یوازې دا چې د سیمې ثبات تضمینوي، بلکې اقتصادي پرمختګ او د ولس هوساینې ته هم لار هواروي. اسلامي امارت تل د ګاونډیتوب او سولې په موخه د مذاکراتو له لارې د ستونزو حل غوښتی، چې دا د یوې مسؤلانه چلند ښکارندویي کوي؛ خو دوامداره بريدونه او تورونه دا هڅې کمزورې کوي. پاکستان باید دا فرصت له لاسه ور نه کړي او د جنګ پر ځای سوله غوره کړي، ځکه چې جنګ یوازې د شریرو کړیو ګټه ده. دا وضعیت ښیي چې ناوړه تاریخي سیاستونه څنګه اوسني نسلونه اغېزمنوي. د دواړو هېوادونو مشران باید د ولس ګټو ته لومړیتوب ورکړي او د سوله ییز حل لپاره ګامونه پورته کړي، څو د سیمې راتلونکی روښانه شي.










































