په تېرو ورځو کې د امریکا ولسمشر امر وکړ چې په جنوبي امریکا کې د پروت هېواد، وینزویلا ولسمشر او د هغه مېرمن دې په رڼا ورځ له خپلې ماڼۍ څخه پورته او په زولنو کې بندي کړل شي، د دې حکم په پایله کې، امریکایي “ډلټا فورس” ځواکونو د خپلو عملیاتو له لارې هغوی دواړه د پلان له مخې ونیول او واشنګټن ته یې ولېږل، دا یوه داسې پېښه وه چې په رښتینې مانا یې په ټوله نړۍ کې لړزه راوسته او یوه نړیواله غوغا یې جوړه کړه، له چین څخه تر مراکش او له مسکو څخه تر سنګاپور پورې، ټول د دې پېښې په لیدو هک حېران پاتې شول، چا کم او چا زیات غبرګون وښود، خو بیا هم له هیڅ لوري د دې پېښې په اړه مناسب عکس العمل ونه ښودل شو.
که څه هم د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له بریا سمدستي وروسته د وینزویلا له ولسمشر سره ترینګلتیا روانه وه، خو په وروستیو څو میاشتو کې دا حالت نور هم پېچلی شو، تمه دا وه چې یوه جګړه به وشي او د یو بل د ګرېوان نیولو خبرې کېدې، خو حیرانتیا هغه وخت وه چې امریکایي ځواکونو په ډېرې اسانۍ خپله موخه ترلاسه کړه، نه جګړه وشوه او نه کوم مقاومت؛ ته به وایې لکه ناوې چې له خسرګنۍ څخه په خوښه راوړل شي، د دې کار تر شا کوم عوامل دي؟ دا مهال موږ ورسره کار نه لرو، دمګړی د ویلو خبره دا ده چې د امریکا او وینزویلا حالات ولې دې کچې ته ورسېدل؟ په داسې حالاتو کې معمولاً داسې بیانیه وړاندې کېږي چې یوازې د ولس په سترګو کې خاورې وشیندي، یا داسې خبره وشي چې ژر شهرت ومومي؛ له همدې امله، کله چې د وینزویلا ولسمشر ونیول شو او یووړل شو، مرستیال ولسمشر یې وویل چې د امریکا اصلي ستونزه د وینزویلا له تېلو سره ده، دا د تېلو خبره ځکه ژر په خلکو کې خپرېږي او احساسات راپاروي، نو ځکه ترې ګټه پورته شوه، خو ایا رښتیا هم ستونزه د تېلو ده؟ راځئ په دې لږ خبرې وکړو.
کله چې د تېلو نوم یادېږي، نو ذهن ته سمدستي د منځني ختیځ، ایران او روسیې انځور راځي، خو حقیقت دا دی چې په ټوله نړۍ کې د تېلو تر ټولو لویه شتمني له وینزویلا سره ده، ځکه نو که امریکا پرېکړه کړې وي چې دا تېل د خپلې خوښې سره سم وکاروي، نو دا څه لیرې خبره نه ده، بله خبره دا ده او ځینې مبصرین له ډېر وخت راهیسې لیکي او وايي چې امریکا په منځني ختیځ کې د کومې لویې لوبې اراده لري او په دې برخه کې یې نیت ښه نه دی، په داسې حال کې چې که اړیکې خرابې شي او منځنی ختیځ د تېلو له لارې پر امریکا د فشار راوړلو چانس ولري، نو دا به د امریکا لپاره د اندېښنې وړ وي؛ له همدې امله امریکا غواړي له وړاندې داسې ګامونه پورته کړي چې له دې فشاره خلاص شي او په خلاص میدان خپل پلانونه عملي کړي. په دې لاره کې د امریکا په وړاندې تر ټولو لوی خنډ د وینزویلا ولسمشر و، چې نه یې غوښتل د خپل هېواد طبیعي سرچینې امریکایي ادارې ته وسپاري.
له بلې خوا، ځینې شنونکي په دې باور دي چې امریکا د دې ګام له لارې پر ایران فشار راوړل غواړي او په اشارو کې سر ورخلاصوي چې که ته هم سرکشي وکړې، نو پایله به دې همداسې مسخره وي، دوی د دې خبرې لپاره دا دلیل راوړي چې په ایران کې وروستي لوی لاریونونه او د اسراییلو له خوا د هغو ښکاره ملاتړ، او په ډاګه دا ویل چې موږ د دې لاریونونو تر شا ولاړ یو؛ او بیا د ډونالډ ټرمپ دا وینا چې که ایران پر لاریونوالو تشدد وکړ، موږ به یې ژغورلو ته میدان ته ور ودانګو؛ دا ټولې نښې ښيي چې امریکا د ایران خطر نور نه شي زغملی او د هغه د بندوبست لپاره لاس په کار شوې ده، لومړی هڅه کېږي چې د ایران د اصلي واکمنانو پر وړاندې ولسي کرکه پیدا کړي او کله چې دا کرکه اوج ته ورسېږي، بیا به امریکا د وینزویلا په پرتله لا سخت ګام پورته کړي.
خو هغه څه چې ډېری نړیوال مبصرین پرې متفق دي او د تېرو څو لسیزو تاریخي شالید یې هم قدم په قدم ثابتوي، هغه د امریکا د اوسني سیستم واکمني ده، تفصیل یې دا دی چې کله په نوي یمه (۹۰) لسیزه کې په افغانستان کې سوسیالیزم ماتې وخوړه او په مقابله کې یې د پانګوال نظام (کپیټلېزم) پسرلی په هره خوا خپور شو، کټ مټ په همدې وخت کې د وینزویلا پخواني ولسمشر “شاویز” مړ سوسیالیزم بېرته ژوندی کړ او په دې لاره کې یې خپل ټول توان په کار واچاوه، له همدې ځایه له امریکا سره اختلافات پیل شول، شاویز ته د دې سزا هم ورکړل شوه او د ولسي پاڅون له لارې یې واک محدود شو، خو هغه د خپل محبوبیت له امله بېرته د ټاکنو له لارې صدارت ترلاسه کړ او د امریکا پر ځای یې له چین او روسیې سره اړیکې نږدې کړې، روسیې د هغه د دفاع لپاره د وسلو او مشورو ډاډ ورکړ او چین د تېلو د پیرلو او هلته د بنسټیزې رغونې په کارونو کې د ګډون ژمنه وکړه، دا کار امریکا ته هیڅ د منلو نه و او تل په دې لټه کې وه چې کله به فرصت ترلاسه کوي او دا پسه به قرباني کوي، که څه هم امریکا له وینزویلا سره ځمکنۍ پوله نه لري او په هوایي واټن هم شاوخوا دوه زره کیلومتره لیرې ده، خو څرنګه چې وینزویلا په جنوبي امریکا کې ده، نو واشنګټن پرې د نورو په پرتله پر امریکا که شمالي وي که جنوبي، خپل حق ډېر ګڼي، ځکه خو هلته د چین او روسیې راتګ د خپل کور په چارو کې لاسوهنه بولي. امریکا په ټوله نړۍ کې هڅه کوي چې هیڅوک د چین او روسیې په بلاک کې شامل نه شي، د تېرو څو لسیزو څخه په نړیواله توګه ددې هڅې هم ښکاره دي، اوس چې دده په خپل کور کې ددې بلاک لاسوهنه شروع شوه، دا ورته په هیڅ صورت د منلو نه وه، خو په دې انتظار و چې په مناسب وخت کې به توجه ورته وکړي، په ۲۰۱۳ کال کې شاویز مړ شو او پر ځای یې د هغه مرستیال “نیکولاس مادورو” ولسمشر شو، خو پالیسي هماغه پخوانۍ پاتې شوه، چې دده مخکې ولسمشر غوره کړې وه، اوس چې د روسیې او چین بلاک نور هم پیاوړی شوی؛ روسیه پر اوکراین منګولې لګوي، چین تایوان کلابند کړی او هره ورځ یې څنګ ته فوځي تمرینونه کوي، له بلې خوا ایران ته د چین او روسیې له خوا دوستانه ډالۍ ورکول کېږي، او د وینزویلا نږدېوالی هم ورسره ورځ په ورځ په زیاتېدو و، د امریکا پر ضد توندې ویناوې هم اوج ته رسېدلې وې، ځکه خو کله چې امریکا ته د خپل کور نږدې خطر د ورېځو په څېر ښکاره شو، نو دا سخت ګام یې پورته کړ او ټول نړیوال قوانین یې تر پښو لاندې کړل، ترڅو لږ تر لږه د خپل کور پر دروازه د غږېدونکي شور غږ غلی کړي.
له دې ټولو تبصرو پرته، یو بل جالب ټکی هم د ډونالډ ټرمپ وینا وه، ټرمپ د وینزویلا د ولسمشر او د هغه د مېرمنې تښتول خپله لویه بریا وبلله او دا جمله یې وویله چې له افغانستان څخه د وتلو پر مهال چې موږ کوم سپکاوی لیدلی و، په وینزویلا کې مو د خپلې ثابت قدمۍ او ډسپلین په ښودلو سره هغه جبران کړ. د ټرمپ دا جمله ډېره مانا داره ګڼل کېږي، یوه مانا یې دا ده چې که موږ له اوو سمندرونو پورې د نړۍ د مهارولو هڅه کوو که هلته نیمګړتیا راشي، نو موږ به خپلو حاکمانو ته د غفلت په پایله کې تل پیغور ورکوو. بله مانا یې دا ده چې هر هېواد افغانستان نه شي جوړېدلی او نه باید د افغانستان کېدو هڅه وکړي، ځکه چې بیا به له داسې برخلیک سره مخ شي لکه وینزویلا چې ورسره مخ شوه











































