د مکې لښکر د بیرته ستنېدو له ارادې تېر شو:
کله چې قافله بچ شوه، نو ابو سفیان د مکې لښکر ته حال ور ولېږه، چې تاسو د قافلې د ساتنې په پار راوتلي واست، او قافله بچ شوه، بیرته مکې ته ستانه شئ، کله چې دغه خبر لښکر ته ورسید، نو د ځینو مشرانو رایه دا وه چې بیرته مکې ته ستنیږو، خو د زیاتو رایه دا وه چې تر بدره ځو؛ مسلمانانو ته ښیو چې د قریشو قافله یرغمل نیول کوم اسان کار نه دی.
ابو جهل په خورا مغرورانه انداز وویل: مکې ته هیڅکله نه ستنیږو، بدر ته به ځو، هلته اوښان حلالوو، خلګو ته ډوډۍ ورکوو، د شرابو محفلونه به د ډمانو په سندرو ګرموو، تر څو د عربو په زړونو کې زموږ د شوکت او دبدبې خبرونه خواره شي.
خو بیا هم ځینو هڅه وکړه، چې بیرته ستانه شي، مګر ابو جهل اجازه ورنکړه، او لښکر د بدر پر لور رهي شو، بنو زهره قبیله چې تقریبا دری سوه کسان یې درلودل، بیرته مکې ته ستانه شول، په دې سره د لښکر (۱۳۰۰) شمېر زرو تنو شاوخوا ته راټیټ شو.
د یادې قبیلې قوماندان اخنس بن شریق و، چې د بنو زهره قبیلې په زړه کې یې له دغه اقدام وروسته ځانګړی ځای وموند.
رسول الله صلی الله علیه وسلم مشورتي غونډه دائره کړه؛ حالات حساس وه، مجهز لښکر د بې وسلې او بې تجهیزه لښکر په وړاندي راوتلی و، قسم یې کړی و، چې د اسلام ډېوه مړاوې کړي، د اسلام هغه شان او شوکت له منځه یوسي، چې په مدینه کې مخ په خورېدو و.
رسو الله صلی الله علیه وسلم او ملګري یې د ذفران نومې سیمې سره و چې د لښکر له ارادې خبر شو، نو یې شوری دائره کړه، صحابه کرام یې راغونډ کړل، او ورته ویې ویل: ماته مشوره راکړئ! ابو بکر پاڅید او ډېرې ښې خبرې یې وکړې، د غیرت او شجاعت داسې توري یې مجلس ته واورول چې د ټولو حوصلې یې لوړې کړې.
بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: ماته مشوره راکړئ!، عمر پاڅید او د ابو بکر په څېر د غیرت او شهامت خبرې یې وکړې، بیا رسول الله وویل: ماته مشوره راکړئ! مقداد بن أسود پاڅید یو داسې جالب تقریر یې وکړ، چې هر ډول لوېدلیو حوصلو ته محکم ستون و، او د تاریخ پاڼې یې په تورو رنګینې ښکاري، د هغه د تقریر محتوی داده:
اې د الله رسوله! هغه څه وکړه چې متعال رب درته وایي، موږ د بني اسرائیلو په څېر نه یو چې درته ووایو، ته او رب دي لاړ شئ جهاد وکړئ موږ به دلته کینو، موږ د هغوی به خلاف تاته وایو چې ته او رب دي جهاد ته لاړ شئ، موږ به هم درسره یو، موږ به دي ښي، کیڼ، مخته او د شا لوریو ته جنګیږو.
عبد الله بن مسعود وایي، چې ددغو الفاظو له ویلو سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم مخ له خوشالۍ وځلیده، او بیا یې د خیر دعاء ور ته وکړه.
ابو أیوب انصاري وایي: له دغه خبرو وروسته د هر صحابي هیله وه، چې کاش دا خبرې زما له خولې راوتلې وای، چونکې د دوی تولو په زړونو کې د مقداد د خبرو مفهوم و، خو د اظهار شرف یې مقداد ترلاسه کړ، د غیرت دغه خبرې د هر صحابي په زړه کې راتاوېدې، هر یوه دا هیله درلودله، چې کاش دا مفهوم لومړی ما القاء کړی وای.
دا دری واړه صحابه کرام مهاجرین ول، وروسته بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: ماته مشوره راکړئ! هدف یې انصار وه، چې ددوی له خولو هم دغه ډول جذابې خبرې واوري، په دې سره سعد بن معاذ رضی الله عنه پاڅید او د انصارو په استازیتوب باندي یې عجیبې خبرې وکړې، خبرې یې اوږدې دي، خو په یوه برخه کې یې راغلي:
که موږ ته په سند د ننوتلو امر وکړې هم موږ به درېغ ونکړو او سیند ته به ننوزو، له موږ څخه به هیڅوک شاته پاته نشي، موږ له دښمن سره جهاد خوښوو، له الله څخه امید لرو چې مونږ داسې ووینې کوم چې ته پرې خوشالېږې.
کله چې رسول الله دغه خبرې واورېدې، نو ویې ویل: “سیروا وأبشروا، فإن الله قد وعدني إحدی الطائفتین، والله لکأني أنظر إلی مصارع القوم ”
ژباړه: لاړ شئ، او زېری واخلئ چې متعال رب له ما سره یو د طائفتینو (یا د قریشو د لښکر، یا د ابو سفیان د قافلې) وعده کړی ده، په الله قسم لکه زه چې د قریشو د مشرانو د مرګ ځایونه وینم.
له دې وروسته لشکر د ذفران له سیمې وخوځید، خبیرتین، حنان، او د اصافر غرونه یې شاته پرېښودل، او د جمعې په شپه د رمضان المبارک په اوولسم تاریخ بدر ته ورسید له بدر سره نږدې یې واړول.