جعلي شریعت (د داعش د تحریفشوي فقهي آلې تحلیل)
۲- د احکامو په فروعو کې تحریف
د داعش د تحریفشوې کړنلارې طبیعي پایله، چې په تېرو مقالو کې پرې بحث شوی د داسې یو لړ احکامو را څرګندېدل وو چې په ظاهره یې اسلامي بڼه، خو په حقیقت کې یې له اصلي اسلامي فقهې سره هېڅ ډول ورتهوالی نه درلود. دا احکام نه یوازې د اسلام په تاریخ کې بېساري وو، بلکې د اسلام له اساسي روح سره هم په ښکاره ټکر کې واقع وو؛ هغه روح چې د دین، نفس، عقل، نسل او د مال پر ساتنه ټینګار کوي.
په حقیقت کې، دغه تحریفشوي احکام د منظم تاوتریخوالي د توجیهاتو او د وېرې او ظلم پر بنسټ د واکمنۍ د ټینګښت وسیلې وې.
دا احکام په څلورو اساسي برخو کې څېړل کېدای شي، د دغو تحریفشوو احکامو له ډلې، لومړی او تر ټولو خطرناک یې پراخ او ټولیز تکفیر و. په اسلامي فقه کې یو بنسټیز اصل دا دی چې هېڅ مسلمان یوازې د ګناه یا د فقهي او سیاسي اختلاف له امله کافر نه بلل کېږي. دا قاعده داسې بیان شوې ده:
«لا نُكفِّرُ أحداً من أهلِ القِبلةِ بذنب»
چې له مخې یې هیڅ مسلمان صرف د ګناه یا د فقهي او سیاسي اختلاف له نظره کافر نه ګڼل کېږي.
خو داعش دا اصل په بشپړه توګه له پامه وغورځاوه او د «توحید» او «شرک» لپاره یې محدود، ځانجوړه او افراطي تعریفونه وړاندې کړل، ان تر دې چې د اسلام دایره یې دومره محدوده کړه چې یوازې خپله ډلې ته ځای ورکاوه. د دې فکر له مخې، ټول هغه مسلمانان چې ورسره همعقیده نه وو؛مخالف اهل السنة، صوفیان، د اسلامي هېوادونو وګړي او ان نورې جهادي ډلې یې کافر او مرتد اعلانېدل.
په عملي ډګر کې، د دې حکم معنا دا وه چې د دغو ټولو خلکو وژل او د هغوی د مال لوټ کول روا وګڼل شي. په بله وینا، دا حکم په حقیقت کې د قتل عام او غارت مذهبي جواز و، چې د اسلامي امت په وجود کې یې تر ټولو ستر درز رامنځته کړ او د دین په نوم یې د مسلمانانو وینه حلاله کړه.
دوهم تحریف، د منظمې غلامۍ بیا راژوندي کول وو، چې د داعش له کړنو څخه شمېرل کېږي. په معاصره نړۍ کې، د اسلام ټولو معتبرو علماوو د دین د اخلاقي اصولو او نړیوالو بدلونونو په رڼا کې غلامي منسوخه او د منلو وړ نه ده ګڼلې.
خو داعش د دې پراخ فقهي اجماع په بشپړه توګه له پامه غورځولو او په منظم ډول یې د اقليتونو، په ځانګړي ډول د ایزدیانو، ښځې او ماشومان غلامان کړل او له هغوی څخه یې جنسي استثمار وکړ. دوی د جهاد له ځینو آیتونو څخه انتخابي استفاده کوله، بې له دې چې تاریخي بستر، شرایط او سیاق ته پام وکړي او خپلې وحشیانه کړنې یې توجیه کولې.
په حقیقت کې، دا کړنې د قومي او جنسي پاکسازۍ یوه بڼه وه، چې موخه یې نه یوازې د قربانیانو سپکاوی، بلکې د یوې ټولنې د ټولنیز هویت بشپړه نابودي وه. دا چلند د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم او د راشدو خلفاوو له سیرت سره په بشپړ ټکر کې و، ځکه هغوی له اسیرانو سره د رحمت او انساني کرامت پر بنسټ چلند کاوه.
د داعش درېیم ستر تحریف، د فردي عدالت د اصل لغوه کول او د ټولیزه سزاوو پلي کول وو. قرآن عظیمالشان په څرګند ډول فرمایي: «وَ لَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى»
(هېڅوک د بل د ګناه بار نه وړي).
خو داعش دا بنسټیز اصل له پامه وغورځاوه او د یوه کس یا څو کسانو د کړنو په بدل کې یې ټولې کورنۍ، قبیلې او یا د یوې سیمې ټول اوسېدونکي مجازات کول. د کورونو نړول، ډلهییز اعدامونه او د ښارونو کلابندي، ټول د جاهلیت د دورې د «قبیلوي مسئولیت» د دود نښې وې؛ هغه دود چې اسلام د هغې د لهمنځه وړلو لپاره ظهور وکړ.
دې تګلارې نه یوازې عدالت تر پښو لاندې کاوه، بلکې د اسلام له تر ټولو بنسټیزو اخلاقي اصولو سره یې ښکاره ټکر درلود.
څلورمه نښه، د اسلامي تمدن سره د داعش د ژورې بېگانګۍ، د تاریخي او فرهنګي آثارو منظم ویجاړول وو. په سوریه کې د تاریخي (پالمیرا) ښار نړول، د پېغمبرانو او اولیاوو د مقبرو او تاریخي جوماتونو ورانول، هېڅ معتبر فقهي توجیه نه لرله. دا ویجاړۍ یو فرهنګي تېری و، چې اصلي موخه یې د خلکو د هویت، تاریخ او جمعي حافظې د هر ډول نښې له منځه وړل وو، څو یوازې د داعش روایت پاتې شي. دا کړنه د صدر اسلام د خلفاوو له سیرت سره په بشپړ ټکر کې وه، ځکه هغوی ان غیراسلامي ودانۍ هم ساتلې.
دا څلور ستر تحریفونه ـ پراخ تکفیر، د غلامۍ احیا، جمعي سزاوې او د فرهنګي میراث ویجاړول ـ د دین د صادقانه فهم پایله نه وه، بلکې د یوې سیاسي او پوځي برنامې زېږنده وه. په دې برنامه کې له مخکې ټاکل شوي اهداف؛ لکه د مخالفانو له منځه وړل، د خلکو کنټرول، د وېرې رامنځته کول او د قلمرو پراخول، لومړیتوب درلود او بیا د همدې موخو د توجیه لپاره دیني متون په انتخابي او تحریفشوي ډول کارول کېدل.
له همدې امله، دا احکام اجتهاد نه شي بلل کېدای، بلکې ایډیولوژیکې وسیلې وې د قدرت د ترلاسه کولو لپاره، چې د دین له نامه یې د خپلو واقعي موخو د پټولو په خاطر استفاده کوله. د دې میکانېزم درک کول د داسې ډلو پر ضد د مبارزې لپاره حیاتي ارزښت لري؛ ځکه دا مبارزه یوازې پوځي بڼه نه لري، بلکې د دین د اصلي او واقعي معناوو بېرته راګرځول هم پکې شامل دي، څو دا معناوې د تحریفکوونکو له منګولو خلاصې شي.










































