د یوه انساني ناورین انځور
د نن ورځې غزه، د یوې بشپړې غمیزې روڼه هنداره ده؛ داسې غمیزه چې د نړۍ د رضایتناک او ارام سکوت تر سیوري لاندې، د نړۍ یوه ګوښه په خپله توره غېږه کې ډوبه کړې ده. داسې جګړه چې موخه یې یوازې د ځمکې پر سر شخړه نه، بلکې د یوه ملت تدریجي محوه کېدل او نړېدل دي. د فلسطین د حکومت د رسنیو دفتر په یوه هراړخیز راپور کې، د ۲۰۲۵ کال پر مهال د دې بېسارې غمیزې څېره په داسې وېرونکو ابعادو انځور کړې ده چې د بشري حقونو سازمانونو دا کال له ۱۹۶۷ راهیسې د فلسطین لپاره تر ټولو مرګونی بللی دی.
د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې، په غزه کې د شهیدانو او ورکو شویو کسانو شمېر ۲۹،۱۱۷ تنو ته رسېدلی، چې په هغوی کې ۵،۴۳۷ ماشومان او ۲،۴۷۵ ښځې شاملې دي. د دغو ارقامو وحشت هغه مهال څو چنده کېږي چې پوه شو د ټپیانو شمېر ۶۲،۸۵۳ کسانو ته رسېدلی او شاوخوا ۳،۴۰۰ نور کسان د کنډوالو تر لاندې ښخ دي، ورک دي او د برخلیک څرک یې نشته. دا د تېرو دوو کلونو د وینې بهېدلي تاریخ یوازې یو فصل دی؛ ځکه چې له اکتوبر ۲۰۲۳ راهیسې، د شهیدانو شمېر له ۷۲ زرو اوښتی، چې ۹۸ سلنه یې د غزې اوسېدونکي دي او د دې سیمې له لس سلنې څخه زیات نفوس یا شهید شوی او یا ټپي شوی دی.
د دې بهیر غمجنه پایله، د نفوس بېساری کمښت دی. د غزې د تړانګې نفوس په دوو کلونو کې ۱۰.۶ سلنه راکم شوی او له شاوخوا ۲.۳۸ میلیونو څخه ۲.۱۳ میلیونو ته رسېدلی دی؛ یعنې هره ورځ په منځنۍ توګه شاوخوا ۳۱۰ کسان کم شوي دي. دا کمښت یوازې د جګړې مستقیمه پایله نه ده، بلکې د وژنو، ورکېدنو، جبري بېځایه کېدو او د لوږې، رواني فشار او ناامنۍ له امله د زېږون د کچې د سخت ټیټوالي ګډ حاصل دی.
د قتل ترڅنګ، د منظمې محاصرې او سیستماتیکې لوږې سیاست، له دې هم وژونکې وسلې په توګه کارول شوی دی. دا سیاست دومره بېرحمانه پلي شوی چې ۲۰۲۵ کال د «غزې په تاریخ کې د لوږې تر ټولو مرګونی کال» په توګه ثبت شوی دی. په همدې کال کې، له ۶۵۰ زرو څخه زیات ماشومان د لوږې له امله د مرګ له ګواښ سره مخ وو او ۴۰ زره شیدېخوړونکي ماشومان د خوړو د نشتوالي له امله له جدي خطر سره مخامخ شول. د لوږې ځپلو ماشومانو هغه انځورونه چې تش لوښي یې په لاس کې وو، د دې غمیزې نړیوال سمبول وګرځېدل.
د لارو د تړلو، صهیونیستي رژیم د ۲۰۲۵ کال په ۲۲۰ ورځو کې په بشپړه توګه د ۱۳۲ زرو مرستندویو لاریو د داخلېدو مخه نیولې ده او ان د لنډمهالو اوربندونو پر مهال یې هم د خنډونو لړۍ نه ده درولې. دا محاصره تر هغه بریده اغېزمنه وه چې په پای کې ملګرو ملتونو په ۲۰۲۵ کال کې په رسمي توګه د غزې د شمال په تړانګه کې د «قحطۍ» اعلان وکړ؛ داسې وضعیت چې د لوږې ټولې سرې کرښې یې تر پښو لاندې کړې وې. د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په همدې کال کې ۴۷۵ کسان یوازې د لوږې او سوءتغذیې له امله شهیدان شوي، چې ۱۶۵ تنه یې ماشومان وو.
په غزه کې د ویجاړۍ بهیر بشپړ او بېساری دی. د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې، د ښاري بنسټونو ۹۰ سلنه ویجاړ شوي او یوازې په همدې یو کال کې ۱۰۶،۴۰۰ استوګنیز واحدونه په بشپړه توګه له منځه تللي دي. شاوخوا ۹۰ سلنه د غزې نفوس بېځایه شوی او ۲۱۳ زره کورنۍ، چې نږدې دوه میلیونه کسان جوړوي، څو څو ځله اړ شوې چې خپل کورونه او مېنې پرېږدي. یوازې د ۲۰۲۵ کال مستقیم اقتصادي زیانونه ۳۳ میلیارد ډالرو ته رسېږي.
خو ناورین یوازې په کورونو پورې محدود نه دی، ۹۵ سلنه ښوونځي زیانمن شوي، ۳۴ جوماتونه په بشپړه توګه نړول شوي، ۸۰ سلنه کرنیزې ځمکې له منځه تللي او د اوبو او فاضلاب شبکې په سیستماتیک ډول په نښه شوې دي.
د دې ویجاړۍ په منځ کې، د روغتیا بحران د بقا هره لاره تنګه کړې ده. یوازې په ۲۰۲۵ کال کې ۲۲ روغتونونه له فعالیته لوېدلي او په ټوله کې ۹۴ سلنه روغتیایي مرکزونه زیانمن یا ویجاړ شوي دي. په داسې شرایطو کې، ۱۲،۵۰۰ د سرطان ناروغان د مرګ له جدي ګواښ سره مخ دي، او ۴۷ زره امیندوارې او شیدېورکوونکې ښځې له سختو روغتیایي خطرونو سره لاس او ګرېوان دي. د راپورونو له مخې، له ۹۰ سلنې څخه زیات نفوس د لومړنیو اړتیاوو د پېرلو توان نه لري او د اوبو او حفظالصحې د شبکو د ویجاړېدو له امله د ساري ناروغیو خپرېدل یو عامه ګواښ ګرځېدلی دی.
د دې ټولو پایله، د یوه بشپړ بشري ناورین ننداره ده. خو نړۍ د دې ظلم پر وړاندې، یو مانادار او زړهسوځونکی سکوت غوره کړی دی. هغه اور چې غزه سوزوي، یوازې خاوره، ډبرې او انساني ژوند نه خاورې کوي؛ بلکې د بشریت وجدان او د معاصر تمدن اخلاقي بنسټونه هم په ایرو اړوي. دا نړیوال سکوت، پخپله د دې ناورین نه بېلېدونکې برخه ده.












































