ایډیالوژیکي سقوط، د داعش د خبرو او کړنو تضاد:
داعش د “اسلامي خلافت د بیا راژوندي کولو” او “د مظلومو لپاره حکومت” په څیر غولونکو شعارونو سره راڅرګند شو، خو په عمل کې یې داسې څېره وړاندې کړه چې په بشپړ ډول د دې ادعاوو سره په تضاد کې وه، دا ډله، چې د شرعي قانون او عدالت د پلي کولو ادعا یې کوله، په حقیقت کې په یو استبدادي حکومت بدل شو چې پکې د رهبرانو او عادي وګړو ترمنځ طبقاتي واټن ورځ تر بلې زیاتېده.
په داسې حال کې چې د داعش مکارو ویاندویانو په خپلو رسنیو کې د عامه افکارو د غولولو لپاره د “شتمنۍ عادلانه ویش” خبرې کولې، د دې ډلې بهرني جنګیالي د پنځو ستورو هوټلونو، غصب شوې ماڼۍګانې او ځانګړو طبي خدماتو په څیر آسانتیاوو څخه برخمن وو، خو د موصل او رقې په څیر ښارونو کې عام وګړي د اوبو، بریښنا او درملو له سخت کمښت سره مخ وو چې هیڅ ډول مرستندوی یې نه درلود.
ځکه چې دوی د بېخلیفه خلافت تر واکمنۍ لاندې ژوند کاوه، د دې سیمې خلک که څه هم له حیاتي اړخه ژوندی بلل کېدل، خو په اصل کې د ژوند له حقیقي مانا بېبرخې او غلامان وو، د دې تضاد یو له روښانه مثالونو څخه د داعش تر کنټرول لاندې سیمو کې اقتصادي وضعیت وو، دا ډله د “بې وزلو د ملاتړ” په وعدې سره قدرت ته ورسېده خو د عامه خدماتو په برخه کې د پانګونې پر ځای یې خپلې سرچینې د وسلو په اخیستلو او خپلو جنګیالیو ته د معاشونو په ورکولو ولګولې.
د داعش د ځینو بهرنیو جنګیالیو میاشتني معاشونه ۱۰۰۰ ډالرو ته ورسېدل، حال دا چې د عامو وګړو لپاره د سون توکي او خوړو بیې څو برابره لوړې شوې وې، دې وضعیت نه یوازې په دغو سیمو کې فقر زیات کړ، بلکې د دې افراطي ډلې په وړاندې یې د خلکو نارضایتي هم خپله کړه، چې په پای کې یې په ډېر لنډ وخت کې د هغې د ماتې او سقوط لپاره لاره هواره کړه.
له ټولنیز پلوه هم داعش په خپلو ژمنو کې پاتې راغی. دغه ډله چې ویل یې «امنیت او عدالت به ټينګوي»، پر یوه داسې واکمنۍ بدله شوه چې خلکیې له وېرې لړزېدل او تر ټولو کوچنۍ مخالفه څرګندونه به یې د زور، تاوتریخوالي او حتا د سر پرې کولو له لارې ځپل وو، د داعش پورې تړلې رسنیو داسې انځورونه خپرول چې گویا خلک د «اسلامي خلافت تر سیورې» لاندې ارامه ژوند لري، خو ځايي راپورونه د ډلهییزو اعدامونو، د مخالفینو شکنجه کولو او پر ښځو د سختو قوانینو د تطبیق کیسې بیانولې، حتا د دې ډلې ځینې لومړني پلویان هم د رهبرانو د ظالمانه چلند له امله ورو ورو له داعش لرې شول.
دا څرګنده ده چې کله د یوې ډلې خبرې او کړنې چې ځان یو خپلواک دولت ګڼي یو بل سره په ټکر کې وي، که هغه ډله هر څومره ځواکمنه، اغیزمنه، وقار او عزت ولري، نو ژوند به یې لنډ وي. ځکه چې عامه افکار دا تضاد نشي زغملی، د داعش شریر جنګیالي په کامله معنا له دې ستونزې سره مخ وو؛ ځکه چې په رقه کې، چې د دوی تر کنټرول لاندې وه، په بشپړه توګه دوې مختلفې نړۍ ایجاد کړې وې: بهرنيو جنګياليو به د لومړۍ درجې اتباعو په څیر ژوند کاوه، پداسې حال کې چې ځايي نفوس په څنډه او په دوامداره توګه له فقر او محرومیت سره مخ وو.
د خبرو او کړنو ترمنځ دا تضاد او دوهمخيتوب، بالاخره د داعش د ایډیالوژیکي سقوط یو له اصلي عواملو څخه وبلل شو، هغې ډلې چې ځان یې “د مظلومانو ژغورونکی” بللی و، په عمل کې د عادي وګړو تر ټولو سخته دښمنه وه، د ژمنو او واقعیت ترمنځ ژور واټن نه یوازې د داعش مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوست، بلکې د دې لامل شو چې ډیری هغه کسان چې یو وخت یې په دې ډله کې خپلې هیلې درلودې له هغې څخه مخ واړوي.
په پای کې، داعش یو اسلامي حکومت نه، بلکې یوه مجرمانه سازمان وه، چې له اسلامهیې د تاوتریخوالي او تسلط لپاره د پوښ په توګه استفاده کوله، خو د نېکمرغۍ خبره دا ده چې وختیې ختم شو او د دې بدبخته ډلې ناوړه ګيلم له نړۍ ټول شو.