د جدي شپږمه د افغانستان د تاریخ په تورو پاڼو کې د غم، ویر او ناورین یوه نه هېریدونکې ورځ ده. دا هغه ورځ وه چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې د پخواني شوروي اتحاد سره پوځونه په بشپړې بې رحمۍ زموږ پر ګران هیواد یرغل وکړ او د افغانستان خپلواکي یې په ښکاره ډول تر پښو لاندې کړه.
دا یرغل یوازې پوځي برید نه و، بلکې د افغان ولس پر دین، کلتور، ازادۍ او انساني ارزښتونو یو پراخ يرغل وو، شوروي ځواکونو د درنو وسلو، ټانکونو، الوتکو او بمبارۍ له لارې ښارونه او کلي په نښه کړل. په دې یرغل کې لکونه بېګناه افغانان شهيدان شول، زرګونه نور ټپیان او دایمي معیوبان شول. میندې له زامنو بېلې شوې، ميرمنې کونډې شوې، ماشومان یتیمان پاتې شول او د هر کور دروازې ته د غم سیوری راوغځېد. د جګړې اور دومره پراخ و چې نه یې زاړه وپېژندل او نه ماشومان، نه ښځې خوندي وې او نه هم جوماتونه، مدرسې، ښوونځي او کروندې.
د روسانو زندانونه د افغانانو څخه ډک شول، زرګونه ځوانان د تورو پنجرو تر شا واچول شول، چیرې چې د بې وسۍ آهونه، د درد فریادونه او د ازادۍ بې وسه چیغې پورته کېدې، په سلګونو کلي وران شول، کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې او د هیواد اقتصادي او ټولنیز جوړښت ته نه جبرانېدونکی زیان واوښت. د دې یرغل له امله شاوخوا پنځه میلیونه افغانان اړ شول چې خپل کورونه، کلي او ښارونه پرېږدي او د مهاجرت سخت ژوند ته مخه کړي.
میلیونونه افغانان ګاونډیو هیوادونو ته ولاړل، هلته یې د غربت، بېوسۍ او بېسرنوشتۍ ژوند تېراوه، خو د وطن مینه یې له زړونو ونه وتله. سره له دې ټولو ظلمونو او قربانیو، افغان ولس هېڅکله تسلیم نه شو. د کلک ایمان، غیرت او ازادۍ په زور یې د اشغال پر وړاندې قيام وکړ او د سپيڅلي جهاد له ذريعه یې د نړۍ یوه ستره پوځي قوه ماته کړه. دا مبارزه د افغانانو د تاریخ یو ویاړلی فصل دی، چې نړۍ ته یې وښوده چې افغانان که هر څومره ځورول کېږي، خو د غلامۍ منلو ته تیار نه دي. د جدي شپږمه موږ ته دا درس راکوي چې خپلواکي ارزانه نه تر لاسه کېږي، بلکې د قربانیو، صبر او یووالي پایله ده.
د افغانستان اشغال د شوروي اتحاد لپاره یوازې یو پوځي ماموریت نه و، بلکې د دوی د زوال پیل هم وګرځېد. سره له دې چې شوروي پوځونه د وخت له تر ټولو پرمختللو وسلو، ټانکونو او هوايي ځواک څخه برخمن وو، خو د افغان ولس د ټینګ مقاومت پر وړاندې یې ماتې وخوړه. په لس کلنه جګړه کې زرګونه شوروي سرتېري ووژل شول، لسګونه زره نور ټپیان او معلولان شول او د هغوی پوځ ته درانه بشري تلفات واوښتل.
سربېره پر انساني زیانونو، شوروي اتحاد ته ستر اقتصادي تاوانونه هم ورسېدل. د جګړې لګښتونه هر کال میلیاردونو روبلو ته رسېدل، چې د شوروي اقتصاد یې سخت کمزوری کړ. د وسلو، تجهیزاتو، ټانکونو او الوتکو له منځه تګ، او د جګړې دوام د دې لامل شو چې د شوروي اقتصادي سیستم له سخت فشار سره مخ شي او د ولسي نارضایتۍ کچه لوړه شي.
دا جګړه یوازې په پوځي ډګر کې نه، بلکې په سیاسي او نړیوال ډګر کې هم د شوروي اتحاد لپاره شرموونکې تمامه شوه. نړیوال حیثیت یې سخت زیانمن شو، په نړۍ کې یې د یرغلګر ځواک په توګه پېژندنه نوره هم ټینګه شوه مخالفتونه يې زیات شول.
په پایله کې، شوروي اتحاد اړ شو چې له افغانستان څخه په سپکه ماتې ووځي، او لږه موده وروسته یې خپله ستره امپراتوري هم ونړېده. دا حقیقت د تاریخ په پاڼو کې په روښانه ډول ثبت شو چې که څه هم زور او وسله لنډمهاله برلاسي ورکولی شي، خو د یو باایمان، یو موټي او ازاد ولس هوډ هېڅکله نه شي ماتولای.
د افغانستان تاریخ په ځلونو ثابته کړې چې دا خاوره د زور، تېري او اشغال منونکې نه ده. هر هغه ځواک چې د افغانانو د وطن، ارزښتونو، دین او خپلواکۍ پر لور د ناپاکو نیتونو سترګې ور اړوي، باید د جدي شپږمې تورې تجربې پايلې له یاده ونه باسي. افغان ولس که څه هم د وسایلو له پلوه کمزوری ښکاري، خو د ایمان، غیرت او ملي ارادې له پلوه داسې ځواک لري چې د نړۍ سترې امپراتورۍ یې پر ګونډو کړي دي. دا ملت د تاریخ په اوږدو کې هېڅکله د غلامۍ زنځیرونه نه دي منلي.
که هر ګاونډی یا بل بهرنی هیواد دا فکر وکړي چې د زور، بمبار، ګواښ او فشار له لارې کولای شي د افغانستان خاوره تر پښو لاندې کړي، نو باید پوه شي چې پایله به یې د شوروي اتحاد له برخلیک څخه توپیر ونه لري. دا خاوره د یرغلګرو لپاره هدیره ګرځېدلې او ګرځي به، ځکه دلته ولس د خپلې خاورې د ساتنې لپاره تر وروستۍ سلګۍ ولاړ پاتې کېږي. افغانان د سولې غوښتونکي دي، خو د عزت او خپلواکۍ پر سر هېڅ ډول معامله نه کوي.
په دې وروستیو ورځو کې پر افغانستان د پاکستان پوځي رژيم له لوري بمبارد او تېری د اندېښنې وړ عمل دی او د تاریخ له درسه سترګې پټول ښيي. دا ډول کړنې نه یوازې دا چې د دواړو هیوادونو ترمنځ فضا ترینګلې کوي، بلکې د افغان ولس د زخمونو پر تازه کېدو هم تمامېږي. که څوک دا ګمان کوي چې افغانان به د هوايي بریدونو او ګواښونو له امله چوپ پاتې شي، نو دا به ستره تېروتنه وي، افغان ولس د خپل وطن د دفاع لپاره لکه څنګه چې پخوا یو موټی شوی، بیا به هم د ټینګ مقاومت ډګر ته راووځي.
افغانستان تل ګاونډیانو ته د ورورولۍ، حسن نیت او متقابل درناوي لاس ورکړی، خو دا لاس باید د کمزورۍ په معنا ونه اخیستل شي. تاریخ شاهد دی چې کله د دې ملت صبر پای ته رسېدلی، نو د مقابل لوري لپاره یې دروند قیمت درلودلی دی. د جدي شپږمه یوازې د غم ورځ نه ده، بلکې د هر دښمن ته د ګواښ،کلک هوډ او ملي بیدارۍ ورځ هم ده.












































