که د افغانستان د ګاونډي هېواد پاکستان د ایجاد او تداوم نږدې نیمې پېړۍ تاریخ ته مراجعه وشي، په ښکاره څرګندېږي چې دغه هېواد نه یوازې د افغانستان، بلکې د نورو ګاونډیو پر وړاندې هم له ښه نیت څخه کار نه دی اخیستی او تل یې د غوره ګاونډیتوب اصول تر پښو لاندې کړي دي.
ددې تر څنګ یې تر ټولو ناوړه بڼه دا ده چې هېڅکله یې هم د خپل ولس یا عوامو د زړه غږ او مشروع غوښتنو لپاره غوږ نه دی اېښی. ممکن چې پښتونخوا یا پښتانه چې دا مهال له ټولو حقونو محروم دي او د پاکستاني پوځي جبر تر سیوري لاندې شپې سبا کوي، همداسې له پنجابیانو پرته نور قومونه هم له خپلو اساسي حقوقو او امتیازاتو څخه برخې دي.
دغه هېواد چې تل د پوځ له خوا کنټرول شوی او د پر دې شاته پرې داسې پوځي حکومتونه واک چلوي، چې خپل سرتېري په هره بیه نیواکګرو او د نړۍ مغرضو قدرتونو ته د پیسو او معاملو په بدل کې په کرایه ورکوي، یو لړ داسې مصنوعي اقدامات هم کوي چې ځان مظلوم وښيي او په اصطلاح خپله ملي بڼه څرګنده کړي، خو له بدغه مرغه چې اوسمهال نږدې هره ورځ د رسوایۍ خواته روان دی.
پاکستاني پوځي حکومتونو د خپلو نامشروع غوښتونو د تطبیق، د ګاونډیو او سیمې هېوادونو د وېرولو او سیاسي لابي ګرۍ لپاره تل د خارجي ډلي ملاتړ کړی او پر وړاندې یې د ولس مشروع مبارزې او غوښتنو ته يي د ترهګرۍ نوم ورکړی دی. دلته به یې ځینو مواردو ته اشاره وکړو:
داعش: داعشي خوارج د نړۍ په کچه یوه معاصره فتنه ده چې د اسلام او شریعت د نوم بدۍ لپاره د سي ای اې او نورو استخباراتي ادارو له لوري تاسیس شوې او اوسمهال د پاکستان له خاورې څخه پر افغانستان د نړۍ په نورو سیمو کې وخت ناوخت بریدونه کوي، پاکستاني استخباراتي اداره په منظم ډول داعشي سرتېري روزي، څو ورڅخه د خپلو نامشروع موخو لپاره ګټه واخلي، ګاونډيو، سیمې او نړۍ ته یې د ګواښ په توګه معرفي کړي او بیا یې بېرته د ځپلو لپاره له هغوی څخه ډالري پروژې او ستراتیژیک ملاتړ تر لاسه کړي.
تازه ثبوت یې هم په پېښور کې د نصرت په نامه یوه مهم داعشي مشر وژنه وه چې د موسی پهلوان په نامه یې شهرت درلود او هلته د یوه ترهګریز مرکز «پهلوان» مشري هم ور په غاړه وه. د پاکستان په مهمو امنیتي ساحو کې د پوځ او استخباراتو تر ملاتړ لاندې داعشي خوارج بیا بیا کابل او شاوخوا سیمو ته استول شوي او پاکستاني اسناد ورسره ګیر شوي دي.
اسرائیل: د پلان او پالیسي پر بنسټ د پاکستاني پوځي او اسرائیلي صهیونیستي رېژيم تر منځ هېڅ تفاوت نشته، ځکه چې د غزې او خیبر پښتونخوا په ګڼو سیمو او زندانونو کې د دواړو رېژیمونو چلند سره ورته دی، ددې تر څنګ پاکستانی حکومت له اسرائیلو سره ددې په خاطر نږدې او دوستانه اړیکې پالي چې امریکا سره یې اړیکې ښې شي.
روان کال د ملګرو ملتونو اتیایمه عمومي ناسته کې د اسرائیلو د لومړي وزیر د وینا پر مهال د ګڼو اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو استازي د اعتراض په ډول ووتل، خو پاکستاني پلاوی نېغ ناست و او په خپله لېوالتیا او ناسته یې غزه کې د اسرائیلو ټول جنایتونه تایید کړل. حتی تر دې دمه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په غزه کې د اسرائیلي پوځ د وحشتونو په تړاو د غندنې او د فلسطیني ولس د ملاتړ یوه وړه بېلګه هم نه لري. شونې ده چې د امریکا په منځګړیتوب داعشي خوارج هم اسرائیلو ته د یوې ډالۍ او کرايي جنګیالۍ ډلې په توګه وړاندې کړي، چې بېلګې یې په سوریه کې لیدل شوې او د رسنیو د راپورونو له مخې ډېرو مواردو کې موساد له داعش څخه ملاتړ کړی او امکانات یې ورکړي دي.
بلوڅان: په پاکستان کې د بلوڅ ازادۍ غوښتونکو او بلوڅستان د ازادۍ جنګیالیو (BLA) د بلوڅستان د ازادۍ پوځ مبارزه څه نوې خبره نه ده. ددې غورځنګ د پیدایښت انګیزه خپله له بلوڅ وګړو سره د ملت د یوې برخې په توګه د پاکستاني پوځي حکومتونو ناوړه چلند، ظلم او زیاتی دی، چې دا ډله یې بالاخره وسله والې مبارزې ته اړ وېستلې او تر ننه پورې د یوه ځواکمن اړخ په توګه جنګیږي او تر اوسه یې سلګونه پاکستاني پوځیان وژلي دي.
د دوی مشروع غوښتنې پر خپلو امکاناتو بر لاسي، دوی ته پاملرنه او بلوڅستان ته د ابادۍ لپاره پاملرنه ده، خو پوځي رېژیمونو دوی ته تل د دښمن په سترګه کتلي او نن ورته په دومره سر خوږي اوښتی چې بلوڅستان کې د پاکستاني حکومت حاکمیت او شتون ننګوي.
ټي ټي پي: تحریک طالبان پاکستان د پاکستان یو بل داسې واقعیت دی چې سترګې ورڅخه نه شي پټېېدلی، ددې ډلې د غوښتنو یوه انګیزه هم د بلوڅ ازادۍ غوښتونکو لپاره په خپله خاوره او امکاناتو د اختیار یا پاملرنې موضوع ده، خو بل اړخ ته دا یو دیني تحریک هم دی چې د اسلامي شریعت د تطبیق غوښتنه او د اسلامي نظام قیادت غواړي.
دا له شک پرته چی د هغوی مشروع حق دی او د خپلې مبارزې په تاریخ کې یې پاکستاني پوځ ته ګڼ تلفات هم اړولي او خپله یې هم بې سارې قربانۍ ورکړې. دا چې پاکستانی حکومت نن د مذاکراتو په موضوع کې هم د افغانستان له اسلامي امارت څخه ددغه ډلې د مهار غوښتنه کوي، له خپل مسوولیت څخه د تېښتې او بې غورۍ یو مثال وړاندې کوي، پاکستاني پوځ هېڅکله هم د ټي ټي پي غوښتنې او پیغامونه نه دي تحلیل کړې او نه یې د روغې جوړې لپاره ورته چمتو والی ښودلی دی.
ځکه خو ټي ټي پي د یوه پاکستاني او د پاکستان په داخل کې د یوه وسله وال تحریک په توګه ورځ تر ورځې پیاوړی کېږي او پراخه ولسي ملاتړ خپلوي. اړتیا ده چې پوځي واکمنان دغه تریخ واقعیت ومني، خبرو اترو ته ورسره کېني او پړه یې پر افغانستان ځکه وانه چوي چې اسلامي امارت پر هغه تعهد ولاړ دی چې هېچا ته هم له خپلې خاورې څخه د بل هېواد پر وړاندې د استفادې اجازه نه ورکوي.
افغانستان: افغانستان هم د شوروي لښکرو پر وړاندې او هم له امریکايي اشغال څخه د خپلواکۍ مبارزه کې هم له پاکستان څخه ګیلې لري او هم یې منندوی دی. ګیلې په دې چې هېڅکله یې هم د افغانستان د استقلال د مبارزې درناوی نه دی کړی، بلکې د خپلو موخو د تر لاسه کولو هڅه یې کړې او د با ثباته افغانستان شعار یې یوازې په خوله کې اړولی را اړولی دی.
منندوی په دې خاطر چې ګڼو افغان کډوالو ته یې پناه ورکړې وه او مېلمه پالنه یې وکړه، د همدې درنښت په درناوی افغانستان تل د ورور هېواد په سترګه ورته کتلي، په اقتصادي او سوداګریزو راکړو ورکړو کې یې د بل هر هېواد په پرتله پاکستان غوره کړی دی، خو نن سبا چې له پاکستاني تولیداتو او لارو سره پرېکون اعلانوي، لامل یې خپله د پاکستاني پوځي حکومت ناوړه تګلارې او په افغانستان کې له راغلې سولې او ثبات سره پټه دښمني ده.
په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته لکه څرنګه چې په نړۍ کې شرایط بدل شوي، داسې افغانستان هم بدل شوی دی، دلته نږدې څلوېښت کلنه جګړه پای ته رسېدلی، لومړی ځل افغانان په سوله او ثبات کې ژوند کوي، چې دا د پاکستان د هغه شعار د عملي کېدو غوره زمینه وه چې ګني د افغانستان ثبات د پاکستان ثبات دی، خو برعکس د افغانستان ثبات د پاکستان د پوځي رژیم طبعیت خراب کړی او په دې وروستیو کې یې څو ځله پر افغان خاوره برید کړی چې له ځواب او انتقامي بریدونو سره مخامخ شوی دی.
نور باید پاکستان دا درک کړي چې دا ډول شر پسند سیاستونه یې هېڅکله هم ځای نه نیسي، بلکې د نړۍ او سیمې په سترګو کې د پاکستان څېره لا نوره هم نوم بدې کوي او دا هېواد د نړۍ له سترګو لوېږي.
د پایلې په توګه باید ووایو چې نور نو د پاکستان د بهرنۍ پالیسي او ګاونډيز درناوي غوره وخت را رسېدلی دی، نور پر ترهګریزو ډلو او شعارونو د پانګونې سیاست د پای ټکی غواړي، افغانان په دې پوهېدلي چې یوازې په وحدت او له خپل اوسني نظام څخه د ملاتړ په صورت کې د پاکستان او نورو ګاونډیو له اغېزه خلاصېدلی شي.
اسلامي امارت په خپله اقتصاد محوره بهرنۍ پالیسي او متوازن سیاست له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر اساس ولاړې اړیکې غواړي او دا پاکستان ته ښه زمینه ده چې نور د زور او ګواښ ژبه په دیپلوماټیکه ژبه واړوي، څنګه چې د قطر او ترکیې په ناستو کې هم ثابته شوه چې افغان پلاوي یې ټولو اندېښنو ته ځواب ورکړ، خو پاکستانی لوری د خبرو له سره ووت او دا یې په اثبات ورسوله چې د پاکستان ملکي حکومت ددې پرېکړو واک نه لري، بلکې د پاکستاني پوځي جنرالانو ځانګړې ډله پاکستان اداره کوي.
که د پاکستان دا سیاست همداسې دوام وکړي، لرې نه ده چې هم به خپل نړیوال اعتماد وبایلي او هم به د لوړو قرضونو او اقتصادي بې ثباتیو تر بوج لاندې خپل ولس هم په بشپړ ډول له لاسه ورکړي.









































