د بدر له غزاء د اخیستل شویو درسونو په تداوم نن څو نور درسونه او عبرتونه هم ستاسو مخته ږدو
۱۴- د تضرع او خشوع ارزښت:
موږ عباد یو، د متعال رب مخلوق یو، په سخته او اسانه کې د هغه نصرت ته اړ یو، رسول الله صلی الله علیه وسلم که څه هم په دې باوري و، چې بری د مسلمانانو دی، ځکه د متعال رب له لوري دا ډاډ ورکړل شوی و، همدا لامل و چې د کفارو دسرادارانو د وژنې ځایونه یې صحابه کرامو ته وروښودل، چې فلان به دلته او فلان به دلته وژل کیږي، خو ددې ډاډ سربېره هغه بیا هم کرۍ شپه په څپري کې متعال رب ته د دعا لاسونه اوږده کړي و، او د نصرت دعاء یې کوله، دا ځکه چې د عبودیة تقاضا همدا ده، چې په هر حال د هغه د نصرت غوښتنه وشي، او د همدې عبودية لپاره خو د بشر او انسانیت نوع هم خلق شوې ده.
عبودية د مخلوق تر ټولو یو ښه صفت دی، حتی رسول الله صلی الله علیه وسلم تر رسالت هم زیات ویاړ پرې کاوه، همدا لامل دی چې صحابه کرامو ته به یې ویل: “قولوا عبده ورسوله” زما په اړه داسې ووایاست: هغه د الله بنده او رسول دی.
له بلې خوا همدغه عبودية متعال رب ته هم تر نورو صفتونو نږدې دی، د عبودية په اساس هره دعا متعال رب مستجابه کوي. متعال رب په دې اړه فرمایي: “إِذْ تَسْتَغِيثُونَ رَبَّكُمْ فَاسْتَجَابَ لَكُمْ أَنِّي مُمِدُّكُمْ بِأَلْفٍ مِنَ الْمَلَائِكَةِ مُرْدِفِينَ” [سورة الأنفال ۹]
ژباړه: كله چې تاسو له خپل رب نه مدد غوښتلو، نو هغه ستاسو دعا قبوله كړه چې بېشكه زه په زرو ملایکو سره ستاسو مدد كوونكى یم، چې په یو بل پسې به راتلونكې وي.
أبو جهل چې د عبودیة لمن پرې ایښي وه، او د تکبر لاره یې غوره کړې وه، کوم دنیوي یا اخروي خیر یې ترلاسه کړ؟ هغه په مغرورانه انداز وویل: بدر ته به ځو اوښان به حلالوو، خلګو ته به ډوډۍ ورکوو، د نڅا او سرود مجلس به جوړوو، تر څو په عربو کې زموږ د دبدبې خبرونه خواره شي، خو دا غرور ځکه نسکور شو چې متعال رب ته خوښ نه و، ځکه کبریاء د هغه صفت ده چې په نورور پېټی او دروند دی، تاریخ وایي کله چې هم تکبر، طغیان د خالص عبودیة سره په جنګ شوي دي، نو میدان عبودیة کټلی، ځکه الله یې نصرت کړی دی.
۱۵- د بدر په غزاء کې د ځینو معجزو ظهور:
د بدر د غزاء په اوږدو کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ځینې معجزې ښکاره کړې، یوه له هغو نه د کفارو د وژنې ځايونه په نښه کول دي، دا څه هم ظاهرا داجوتوي چې انبیاوو ته علم الغیب حاصل و، خو داسې نده، عالم الغیب یوازې متعال رب دی، د انبیاوو په کډون نور ټول مخلوق په غیبو علم نلري، متعال رب په دې اړه فرمایي: “قُلْ لَا يَعْلَمُ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ الْغَيْبَ إِلَّا اللَّهُ وَمَا يَشْعُرُونَ أَيَّانَ يُبْعَثُونَ” [سورة النمل ۶۵]
ژباړه: ته (دوى ته) ووایه: هر هغه څوك چې په اسمانونو او ځمكه كې دي په غیبو نه پوهېږي غیر له الله نه۔ او دوى نه پوهېږي چې كله به دوى بیا ژوندي کړلای شي.
دا راز فرمایي: “وَعِنْدَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لَا يَعْلَمُهَا إِلَّا هُوَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ” [سورة الأنعام ۵۹]
ژباړه: او یوازې له هغه (الله) سره د غیبو چابیانې دي، يواځې هغه په دغو عالم دى او هغه په هغه څه پوهیږي چې په وچه او سمندر كې دي.
خو انبیاء کرامو ته د وحي په ذریعه د ځینو غیبي شیانو علم حاصل شوی دی، یانې متعال رب د وحي په اساس په ځینو شیانو علم الغیب ورکړی، او همدغه یې معجزه ورته ګرځولې، ترڅو د خپل نبوت تائید پرې وکړي او له نور مخلوق یې په همدې باندي امتیاز راغلی، دې خبرې ته دمتعال رب په دغه آیتونو کې اشاره راغلې ده: “وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُطْلِعَكُمْ عَلَى الْغَيْبِ وَلَكِنَّ اللَّهَ يَجْتَبِي مِنْ رُسُلِهِ مَنْ يَشَاءُ” [سورة الأنعام ۱۷۹]
ژباړه: او الله كله هم داسې نه دى چې تاسو په غیبو باندې خبر كړي، لېكن هغه د خپلو رسولانو (له ډلې) نه هغه څوک غوره كوي، چې ویې غواړي، (یانې د غیبو علم ورکوي)
داراز فرمایي: “عَالِمُ الْغَيْبِ فَلَا يُظْهِرُ عَلَى غَيْبِهِ أَحَدًا ـ إِلَّا مَنِ ارْتَضَى مِنْ رَسُولٍ” سورة الجن ۲۶_۲۷]
ژباړه: دى (الله جل شانه) په غیبو عالم دى، هغه په خپلو غیبو باندې هیڅوك نه خبروي، مګر هغه چې كوم رسول يې خوښ شي. (په غیبو یې خبروي)
مفسرین ددغه ایت لاندي لیکي، چې ځینو انبیاء کرامو ته علم الغیب حاصل شوی و، تر څو د دوی معجزه شي، لکه د عیسی علیه السلام په اړه چې الله تعالی فرمایي: “وَأُنَبِّئُكُمْ بِمَا تَأْكُلُونَ وَمَا تَدَّخِرُونَ فِي بُيُوتِكُمْ” [سورة آل عمران ۴۹]
ژباړه: او تاسو خبروم په هغه څه چې تاسو يې خورئ او په خپلو كورونو كې یې ذخیره كوئ.
عیسی علیه السلام خپل قوم ته دغه خبرې د معجزې د اظهار په توګه کوي.
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته هم د بدر په غزاء کې متعال رب د أمیه بن خلف، او د عباس بن عبد المطلب خزانه، داراز د نورو کفارو د وژنو ځایونه د وحي په ذریعه ورښودلي و.