حافظ ابن حجر عسقلاني رحمة الله علیه په فتح الباري بشرح صحيح البخاري کې ليكلي:
قوله: (وکان إبن عمر يراهم شرار خلق الله الخ…)
“وصله الطبري في مسند علي من تهذيب الآثار من طريق بكير بن عبد الله بن الأشج أنه سأل نافعا كيف كان رأي بن عمر في الحرورية.؟
قال: كان يراهم شرار خلق الله انطلقوا إلى آيات الكفار فجعلوها في المؤمنين.
قلت: وسنده صحيح”
(فتح الباري بشرح صحيح البخاري ۲۸۶/۱۲)
حافظ ابن حجر عسقلاني رحمة الله علیه په فتح الباري بشرح صحيح البخاري کې ليكلي دي، چې بُكَير بن عبد الله بن الاشج له حضرت نافع څخه پوښتنه وکړه، چې د “فرقه حروريه” په اړه د حضرت عبد الله بن عمر “رضي الله عنهما” څه نظر و؟
هغه په ځواب کې ورته وويل: چې حضرت عبد الله بن عمر “رضي الله عنهما” دغه فرقه “حروريه” د الله تعالی په مخلوقاتو کې بدترين مخلوق ياداوه، او ويل يې: چې دا ډله د کفارو متعلق آياتونه پر مسلمانانو تطبيقوي، او وايي: چې دا د مومنانو په حق کې را نازل شوي دي.
حافظ ابن حجر عسقلاني په پای کې ليکي: زه وايم: ددې حديث سند صحيح دی.
همدا انحراف د خوارجو د ناپوهۍ او ګمراهۍ دی، حافظ ابن حجر عسقلاني رحمة الله علیه د خوارجو د ناپوهۍ په هکله فرمايي:
“إلا أنهم کانوا يتأولون القرآن علی غير المراد منه، ويستبدون برأيهم….”
(فتح الباري بشرح صحيح البخاري ۲۸۳/۱۲)
دوی د کلام الله د آياتونو حقيقي معنا او حقيقي مراد ترك کوي، پر ځای يې د خپل نفس او هوا مطابق تاويل پکې کوي، ور پسې زياتوي: چې څه د دوی د هوا او نفس مطابق او خوښ وي، هم هغه ته ترجيح ورکوي.
د دوی د سترې ناپوهۍ او غلط فهمۍ یو لامل د دوی اوږده ژبه ده، چې هغه د مسلمانانو تکفير کول، او د مسلمانانو د ويني تويولو ته مباح او جائز ويل دي.
په بل ځای کې حافظ ابن حجر عسقلاني په بل ځای کې وايي: “أن الخوارج لما حكموا بكفر من خالفهم استباحوا دمائهم، وتركوا أهل الذمة، فقالوا نفي لهم بعدهم، وتركوا قتال المشركين واشتغلوا بقتال المسلمين، وهذا كله من آثار عبادة الجهال الذين لم تنشرح صدورهم بنور العلم ولم يتمسكوا بحبل وثيق من العلم، وكفى أن رأسهم ردا على رسول الله صلى الله عليه و سلم وأمره، ونسبه إلى الجور.”
(فيض الباري بشرح صحيح البخاري ۳۰۱/۱۲)
دا ځکه چې کله خوارجو فيصله او حكم صادر کړ چې د دوی مخالفت کوونکي کافران دي، نو د هغوى وينه يې روا اعلان کړه، او اهل الذمه يې پرېښودل، و یې ويل: مونږ به له دوی سره کړې ژمنې پوره کړو، د مشرکينو سره د جهاد و قتال پر ځای د مسلمانانو سره په جنګ مشغول شول.
دا ټول د هغو جاهلانو د عبادت آثار دي، چې د علم رسۍ یې په مضبوطۍ سره نه وي نيولي، د دوی د جهالت، او ګمراهۍ لپاره همدا کافي ده، چې سردار او سرغنه يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم فیصله او حکم رد کړ، په ظلم او استبداد یې ور حمل کړ.
دا هر څه ددې له امله کيږي، چې سړی د علماؤ څخه لرې والی اختيار کړي، د هغوی په مجالسو کې شرکت نه کوي او نه ورسره صحبت اختياروي، بلکې د هغوی سره بغض و عناد را واخلي او اقوال يې غلط تعبيروي، غلط فهم او غلط اخذ ترې کوي، په أخير کې ترې داسې وحشي جوړ شي، چې بيا د همدې علماء عظامو او مومنو پرګنو دښمني پر غاړه واخلي، په همدې شيطاني دام کې کله د يوه او کله د بل لاس آلې جوړي شي، بيا چې د هغوی چيرته زړه وي، په هم هغه ځای کې استعمال کړي.
هغه د پښتنو يو متل دی، وای: نه د دين او نه د دنيا شو، په نن عصر کې د خوارجو اخري پايله د همدې متل په څير شي، نه يې دنيا جوړه شي او نه يې هم آخرت جوړ شي، مالابد نور هم په ګناهونو، او د اسلامي امت د حقاني علماء عظامو د شهيد کولو پيټی پر ځان بار کړي.