په کومه ورځ چې پاکستان تولید شوی؛ په هماغه ورځ ځانګړو استخباراتي او استعماري کړیو خپلو لومو اچولو ته کار ویلی، دا کړۍ د پاکستان څخه بهر ریښې لري او له هغه ځای نه تمویل، تربیت او د حاکمیت لارې چارې ورته جوړیږي. پوښتنه دا ده، چې دا کړۍ څوک دي؟ د چا دي؟ په پاکستان کې کوم هدفونه لري؟
ځواب دا دی، چې دغه کړۍ هر وخت د پاکستان د استخباراتو او پوځ مشران پاتې شوي، د امریکا او برتانیا لخوا حمایه شوي دي او په پاکستان او سیمه کې مهم هدفونه لري؛ خو موږ یې یوازې څو اړخونه په لاندې ډول راوړو:
۱: د پاکستان اسلامي او ایډیالوژیک هویت له منځه وړل او د اساسي قانون له مخې د یو سیکولر دولت حیثیت ورکول.
۲: هغه څو تش په نامه شرعي قوانین، چې په مختلفو ځواکمنو سکتورونو کې شتون لري، د تعدیل او بدلون له لارې غیر موثر کول.
۳: د مسلمانانو کورنۍ نظام، چې د قرآن کریم او نبوي سنت او مذهبي فقاهت پر احکامو او قوانینو ولاړ دی، په تدریج سره د شرعي احکامو او قوانینو له محدودې خلاصول او د لویدیځ فلسفه او کلتور د واده، طلاق او نورو کورنیو مقرراتو اساس ګرځول.
۴: د CPEC پروژه، لکه څنګه چې د پاکستان د اقتصادي پرمختګ لپاره مهمه ده، تر هغه حده کمزورې کول، چې امکان ونه لري.
۵: د پاکستان له جوړیدو سره، پاکستان په اسلامي نړۍ کې د اسلام په وجه ډیر د درناوي وړ وګڼل شو؛ د پاکستاني مسلمانانو وړتیا او اندازه دوړاه کمزوري کول.
۶: د کفر او ارتداد د سزا ورکولو قانون لغوه کول او په اصطلاح بشر حقوق نافذول.
۷: د اسلامي تمدن او کلتور اغیزې د ډمتوب، نڅا، موسیقۍ او تش په نامه ښکلو هنرونو په پلمه کمول او عریاني، فحشا، خرمستې عامول.
۸: په دوامداره توګه فکري، مذهبي او کلتوري ګډوډي د رسنیو، اخبارو، نادولتي موسسو او لابيګرانو له لارې زیاتول.
۹: په مذهبي مدرسو، ادارو او مذهبي دودونو او ارزښتونو باندې ملنډې او مسخرو وهل او د بې پروایۍ کلتور پراخول.
۱۰: مذهبي کړۍ په دوامداره توګه د مختلفو زاویو څخه تر فشار لاندې راوستل او اجازه نه ورکول، ترڅو په آزاد ډول سره فعالیت وکړي.
۱۱: د پاکستان اټومي وړتیا، په هره ممکنه لار وي، له منځه وړل یا کمزورې کول، چې نور هیڅ نه وي.
پورته یوازې څو اړخونه دي، چې موږ یې یادونه کړې ده. البته مهمه دا ده، چې پاکستاني مفکرین او روڼ اندي د ګډو بحثونو له لارې د پاکستان پر وړاندې د یادو کړیو د اهدافو د ماهیت، ساحې، کچې او طریقې په اړه جامع چوکاټ جوړ کړي او د هغې په رڼا کې پاکستانی ملت له هغوی سره د مقابلې لپاره چمتوالی ونیسي.
که چیرې د ډار او فشار له امله د پاکستان د ملکي حکومت دولتي ادارې دې کار ته چمتو نه وي؛ نو په خصوصي کچه علمي ادارې، دیني خوځښتونه، قومي پارټۍ او جدي اکاډمیکې ادارې باید د دې کار لپاره را وړاندې شي، ترڅو پاکستانی قوم و سم لوري ته رهبري او تنظیم کړي.
موږ ولې دا خبرداری ور کوو او ولې دغه کړۍ د پاکستان لپاره دومره خطرناکې دي؟
ځکه چې د پاکستان د تولید پر مهال د دغو کړیو اصلي بنسټګرانو دومره کار وکړ، چې حتی هغه وخت د پاکستان تولیدونکو مسلمانو مشرانو او رهبرانو لخوا د پاکستان له تولید سره مخالفت وشو؛ د هغوی استدلال دا و، چې د پاکستان په نوم د اسلام لپاره خطرناک ترین دولت رامنځته کیږي، آن د پاکستان له جوړیدو وروسته هغوی دا هم وویل، چې پاکستان له انګرېزانو څخه په جګړه نه دی آزاد سوی؛ بلکي د انګرېزانو په لاس جوړ شوی هيواد دی.
دا ولې؟ ځکه پاکستان، چې کله جوړ شو؛ نو هغه مذهبيان چې د پاکستان تولید ته خوشال وو، نو هغه ناخبره وساتل شول او یوازې دا نارې به یې وهلې، چې پاکستان د اسلام ستره قلعه، پاکستان کا مطلب کيا لا اله الا الله او له هندوانو سره يې جګړې کولې، چې پکې زرګونه مسلمانان شهيدان شول او بل لور ته د پاکستان د نوي جوړیدونکي پوځ مشري پخپله انګرېز جنرالانو په لاس کې واخېسته.
انګرېز جنرالانو تر هغه وخته پاکستان پرینښود، ترڅو چې بشپړ يقيني شول، چې نور د پاکستان راتلونکی پوځ به تر پېړيو پېړيو پوري زموږ سره وفادار وي او د غلامۍ سند يې ترلاسه کړ. انګریز جنرالانو د پاکستان پوځ ته داسې سيسټم جوړ کړ، چې ټول عمر به د پاکستان د پوځ مشر د انګرېز لخوا پر جوړ شوي سيسټم ټاکل کيږي، مانا اجازه به انګرېزان ورکوي.
دلته یوازې د استدلال لپاره د څو تنو هغه انګرېز جنرالانو د نومونو او مسئولیتونو يادونه اړینه بولم، چې د پاکستان په پوځ کې په لوړو عهدو ګمارل شوي و او د پاکستاني پوځ واګې یې په لاسونو کې وي او د پاکستان د پوځ بنسټګر بلل کیږي، هغه انګرېز جنرالان، چې پاکستانی پوځ يې جوړ کړ:
۱:- سېر فرانک والټر مسروي (Sir Frank W. Messervy) — د پاکستان د پوځ لومړنی Commander-in-Chief (اګست ۱۹۴۷–فبروري ۱۹۴۸).
۲:- سېر ډوګلس ډېوېډ ګرېسي (Sir Douglas D. Gracey) — دویم Commander-in-Chief (فبروري ۱۹۴۸–۱۹۵۱).
۳:- فیلډ مارشال سېر کلود آکنيکلیک (Sir Claude Auchinleck) د هند او پاکستان لپاره د «Supreme Commander» په توګه (د وېش پر مهال څارونکی او تر درنو چارو پورې ټول کارونه تر ده تړلي و).
۴:- سېر رابرټ (روب) لاکهارټ (Sir Robert/Rob Lockhart) — د انګلستاني لوړ پوړو افسرانو له ډلې و؛ په ویش او انتقال کې ټول رول د ده و ( نور اړوند مواد د هغه په نشر کړیو انتقالي رپوټونو کې شته).
۵:- مېجر – جنرال سېر سټیوارټ ګريوز (Sir Stuart Greeves) په لومړیو کلونو کې د پاکستاني پوځ سره د Quarter-Master-General او مشاور په توګه خدمت کړی.
۶:- بریګیډيېر فرانسس هربرټ/فرانسس اینګل (Brig. Francis H. B. Ingall) لومړنی Commandant د Pakistan Military Academy (کاکول)؛ ډېر مهم انګرېز افسر چې PMA يې جوړ کړ.
۷:- مېجر الان مکفرلان سلون (Major Alan Macfarlane Sloan) انګرېز افسر چې په ۱۹۴۷–۴۸ کې د پاکستان د انجینیرانو په یونټ کې یې خدمت وکړ؛ په ۱۰ د جولای ۱۹۴۸م په کشمیر کي ووژل شو، د پاکستان پوځ لپاره یو شمېر بریتانوي افسرانو کې یاد شوی. پاکستان هغه ته د شهيد لقب ورکوي. که څه هم کافر و؛ خو پاکستان ته يې خدمت کړی.
۸:- بریګیډيېر G.H. Tarvar (Brig. G.H. Tarvar) — د لومړيو PMA قومندانانو له ډلې یاد شوی (د PMA په رسمي نوملړ کې ثبت دی).
۹:- بریګیډيېر جیوفري پايګټ (Brig. G. Pigot / Geoffrey Pigot) — د PMA وروسته قومندان او د پاکستان له لوړو پوځي پوستونو سره تړلی بریتانوي افسر. (London Gazette/PM A ريپوټونه کې ثبت دی).
۱۰:- بریګیډيېر J. H. Souter (Brig. J. H. Souter) — د PMA په قومندانانو کې وروسته راښکاره شو؛ خو د PMA نوملړ کې ثبت شوی.
۱۱:- بریګیډيېر رونالډ اې. جی. نیچلسن (Brig. Ronald A. G. Nicholson) د ۱۹۵۰مې لسیزي په سر کې په رسمي اسنادو کې د (Birthday Honours / London Gazette) د پاکستاني پوځ خدمت سره تړلی نوم ثبت دی.
۱۲:- نورو بریتانوي افسرانو او شارټ-ټرم قرارداديانو یادونه — تاریخونه او رپوټونه ښيي، چې شاوخوا ۴۷۴–۵۰۰ بریتانوي افسران/ قراردادي افسران د ۱۹۴۷–۱۹۵۱ په موده کې د پاکستان د پوځ د جوړولو په مهمو ستراتژیکو خدماتو کې پاتې شوي.
دقيق راپورونه دا هم وايي، چې د پاکستان په پوځي چوڼيو او اصلي پلان ځايونو کې تر اوسه پوزې انګرېزي، امریکایي، اسرائیلي او فرانسوي جنرالان شته او د پاکستان پوځ او ټول حکومت واګې یې پخپلو لاسونو کې اخیستې دي؛ خو ولې هغوی ټول د دې لپاره پټ ساتل شوي، ترڅو په اسلامي نړۍ کې د پاکستان اسلامي نوم بدنام نشي.










































