سږ کال له امریکايي اشغال څخه د افغانستان د خپلواکۍ پرتمینه څلورمه کالیزه داسې مهال را رسېږي چې په هېواد کې د بیا رغونې او ابادۍ ګڼې محلي او سیمه ییزې پروژې تر کار لاندې دي، د هېواد لویو لارو او ښارونو کې د ابادۍ تصویر او بدلون له ورایه څرګند دی، ددې تر څنګ په نړیوالو اړیکو او تعاملاتو کې د پام وړ پرمختګونه شوي، چې یو تر ټولو مهم یې د روسیې له لوري د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنه ده.
دا چې د افغانستان د استقلال ورځ ( د اسد ۲۴) د معاصر تاریخ په حافظه کې یوه ستره او پرتمینه پېښه ده، تر شا یې د زرګونو شهیدانو د قربانیو او مجاهدو برکت دی، ددې تر څنګ د اسلامي امارت پیاوړې بهرنۍ پالیسي او سیاست، چې اصلي محوریت یې د قطر دفتر او د دوحې تړون و، د هېرېدو نه دی، ځکه چې د اسلامي امارت د پلاوي پیاوړې دیپلوماسۍ او پر شریعت ولاړ پرېکنده دریځ ددې سبب شو، چې د اشغالګرو لمن ور ټوله او په افغانستان کې نږدې نیمه پېړۍ جنګ ودرېږي او واقعي سوله حاکمه شي چې نن یې په لمن کې افغان ولس په ارام او سکون سره ژوند کوي.
د پیاوړي او اغېزناک بهرني سیاست ستونزې د یوه هېواد پر داخل کې پر ملي یووالي، ولس خوښي حاکمیت، د تصمیم نیولو پر صلاحیت او د واک پر مشروعیت ولاړې دي، چې نن افغانستان ورڅخه برخمن دی. روان ۱۴۰۴ کال چې په افغانستان کې د اسلامي امارت د حاکمیت څلورم کال و، افغانستان د خپلې فعالې او اغېزناکې بهرنۍ دیپلوماسۍ پر مټ وتوانېده، چې د نړیوال رسمیت پر نشتوالي سربېره هم له ډېرو په رسمیت پېژندل شوو ګاونډیانو هم خپل حیثیت لوړ وساتي او ګڼې دیپلوماټیکې بریاوې ولري.
په نړیوال سیاست کې فعاله بهرنۍ دیپلوماسي نن سبا یوه داسې ژبه ګڼل کېږي چې د هېوادونو ګټې، د خپلو ملتونو غوښتنې اواړتیاوې ورباندې رسول کېږي او اسلامي امارت هم د همدې اصل په پام کې نیولو سره د یوه غیر متزلزل سیاست او با دریځه نړیوال سیتج په درلودلو سره تر ډېره پورې نړۍ او نړیوال سازمانونه قانع کړلی شول چې اوس په افغانستان کې د نړیوالو تپل شوې جګړه نشته او د نن سوله ییزه افغانستان له نړۍ سره هر ډول سوله ییز تعامل او خبرو ته په هر ډول شرایطو چمتو دی، خو خپلې سرې کرښې او موخې په هېڅ صورت هم د نورو تر ګټو او بې ځایه غوښتنو نه شي قرباني کولی، چې په همدې سبب یې نړیوال باور او حیثیت خپل کړ او دا ژبه یې ګڼو هېوادونو او حتی ملګرو ملتونو هم درک کړې ده او له دغه واقعیت څخه ډېر منکرنړیوال سازمانونه او متعصب حکومتونه هم بالاخره دې حقیقت ته غاړه ږدي.
بهرنۍ استازولۍ: اسلامي امارت د بیا ځلې حاکمیت له پیله تر نن ورځې پورې تل له بهرنیانو یا په بله اصطلاح له نړیوالې ټولنې سره د خپلو ملي ګټو د خوندیتوب په رڼا کې د هر ډول سیاسي تعامل د کولو لپاره چمتو والی ښودلی او په قطر هېواد کې یې د سیاسي دفتر دروازه د ټولو پر مخ پرانېستې ده چې په برکت یې د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال د نړۍ په ۴۰ هېوادونو کې، چې اروپايي هېوادونه هم په کې شامل دي، فعالې استازولۍ لري، په دغه هېوادونو کې د اسیا ستر اقتصادي او سیاسي قدرتونه چین، روسیه او هند هم شامل دي، چې د اسلامي امارت ملي او بې طرفه دریځ یې درک کړی او دې نظام ته د ملت د استازي نظام په سترګه ګوري.
ګڼ هېوادونه ددې حقیقت له درک وروسته خپله حاضر شوي چې هلته د افغانستان استازولۍ د بهرنیو چارو وزارت ته په خپله خوښه وسپاري. په یادو ټولو استازولیو کې افغان دیپلوماټان فعال حضور لري، له کوربه هېواد سره په بېلابېلو مناسبتونو کې د خپل ملت د استازو په توګه را څرګندېږي چې دا واقعا یو پر ځای ګام دی او هغو مخالف فکرو ته ملا ماتونکی ځواب دی چې خولې يې له هغه او دغه هېواده د اسلامي امارت د مخالفت په نارو وچې شوې دي.
کابل کې فعال سفارتونه: په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان د استازولیو او د قطر دفتر د پر له پسې هڅو په پایله کې د نړۍ لوی او کوچني شل هېوادونه، حتی داسې هېوادونه هم چې پخوا یې افغانستان کې هېڅ استازولي نه درلوده، دې ته لېوال شوي چې له افغان ولس سره د سالمو او دیپلوماټیکو د ټینګښت لپاره کابل کې یو ځل بیا خپلې استازولۍ پرانېزي او سفیران یې د رسمیت بر نشتوالي سربېره هم فعال حضور ولري، په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي، چې دا په رښتیا هم یوه ستره بریا ده او په تېر کال کې یې له دولتي ادارو سره د لیدنو کتنو ګزارشونه او تصویرونه په رسمي او نا رسمي خبري شبکو کې موجود دي.
له ګاونډیانو سره داړیکو توازن: افغانستان په تېر کې ډېر ځله له ګاونډیو هېوادونو سره له لانجو او ستونزو کې را ګیر و، دا ستونزې تر ډېره پورې له دوی سره په اړیکو کې د توازن د نشتوالي، نا خپلواک بهرني سیاست او بهرنیو مداخلو په سبب وې، یوه ګاونډي ته ډېر نږدېوالي او له بل څخه ځان را ټولولو به دغه دیپلوماټیک توازن او اړیکې دومره خرابې کړې چې ورسره به سوداګري او نورې چارې هم اغېزمنې شوې، هلته په مېشتو افغان کډوالو به یې هم ژوند تنګ کړ، داسې هم کېدل چې ګاونډیو هېوادونو له له افغان کډوالو د زور د یوې وسیلې په توګه ګټه اخیستله، چې له نېکه مرغه په دې برخه کې اسلامي امارت د اقتصاد محوره پالیسي له مخې توازن برقرار کړل او له دې ډلې ایران او پاکستان سره د سرحدي پوځي لانجو پر رامنځته کېدو سربېره هم خپله دیپلوماسي فعاله وساتله او د اړیکو ثبات یې خوندي کړ.
د نړیوالو پېښو او مسایلو پر وړاندې معقول غبرګون: له بده مرغه چې یو شمېر نړیوال سازمانونه او ادارې، ځينې حکومتونه داسې وو چې په تېر کال کې یې پر افغانستان او اسلامي امارت د پخوا په څېر نیوکې کولې، غیر متوازنې او ناسمې اعلامیې یې خپرولې، د ځینو موخه هم دا وه چې د امارت بهرنۍ پالیسي په احساساتو او بې ځایه غبرګونونو کې را ګډه او بیا د رسنیو د بحثونو موضوع وګرځوي، خو له نېکه مرغه چې اسلامي امارت په دې برخه کې د ټولو نړیوالو مسایلو پر وړاندې نه یوازې چې غلی پاتې نه کېږو، بلکې په هره موقع او مناسبت یې معقول غبرګون وښود، د هاګ نړیوالې محکمې د ناسمو فیصلو، د غزې پر مظلوم ولس د صهیونیستي رژیم د ظلم او همداسې د افغانستان په کورنیو چارو کې د هر ډول لویې او کوچنۍ مداخلې پر وړاندې غبرګون پر موقع او مناسبت و چې تر ډېره یې د هغوی موخې دفعه کړې دي.
بهرني سفرونه: د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر وروستی سفر د یوه پلاوي په مشرۍ عمان هېواد ته و، هغه هېواد چې د انرژۍ او پانګونې په برخه کې د ظرفیت لرونکی هېر شوی هېواد دی، تر دې وړاندې هم ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته د بهرنیو چارو په وزیر سربېره د کابیني ګڼ نور وزیران او د ادارو مسوولین په بهرنیو کنفرانسونو او ناستو کې د سفر لپاره بلل شوي او هلته یې خپل دریځ بې سانسوره او په ډاګه بیان کړی دی، برعکس بیا کابل ته هم د لومړي وزیر په کچه بیرونیو مشرانو او بېلابېلو پلاوو سفرونه درلودل او تر لیدنو کتنو وروسته یې پر سرپرست حکومت او ملي ثبات باور لا پیاوړی شوی او خپلو هېوادونو ته له مثبتو پیغامونو سره ستانه شوي دي.
یوناما او د کاري ماموریت تمدید: یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي همېشه د مېلادي کال په پای کې له دې ننګونې او انتخاب سره مخ وي چې ایا افغانستان کې خپل ماموریت وغځوي او که لمن را ټوله کړي، د جمهوریت پر مهال به د بهرنیو چارو وزارت د زاریو تر کچې پورې پرکور د ننه او بهر غوښتنې کولې چې دا اداره باید کابل کې موجوده وي او په نشتون کې یې نظام له خطر سره مخ کېږي، حتی ملګرو ملتونو او امنیت شورا ته ددې ادارې د منفي او ناسمو ګزارشونو پر وړاندې یې هم د مصلحت له مخې غبرګون نه شو ښودلی، خو سږ کال چې بیا دغه دفتر د خپل فعالیت د بندېدو یو میاشتنۍ چنې وهلې، د اسلامي امارت په بهرني دریځ کې هېڅ د زارۍ او تم کېدو کومه غوښتنه نه وه، بلکې برعکس یې ورباندې سختې نیوکې کولې چې ولې پر نړیواله که کچه د اسلامي امارت لاسته راوړنو ته انعکاس نه ورکوي او په خپلو راپورونو کې له انصاف نه کار نه اخلي، دا بیا د خوښۍ خبره ده چې په خپله خوښه یې یو کال بیا د خپل فعالیت موده وغځوله.
د تبلیغاتو او پروپاګنډو ځواب: له بده مرغه چې یو شمېر هېوادونو او مغرضیو کړیو له هېواده بهر د اسلامي امارت سیاسي مخالفینو او کمپ مېشتو ته بیا بیا د تېر کال په اوږدو کې د سیمنیار، ډیالوګ، فورم یا بل مناسبت تر نامه لاندې زمینه مساعدوله چې سره راټول شي او د نالیدلي افغانستان یو منفي تصویر ور وړاندې کړي، خپل ځان پر حقه وبولي او بیا له همدې دریځه د اسلامي امارت او افغان ولس پر وړاندې له حقیقت لرې او دروغجن تبلیغات او پروپاګنډه وکړي، چې ډېر یې خپله نړیوالو او حتی کوربه هېوادونو ته هم د منلو نه وو، خو د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت یې د خبرپاڼو او کنفرانسونو له لارې ځواب ویلی او بېرته یې د هغوی شر په حقیقت څرګندولو دفعه کړی دی.
ددې تبلیغاتو یوه برخه د هغو رسنیو له لارې مطرح کېده چې له افغانستانه تښتېدلو چارواکو او د هغوی اړوندو سازمانونو او استخباراتي کړیو له لوري تمویل کېږي.
داعشي خوارج او ورسره مبارزه: داعش نن سبا یوه نړیواله ترهګریزه کشاله ده، چې برید او سرحد نه لري، د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې یې د امنیت د اخلال او ولس وژنې په برخه کې ځان ښکاره کړی دی، ځکه خو ورسره مبارزه هم یوه نړیواله موضوع او امنیتي مسوولیت ګڼل کېږي، خو له بده مرغه چې په دې برخه کې د اسلامي امارت پرېکنده مبارزې او ددغه ډلې له منځه وړلو ته نړۍ کوم شاباسۍ نه دی ورکړی، نه یې کومه همکاري کړې ده، ځکه چې په افغانستان کې د اکثره وژل شوو داعشي خوارجو څخه تر لاسه شوي اسناد ثابتوي چې هغوی د ګاونډیو او سیمې له هېوادونو څخه را لېږل شوي دي او هغه ګډ دښمن چې ټوله نړۍ ګواښي، پر وړاندې یې یوازې اسلامي امارت پرېکنده ګام اخیستی او نه یوازې افغانستان، بلکې تر ډېره یې نړۍ هم له شر څخه بېغمه کړې ده، خو په بدل کې یې باید نړۍ هم خپل مسوولیت تر سره کړي او د ګډ دښمن په سترګه ورته وګوري.
په پایله کې ویلی شو چې اسلامي امارت غوره بهرنی سیاست لري، چې د هېواد ارزښتونه، ملي ګټې او اقتصاد ته په کې له هره اړخه پام شوی دی او کوم هېوادونه چې د غرب او امریکا تر اغېز لاندې نه دي، دا حقیقت یې درک کړی دی چې اسلامي امارت خپلواکه بهرنۍ پالیسي لري او باید تعامل ورسره وشي، چې په حقیقت کې د رسمیت پېژندنې مقدمه ده.