بيزنطنیانو د قسطنطنیې د ژغورلو لپاره له ټولو کوښښونو کار واخیست، پوځونه يې په احاطو وېشلي وه، کلابندۍ یې کلکې کړي وې، د سلطان پوځیانو د ښار د نیولو لپاره کلابندي نوره هم سخته کړه، د کلابندۍ په لومړيو ورځو کې د عثمانیانو او له ښار څخه د دفاع کوونکو تر منځ جګړې پیل شوې چي د شهادت دروازه خلاصه شوه، د عثمانیانو زیات شمېر کسانو د شهادت جامونه نوش کړل، په ځانګړې توګه هغه کسان ډېر شهیدان شوي وو چې دروازو ته نږدې وو.
عثماني پوځونو ښار له بېلا بېلو ځایونو تر برید لاندې نيولی وو، وېرونکو غږونو د بيزنطنیانو په زړونو کې د وېرې په پیدا کولو کې ستر رول ولوبولو؛ د توپونو د ګوزارونو له امله د احاطو په يو شمېر ځايونو کې چاودوني وشوې، خو دفاع کوونکو ډېر ژر معماران را وغوښتل او د احاطو دا اطراف یې بیا جوړ کړل.
له اروپا څخه دوی ته په دوامداره ډول مرستې رارسېدې، کومې مرستې چې له جينوا څخه راغلې وې په هغوی کې پينځه بحري کښتۍ هم وې، ددې بحري لښکر مشري د جينوا سپه سالار جستينين کوله چې سل رضا کاران هم ورسره وو، دې رضا کارانو له بېلا بېلو هېوادونو سره اړیکه درلوده، دا بحري کښتۍ د عثمانیانو له کښتیو سره وجنګېدې، خو دوى بيزنطيني پلازمېنې ته په رسېدو بريالي شول، له دې بحري کښتیو په ور رسېدلو سره د بیزنطینیانو حوصلې لوړې شوې او جستينين يې د ټول دفاعي ځواک سپه سالار وټاکه.
عثماني بحري پوځونو د هغه ډبل زنځیر د ماتولو ډېرې هڅې وکړې چې له زرین ښکر څخه تیریدل یې ناشوني کړي و، خو عثماني پوځونه په دې ونه توانېدل چې تر دوی ورسېږي، یو ځل بیا یې په دوی بریدونه وکړل خو په خپلو موخو کې بريالي نه شول او په دې سره د ښار د دفاعي ځواکونو بیشپان او نصرانیان هم غلي پاتې نه شول، د ښار په سړکونو او کلابنديو يې چکرې وهلې، د عیسویانو قدمونه به یې قوي کول، د صبر ترغیب به یې ورکاوه، تر څو کلیساؤ ته ولاړ شي، له عيسى عليه السلام او بي بي مريم څخه دعاوې وغواړي چې دا ښار وژغوري، قسطنطین پخپله څو ځله کلیسا ته تللی او د ژغورلو لپاره یې دعاوی غوښتې وې.
د محمد فاتح او قسطنطین تر مینځ خبرې اترې:
عثمانیانو په ښار زورور بریدونه وکړل دوی له خپلو سرونو تېر شوي وه، په بریدګرو کې د محمد فاتح نوم په سر کې وو، بیزنطینیانو د ښار د دفاع بشپره هڅه وکړه او د قسطنطین په مشرۍ یې خپل ناریتوبونه وښودل، د بيزنطين پاچا ډيرې هڅې وکړې چې خپل ښار او اوسېدونکي له دې مصيبت څخه وژغوري، ددې موخې لپاره یې هر ډول هڅې وکړې، سلطان ته یې د کلابندۍ د ماتولو په بدل کې مال دولت اطاعت او داسې نور ډېر څه وړاندې کړل خو سلطان محمد فاتح دا ټول وړاندیزونه و نه منل او بيزنطيني پاچا ته یې په څرګند ډول وویل چې ښار دې مسلمانانو ته وسپاري.
سلطان له دوی سره ژمنه وکړه، چې که چیرې قسطنطین ښار پرته له جګړې مسلمانانو ته وسپاري نو مسلمانان به د ښار له اوسېدونکیو او کليساؤ سره کار ونه لري، د سلطان د ليک مضمون دا و: «خپله امپراتوري یعنې د قسطنطنیې بار ماته وسپاره، زه قسم کوم چې زما پوځ به د هیڅ چا په ځان، مال او عزت تعرض نه کوي کوم کسان چې غواړي په ښار کې اوسېدلای شي او څوک چې غواړي په امن کې هر چیرې تللای شي.
د زرین شکر اوبو لاره د بیزنطیني ځواکونو په لاس کې وه، ځکه خو دا کلابندي نيمګړې وه، خو په دې سرببره عثمانیانو بیا هم په پوره زور سره په احاطو بریدونه کول، د پوځ مېړانه او شجاعت د لیدلو وړ و، د توپ له هرې مرمۍ سره به يو سرتېري مخ په وړاندې حرکت کاوه، د مرګ له وېرې پرته یې د احاطې له مینځه وړلو کوښښ کاوه، د اپرېل په (۱۸) مه نېټه عثماني توپچيانو د لیکوس سیمې ته نږدې د احاطې په لوېديځه برخه کې لاره جوړه کړه، پوځونه له دې لارې ښار ته ننوتل، خو د جستینین په مشرۍ د ښار دفاع کوونکي بيزنطيني پوځونه د کلک دیوال په څېر ثابت شول.