د اسلام لښکر جنګي نقشه برابروي:
د اسلام لښکر په شیخین سیمه کې شپه تېره کړه، د سپېده داغ پر مهال له همدې سیمې څخه د احد پر لور وخوځېدل، د سهار لمونځ یې احد ته نږدې په شوط سیمه کې وکړ، له لمانځه وروسته احد ته ورسید، د احد غر یې ترشا پرېښود او مدینې ته مخامخ شول، په دې سره د کفر لښکر د دوی او مدینې تر منځ شو، د اسلام لښکر د پوځي ځراکت له مخې یو ډېر ښه ځای غوره کړ، ځکه شاته او ښي لوري ته یې د احد غر وو.
شمالي لوري ته یې یوه وړوکې غونډۍ وه، چې له دې غزا وروسته په جبل الرماة مشهوره شوه، په دې غونډۍ کې یې د عبد الله بن جبیر رضي الله عنه تر مشرۍ لاندې پنځوس تنه صحابه کرام ځای په ځای کړل، تر څو د دښمن سپاره د شا له لورې په مسلمانانو راتاو نشي، د هغوی مخنیوی وکړي، په دوی یې بیخي زیات ټینګار وکړ، تر څو په هیڅ صورت کې هم خپل ځای پرې نږدي، ورته ویې ویل: زموږ غوښې که مرغانو هم خوړې، تاسو له خپلو ځایونو تر هغو مه ښورئ، تر څو زما له لوري حال درنشي، یعنې د ماتې او بري دواړو صورتونو کې باید په خپل ځای پاته شئ. په دې سره د مسلمانانو شمالي لوری هم خوندي شو، بله دا چې د اسلام د لښکر ځای نسبتا د کفارو د لښکر ترځای لوړ و.
له هغه وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم صفونه جوړ کړل، په میمنه (ښي اړخ) یې منذر بن عمرو رضي الله عنه او میسره (چپ اړخ) یې زبیر بن عوام رضي الله عنه وټاکل، چې مرستیال یې مقداد بن أسود رضي الله عنه و، او لښکر یې په دریو ټولیو ووېشه:
لومړی: د مهاجرینو ټولې، په دوی کې یې جنډه مصعب بن عمیر رضي الله عنه ته ورکړه.
دوهم: د أوس قبیلې ټولۍ، په دوی کې یې جنډه أسید بن حضیر رضي الله عنه ته ورکړه.
دریم: د خزرج قبیلې ټولۍ، په دوی کې یې جنډه حباب بن منذر رضي الله عنه ته ورکړه.
له دې وروسته یې لښکر ته وویل چې له امر پرته نښته مه پیلوئ، کله چې ما امر وکړ بیا به نښته پیلوئ.
د جهاد لپاره هڅونه:
وروسته له هغه چې صفونه جوړ شول، د اسلام د لښکر څنډې خوندي شوې، رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل ملګرې د کفارو په وړاندې جهاد ته وهڅول، د جګړې په ډکرونو کې یې د صبر او ثبات توصیې ورته وکړې، د یوې اوږدې خطبې په ترڅ کې یې د صحابه کرامو مرالونه لوړ کړل، دوی ته یې د ثبات او استقامت توصیې ور تلقین کړې. همدغه توصیې دي، چې د سپاهیانو حوصلې ساتي، د جګړې په ډګر کې د دوی پښې ټینګوي، او د دښمن په وړاندي یې د غره په څېر محکموي.
په همدې جریان کې یې خپله توره راوایستله او ویې ویل: څوک به ددې تورې حق اداء کړي؟
أبو دجانه رضي الله عنه ورته وویل: اې د الله رسوله! حق یې څه دی؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: حق یې دادی چې تر هغو دښمن پرې ووهل شي، تر څو چې کږه وږه شي.
ابو دجانه رضي الله عنه زیاته کړه: زه یې اخلم حق یې په ځای کوم، بیا یې همده ته ورکړه. ابو دجانه رضي الله عنه یو زړور صحابي و، ده یوه سره پټه درلوده، کله چې به یې تر سر تاو کړه، نو صحابه کرام به پوه شول، چې اوس به تر مرګه جنګیږي، کله چې یې توره واخیسته، خپله سره پټه یې وتړله، نو د صفونو تر منځ په خورا ناز او غرور راون شو.
رسول الله صلی الله علیه وسلم چې ولید، ویې ویل: دا یو داسې تګ دی، چې متعال رب یې له دغسي ځایونو (له دښمن سره د مقابلې له وخت) پرته بل په هیڅ وخت کې نه خوښوي.
د قریشو د لښکر تنظیم:
د قریشو لښکر له پخوا لا په احد کې مېشت شوی و، دوی هم خپل لښکر تنظیم کړ، عمومي مشر یې ابو سفیان و، چې د لښکر په زړه کې یې ځای نیولی و، په ښي اړخ یې خالد بن ولید او په ګیڼ لوري یې عکرمه بن ابي جهل مشران وټاکل. د پلي پوځ مشر صفوان بن أمیه، د غشي ویشتونکو مشر عمرو بن العاص او عبد الله بن ربیعه وټاکل شول.
توغ یې له بنو عبد الدار سره و، په بدر کې هم توغ له دوی سره و، نو ابو سفیان غوښتل د دوی حماسې راوپاروي نو یې ځیني پیغورونه ورکړل، چې د بدر په ورځ هم بیرغ له تاسو سره او موږ ماتۍ وخوړه، یا خپله تکړه شئ، یا بیرغ موږ ته راکړئ، په دې سره بنو عبد الدار په غصه شو، او د سخت مقاومت قسم یې وکړ، چې همدغه د ابو سفیان هدف هم و.
جالبه دا وه چې قریشو په بدر کې د مسلمانانو د لښکر تنظیم او ترتیب زده کړی و، هماغه ډول صفونه یې جوړ کړي و او واحد قائد یې هم ټاکلی و، په بدر کې موږ وویل چې نه صفونه و، نه واحد قیادت و؛ بلکې هغه مهال قیادت هم د قریشو د مشرانو ترمنځ تقسیم و. خو داځل قریشو د مسلمانانو د لښکر له تنظیمه بشپړ الهام اخیستی و، او کټ مټ هماغه ډول یې خپل لښکر هم تنظیم کړ.











































